ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1328

مولوي ذبیح الله مجاهد: پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند د منلو نه دی

د اسلامي امارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستاني چارواکو له لوري په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره روان چلند د منلو وړ نه دی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند د نه منلو وړ بللی او له پاکستانی لوری یې غوښتي، چې په دې اړوند باید په خپل پلان باندې له سره غور وکړي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري او د پاکستان حکومت باید له دې هېواد څخه په خپله خوښه او ارامه د افغان کډوالو تر وتلو زغم وکړي.

‏دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د پاکستان د چارسمبالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ په مشرۍ د کابینې په غونډه کې له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وشوه.

بامیانو د لرغوني ښار ضحاک د بیارغونې چارې پیل شوي

د باميانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسولين ویلي، بامیانو د لرغوني ښار ضحاک د بیارغونې چارې پیل شوې.

د باميانو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي صفي الله رائد ویلي، دغه پروژه د يونيسکو موسسې له لوري پيل شوې او د دغه رياست په همکارۍ او څارنه به يې کارونه د دو مياشتو په جريان کې پای ته ورسېږي.

د ښاغلي رائد په وینا، دا ډول پروژې د باميانو د تاريخي ابداتو د ساتنې او دوام لپاره ډېرې مهمې او ارزښتمنې دي.

 نوموړی زیاتوي؛ چې د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، ترڅو هغه موسسې دې ولايت ته راولي، چې د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې کار کوي.

د امریکا د استازو جرګې مشر له دندې ګوښه شو

د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې مشر کېون مک‌کارټي له دندې ګوښه شو.

دا اقدام د امریکا په تاریخ کې بې سارې دی او دا لومړی ځل دی، چې د امریکا کانګرس د استازو جرګې مشر د استیضاح له لارې بې‌واکه کېږي.

په دې پروسه کې د جرګې ټولو غړو رایه کارولې، چې شاوخوا ۲۱۶ استازو د نوموړي په مخالفت او بې‌واکه کېدو لپاره رایه ورکړې ده.

د مک‌کارټي د ګوښه کولو پروسه د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غړي مات ګېتز په غوښتنه پيل شوې وه.

په یاده جرګه کې د ګېتز په مشري ښې اړخي جمهوریپال مک‌کارټي ته په غوسه وو، چې ګواکې له دیموکراتانو سره یې د فدرال ادارو لپاره د لنډمهاله بودیجې په تصویبېدو کې همکاري کړې ده.

ګردېز کې د ۲۴ پروژو چارې پیل شوي

د پکتیا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسولین ویلي، چې د مرکز ګردېز په بېلابېلو کلیو کې د یونفس موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰ میلیونو ۹۱۷ زره او ۶۲۱ افغانیو په لګښت د ۲۴ پروژو چارې پیل شوي.
د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي میرزاجان صادق ویلي، چې دغه پروژې د ګردېز په ۱۸۵ کلیو کې په ساتنې او مراقبت، سړکونو د بیارغونې، پلونو، د اوبولګولو، ترانسپورټ او نورو برخو کې پلې کېږي.

 ټاکل شوې چې د یادو پروژو چارې په راتلوونکو دریو میاشتو کې بشپړې شي.
د خلکو په مشرۍ د پرمختګ موسسې ولایتي مسول اسماعیل ظریفي ویلي، چې له دې سره یو زر او ۹۶۷ ځايي اوسیدونکو ته د کار زمېنه هم برابرېږي.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسولینو په وینا؛ د دغه پروګرام ټوله بودیجه ۲۶۵ میلیونه امریکایي ډالر ده، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو دفتر یا UNOPS یې په افغانستان کې پلې کوي.
د مرکز ګردېز اوسېدونکو د دغو پروژو چارو پیلیدو څخه خوښي ښودلې او ویلي يي دي، چې دې سره به کاري زمينې ورته برابرې او عملي کېدو سره به يې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

له کندهار شاوخوا نهه زره ټنه شکر پاره بهرنیو مارکیټونو ته صادره شوې

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني نشراتي مسول نور الله نوري وایي؛ چي د روان کال په شپږو میاشتو کي نهه زره ټنه شکرپاره د کندهار څخه بهرنیو هېوادونو په خاص ډول هند او چین ته صادره شوې او لاهم دوام لري.

د ښاغلي نوري په وینا، چې ممکن د کال تر پایه شاوخوا ۲۰ زره ټنه شکر پاره خارجي مارکیټونو ته صادره شي.

شير محمد عباس ستانکزی: افغانستان ته دې د ملګرو ملتونو په ګډون بيلابيلو نړيوالو فورمونو کې د ګډون حق ور کړل شي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونباييفا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شير محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.

په ناستې کې د سيمه ييزې همغږۍ، د مخدره موادو پر ضد مبارزې، د خصوصي سوداګريز او بانکي سکتور د احيا پر لارو چارو، د ماين پاکۍ فعاليتونو، او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي.

روزا اتونباييفا ملګرو ملتونو ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده؛ دوی هڅه کوي چې د غذايي امنيت تر څنګ د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د روږدو د درملنې، او مشروع کښتونو د ترويج په برخې کې د نړيوالو مرستې را جلب کړي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال ویلي، چې په ځينو برخو کې د نظر له توپير سره سره د دې اړتيا ده، چې په اتفاقي موضوعاتو کې ګډ کار وشي او افغانستان د ملګرو ملتونو په ګډون بيلابيلو نړيوالو فورمونو کې د ګډون حق ور کړل شي. شير محمد عباس ستانکزي زیاته کړې؛ چې بشري چارې بايد له سياست څخه بېلې وساتل شي او اجازه ور نه کړل شي، چې سياسي توپيرونه د بشري مرستو، مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، ماين پاکۍ او نورو برخو کې د تعامل پر وړاندې خنډ واقع شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین د سیچوان انرژي پانګونې د پراختیا له شرکت څخه لیدنه کړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د سیچوان د انرژي پانګونې د پراختیا له شرکت څخه لیدنه کړې.

ښاغلي متقي د دغه شرکت له مسولینو سره د افغانستان او چین ترمنځ د برېښنا د همکاریو په اړه خبرې کړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، چې افغانستان د اوبو، باد، لمریزې او ډبرو سکرو د انرژي لوی ظرفیت لري او په افغانستان کې د چین په ګډون د بهرنیو شرکتونو او پانګوالو د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.