ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1327

د کرنې سرپرست وزیر: د اوبو مدیریت لپاره ۱۲۰ چک‌ډیمونو جوړوو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په شتون کې د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې کړي.
د باميانو ولايت د کرنې رییس ملا ګلاب الدين ذبيح الله ویلي؛ باميان ډېرې اوبه لري او ځمکه یې حاصلخيزه ده، خو کروندګر ډېر کارکوي او لږ حاصل ترلاسه کوي اړتيا ده، چې د حاصلاتو او سوداګرۍ زیاتوالی په برخه کې کار وشي.

نوموړي زیاته کړې، بامیان ډیرې طبیعي زیرمې لري، ، سږ کال مو د طبیعي زېرمو څخه ۲۰ میلیونه عواید راټول کړي دي.

د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي ویلي؛ کروندګرو ته دې د دوي د کروندې بازار او د پروسس کارخونې جوړې شي، پانګوال باید وهڅول شي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیرویلي؛  د پردیو د یرغل له امله هېواد زیانمن شوی، یو له دغو زیانونو څخه د کرنې او طبیعي زېرمو برخه ده، که دا یرغلونه نه وای، نو موږ به په ځان بسیا وای، ځکه موږ ۵۰ کاله وړاندې د خوراکي توکو په برخه کې خودکفا وو، باید د دې امنیت او سولې شکر وباسو.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ ته پکار ده چې د خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره کار وکړو، د بهرنیانو خواړه په ناروغیو ککړ دي، د بزګرانو د هوساینې او د مالدارانو پر پښو د درېدو لپاره مو یوه رساله جوړه کړې ده.
په دې رساله کې مو د افغانستان د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، طبیعي زېرمو او ځمکې په اړه پنځه موضوعات لیکلي دي، که ښه مدیریت او کار وکړو، کولای شو په خپلو پښو ودریږو او د ګاونډیانو له محتاجۍ خلاص شو.
 ښاغلي عمري ویلي؛ په خپل پروګرام کې مو د بارانونو او تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت لپاره ۱۲۰ چکدمونو پلان هم لرو او د ځنګلونو کچه ۴،۵ سلنې ته رسوو، چې لومړني کارونه یې پیل شوي دي.

ننګرهار کې د تنګي توغچې کانال د جوړولو په موخه درې اړخیز تړون لاسلیک شوی

دغه درې اړخیز تړون د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند، د ننګرهار سیندیزې حوزې ریيس سیدفضل احد هاشمي او د جاپان د پي ام اس موسسې د مسولې انجنیرې اووا ترمنځ د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالي کې د تنګي توغچې کانال د جوړولو او د کوز کنړ ولسوالۍ اړوند د سیند د تحکیماتو لپاره د بولډروال د جوړولو په موخه لاسلیک شوی.

 د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال، د ننګرهار والي په دې برخه کې د پي ام اس موسسې د مسولینو هڅې ستایلي او هغوی ته یې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړی.

د نوموړي تړون پر بنسټ، یاده پروژه د جاپان د پي ام اس موسسې له لوري د ننګرهار سیندیزې حوزې په همکاري د ۱۷۴ زره او ۹۲۴ امریکایي ډالرو په ارزښت پیلیږي.

د سوکوت په پنځمه ورځ په سلګونو اسراییلي افراطیانو د الاقصی پر ودانۍ برید وکړ

د یوه فلسطیني چارواکي په وینا، څه باندې ۱۰۰۰ اسرائیلي میشتي په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د یهودانو د رخصتۍ د پنځمې ورځې د نمانځلو په موخه په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د الاقصی جومات ودانۍ ته ننوتل.

دبرید کوونکو شمېر شاوخوا یو زر او ۴۰ ته رسیدلی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې اوسیدونکي د الاقصی جومات په لویدیځ دیوال کې د المغرابي دروازې له لارې په ډلو کې ننوتل او هڅه یې کوله چې د “تلمودي رسم” ترسره کړي.

عیني شاهدانو ویلي، پولیسو د عمر محدودیتونه وضع کړي او ځوان فلسطینیان یې د یرغل په وخت کې جومات ته د ننوتو څخه منع کړي دي.

الاقصی جومات د مسلمانانو لپاره د نړۍ دریم مقدس ځای دی.

یهودان دې سیمې ته د تیمپل ماونټ نوم ورکوي او ادعا کوي، چې دا په پخوانیو وختونو کې د دوه یهودي معبدونو ځای و.

ایران ته د حج او اوقافو وزارت د پلاوي سفر

د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عارف الله عارف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رییس مفتي عبدالله عزام د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه دې هیواد ته سفر کړی.

یاد پلاوي له ایراني چارواکو سره د لیدنو په ترڅ کې د پناه غوښتونکو لپاره له دغه هېواد څخه د حج مراسمو د اداء کولو په موخه د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال د ايران له دولت څخه مننه کړې، چې تېر کال يې د افغان مهاجرو حاجيانو لپاره په دې هېواد کې خدمات او اسانتياوې برابرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د تشریفاتو مسول مفتي محمد علیم نوراني هم حضور درلود.

دواړو لورو د حج پروسې د بېلابېلو برخو په اړه خپل نظریات او تجربې شریکې کړې او په دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار کړی دی.

د سترو پروژو د څېړنې پلاوي د رهبري په ناسته کې د ۴ پروژو قراردادونه وڅېړل شول

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د چارو ادارې د ملي تدارکاتو معین محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د اوبو او انرژي وزارت او د کلیو پراختیا وزارت د یو شمېر ریيسانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په خوست ولایت کې د ۱۲ کیلو مټره سړک د اسفالټ، په دایکندي ولایت کې د سوختوک بند، د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ ودانیزو او برېښنايي تجهیزاتو چمتوکولو او د چاریکار، ګلبهار او جبل السراج ۵۰۴ او د مزار شریف ۵۰۲ توزیعي شبکو د احیا او پراختیا پروژو د قراردادونو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او په اړه یې اړین تصمیمونه ونیول شول.

د یادنې وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلې څېړنې پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري د شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث پکې وشو.

د ملي تدارکاتو کمیسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور او د دوه هغو بیا لغوه شول.

منظور شوې پروژې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې، لوړو زده کړو، اوبو او انرژۍ او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولییز ارزښت یې شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو ته رسېږي.

په یادو منظور شوو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ او بادغیس ولایتونو کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د هغوی د اړتیا وړ برېښنا چمتو کېدل، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

هرات کې د فریلانسینګ زده کړې له پروګرام څخه ۷۰ تنه فارغ شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د فریلانسینګ زده کړې پروګرام د ۷۰ تنو ځوانانو په فراغت غونډه کې ګډون کړی.

ښاغلي راشد ویلي؛ د اسلامي امارت ځوانان د ټولنې د ملا تیر ګڼي او ځوانان هم بايد له نظام سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د ځوانانو د ستونزو اورېدو په موخه مو د هېواد ډېرو ولايتونو ته سفرونه کړي، چې په ټول هېواد کې اصلي ستونزه د ځوانانو وزګارتيا وه، له نیکه مرغه دغه ستونزه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د فریلانسینګ پروګرام په پیلولو سره تر يوه حده حل شوې او اړتيا ده، چې دغه پروګرام پراخ شي.

قاري محمد یونس د هرات له ځوانانو غوښتي، چې د فریلانسینګ د زده کړې پروسه له نورو ځوانانو سره هم شریکه کړي.

فراه کې د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه ګټې اخيستنې ته سپارل شوې

فراه ولايت د مرکز اړوند په ګینهکان کلي کې د اوبو رسولو يوه شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رییس مفتي محمد نسيم سرهنګ له لوري د ځایي اوسیدونکو، د شورا مسولینو، يو شمير سپين ږيرو او ځوانانو په شتون کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې.

د دغې شبکې د پرانيستې پر مهال د فراه ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست ریيس مفتي محمد نسيم سرهنګ ویلي؛ ياده شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ د دې ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر رهبري لاندې د څلورو میاشتو په موده کې د ۵.۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارله شوه.

 نوموړي زیاته کړې، چې د کور په کور اوبو رسولو ياده شبکه په يو وخت کې د اوه کيلو مترو غځيدلو نلونو له لارې، د دې کلي ۵۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې او رسوي.

د مفتي محمد نسيم سرهنګ په وینا؛ د ياد رياست رهبري پلان لري، چې د دې ولايت په هر کلي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړې کړي، ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.

ځایي اوسیدونکو د کليو بيارغونې او پراختيا له رياست څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ دا د دوی په کلي کې د اوبو رسولو درېيمه شبکه ده، چې په جوړیدو سره به یې د خلکو ستونزې تر یوې اندازې حل شي.

د کابل ګل درې ولسوالۍ لپاره نوې درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال او کابل والي ګل درې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د اداري وادنۍ بنسټ ډبره ایښې.

 کابل والي شیخ محمد قاسم خالد ویلي؛ له نیکه مرغه نن د اسلامي نظام تر چتر لاندې د یوې بلې حیاتي  پروژې په پرانیست غونډه سره راټول شوي یو.

 کابل والي زیاته کړې؛ چې افغان ولسونو په ۲۰ کلن انقلاب کې زیاتې قربانۍ ورکړي او تکلیفونه یې ګاللي دي اوس چې هېواد کې سپېڅلی اسلامي نظام حاکم شوی، اسلامي امارت ته پکار ده، چې د ولسونو ملاتړ، اړتیاوو ته یې رسېدنه او ښه خدمات ورته وړاندې کړي.

 شیخ محمد قاسم خالد ویلي؛  موږ اوس د جهاد یوې بلې برخې کې یو، چې دا د هېواد جوړولو مرحله ده او هڅه کوو، چې په دې مرحله کې هم بریالي شو.

 ښاغلي خالد دغه راز زیاته کړې؛ چې اسلامي امارت د هېواد په سطحه زیاتې لاسته راوړنې لري او هڅه کوي، چې افغانستان په خپلو پښو ودروې او پرمختګ ورکړي او د دوی سرمایه د هېواد په ابادۍ او بیا رغونه ولګوي.

 د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال ویلي؛ اسلامي نظام د الله (ج) راکړه او یو الهي نعمت دی او دا د شکر ځای دی، چې افغانان یو خپلواک او د دوی خدمت ته ژمن نظام لري.

 مولوي عبدالله مختار زیاته کړې، اوس مهال په هېواد کې زیاتې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او دا د ولس لپاره یو زیری دی.