ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تاریخي ابداتو د بیارغونې چارې روانې دي

کندهار کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د حاجي میرویس خان نیکه مقبرې، د احمدشاه بابا د کور او مقبرې د بیارغونې چارې پیل شوې.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني، د بهرنیو چارو رییس مولوي عبدالشکور حقاني، د ښار جوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، د کندهار پوهنتون رییس مولوي اکرم شاه عاصم، د پانګونې خونې رییس حاجي محمد صدیق مهمند، بهرنیو ډیپلوماټانو، ډیرو نورو مسولینو، تاجرانو، ادیبانو، او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي؛ د خوښي ځای دی، چې یادې ابدې داسې شخصیتونو ته منسوبي دي، چې نه یوازې په کندهار بلکې د نړۍ په کچه پېژندل شوي شخصیتونه وو، هغوی په خپل وخت کې تاریخ جوړ کړی، موږ د هغوی په تاریخ ویاړو او پر لاره یې روان یو.

نوموړي د کندهار ولس ته زیری ورکړی؛ چې ستاسو هغه غوښتنه چې دغه تاریخي سیمي باید ورغول شي، اسلامي امارت ورته یاده غوښتنه پوره کړه او عملي چارې یې پیل شوې.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي؛ اوس د احمد شاه بابا او میرویس نیکه اولادونه موجود دي او دا یې ثابته کړه، چې په لنډه موده کې دوه لوی زبر ځواکونه  مات کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په مختلفو ولایتونو کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تاریخي ابداتو د بیارغونې چارې روانې دي، اسلامي امارت تاریخي ابداتو ته زیاته پاملرنه کوي.

ښاغلي خیرخواه تاجران هڅولي، چې د هېواد په رغونه کې لاسونه سره ورکړي.

سرپرست وزیر د ځوانانو لپاره د کار تر څنګ په سیاحت او د تاریخي ابداتو په رغونه کې د ډیر کار یادونه کړې، چې د اسلامي امارت له خوا به کیږي.