د افغانستان په ګډون د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام نن پيلیږي.
د ۲۰۲۳ کال يو ورځنيو لوبو کرېکټ نړيوال جام د هند په کوربتوب نن ماسپښین ۱:۰۰ بجه د یاد هېواد په احمد اباد کې د انګلستان او نیوزیلاینډ په لوبې پیلیږي.
د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام کې افغانستان، انګلستان، هند، سويلي افريقا، اسټراليا، نيوزيلنډ، بنګله ديش، سريلانکا، پاکستان او نيدرلینډ یا هالینډ هغه لوبډلې دي، چې په دې سياليو کې به ګډون ولري.
نړیوال جام کې د ګډون کوونکو لوبډلو تر منځ ټولې ۴۸ لوبې کیږي، چې نن د تلې/میزان پر ۱۳مه به پيل او د لړم/عقرب تر ۲۸مې به دوام وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ دغه لوبو ته ۱۵ کسیزه لوبډله کې ابراهيم ځدران، رحمان الله ګربز، رحمت شاه، رياض حسن، نجيب ځدران، محمد نبي، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، راشد خان، عبدالرحمن، نور احمد لکڼوال، مجيب الرحمن، فضلالحق فاروقي او نوينالحق اعلان کړي.
د يادو سياليو لپاره ګلبدين نايب، شرفالدين اشرف او فريد ملک هم د احتياطي لوبغاړو په توګه انتخاب شوي دي.
افغان لوبډله به دغه نړیوال جام کې ټولې نهه سيالۍ وکړي، چې لومړۍ لوبه یې د بنګله دیش پر وړاندې د اکتوبر په ۷مه د هند په دهرامسالا کې، دويمه لوبه د هند پر وړاندې د اکتوبر په ۱۱مه دهلي کې، درېيمه د اکتوبر په ۱۵مه انګلنډ سره بيا هم دهلي کې، څلورمه د اکتوبر په ۱۸مه د نيوزيلنډ پر وړاندې په چينای کې وکړي او پنځمه سيالۍ يې بيا هم چينای کې پاکستان سره د اکتوبر په ۲۳مه ده.
افغان لوبډله به خپله شپږمه لوبه په پونه کې د اکتوبر په ۳۰مه له سريلانکا سره، اوومه لوبه به د نومبر په ۳مه له نيدرلینډ سره په لکنو کې، اتمه لوبه به د اسټراليا سره د نومبر په ۷مه په وانکهيد ښار کې وکړي او نهمه لوبه به د نومبر په ۱۰مه په احمد آباد کې د سويلي افريقا پر وړاندې ترسره کړي.
افغان لوبډله که له دغو نهه سياليو پنځه لوبې وګټي کولای شي، د دې سترو سياليو بل پړاو کې هم ولوبیږي.
د کرېکټ نړيوالې شورا د دې سياليو اتلې لوبډلې ته څلور ميليونه ډالر، دويم مقام لرونکې ته دوه ميليونه ډالر، د نيمه پای لوبې بايلونکې لوبډلې ته ۸۰۰ زره ډالر، د هرې لوبې ګټونکې لوبډلې ته ۴۰۰ زره ډالر او د دغه سياليو هرې ګډونوالې لوبډلې ته ۱۰۰ زره ډالر په پام کې نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې د کرېکټ له دې سترو سياليو وروسته به د ۲۰۲۴م کال په جون میاشت کې د ویسټ انډيز او امريکا په کوربتوب د کرېکټ ۲۰ اوریزو لوبو نړيوال جام سيالۍ ترسره شي.

