ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1329

هلمند به د بهرنیو سيلانيانو په مرکز بدل شي

هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمد حنیف، د جرمني، برتانیا، امریکا، نيوزيلانډ او سویلي افریقا هېوادونو سيلانيانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، هلمند به د بهرنیو سیلانیانو په مرکز بدل شي.

بهرنیو سيلانيانو د سیاحتي سيلانيانو لپاره هلمند غوره ځای بللی او د تاریخي ابداتو په ساتلو کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې ستایلي.

نوموړو ویلي، موږ د دې ولایت له تاریخي سیمو او ځایونو څخه لیدنه وکړه، واقعاً هلمند ښکلی او تاریخ درلودونکی ولایت دی، موږ زیات خوشحاله شو، چې له بست کلا او نورو تاریخي ځایونو څخه مو لیدنه وکړه.

همدا راز دوی د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړې؛ موږ کلونه کلونه په دې تمه وو چې افغانستان کې سرتاسري امنیت او سوله راشي او موږ د دې هېواد د بېلابېلو ولایتونو له تاریخي سیمو او ځایونو څخه لیدنه وکړو.

هڅه مو دا وه چې، د دې هېواد د تاریخ په اړه ځان پوه کړو او د دې تر څنګ د افغانستان ښکلا او کلتور ننداره کړو.

د کلتور او ګرځندوی امر ویلي؛ موږ ژمن یو، چې سیلانیانو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړو او دا ولایت د بهرنیو سيلانيانو په مرکز بدل کړو.

د نوموړي په وینا؛ موږ د بهرنیو سيلانيانو لپاره هغه اسانتیاوې چمتو کړې، چې سیلانیان ورته اړتیا لري.

مولوي سلطان محمد حنیف زیاته کړې، چې موږ به د سیاحتي سيلانيانو لپاره د معلوماتو، ټرانسپورټ او ځینو نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړو.

ډاکتر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د ټولګټو پروژو پلي کولو ته ژمن دی

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د هرات ولایت د شینډنډ پنځه ګونو ولسوالیو علماو او مشرانو سره لیدنه کړې.

علماو او مشرانو ویلي، له نېکه مرغه په ټول هېواد په ځانګړي ډول د شینډنډ پنځه ګونو ولسوالیو کې بشپړ امنیت تامین دی، ازادي، استقلال او اتفاق راغلی دی.

نوموړو د هرات د شینډنډ پنځه ګونو ولسوالیو د ارزښت په اړه معلومات ورکړي او هغه یې د لویدیځ زون مهم برخه بللې.

 مخورو د خلکو ستونزو په ځانګړي ډول د اوبو د دوو بندونو د کار پیل، د بندرونو پرانیستلو او د جهادي مدرسې جوړولو ته دې پاملرنه غوښتې.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس د اشغالګرو پر وړاندې د تېر ۲۰ کلن جهاد په جریان کې د شینډنډ د ارزښت او د هغه ځای د خلکو د قربانیو یادونه او قدرداني کړې. 

نوموړي ویلي، د یو هېواد لپاره لومړی امنیت او بیا اقتصادي وده مهم دي، ترڅو خلک د پردیو تر اغېز لاندې رانشي.

اسلامي امارت په تېرو دوو کالو کې له بهرنیو مرستو پرته توانېدلی له ملي عوایدو څخه خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي او د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره ګټور کارونه وکړي.

ډاکتر ملا عبدالواسع په کابل کې  د بیارغاونې چارو، د کابل – کندهار لویې لارې او د کندهار – هرات سرک د کار پیلېدو ته په اشارې ویلي، د اسلامي امارت ژمنتیا دا ده چې خلکو ته د ټولګټو پروژو په برخه کې نهایي هڅې وکړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چین په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ

د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی د چين په رسمي بلنه د یاد هېواد شي‌ژانګ ايالت اړوند د ټرانس هماليا فورم درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د چين په لور روان شو.

 په پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسولین ګډون لري.

په یاد فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمه‌ييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو باندې بحثونه کېږي.

 د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم ترڅنګ د چین د بهرنیو چارو وزیر او نورو هېوادو له استازو سره دوه جانبه ناستي هم ولري.

کابل والي: د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د میلاد نبي ص ختمونه په ډاډمنه فضا کې ترسره کیږي

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد داهل تشیع هېواوالو په خاتم النبین مدرسه کې د میلاد نبي ص په غونډه کې ویلي؛ د خوښي ځای دی، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د میلاد نبي ص ختمونه په ښه امنیت او ډاډمنه فضا کې ترسره کیږي.

شیخ محمد قاسم خالد زیاته کړې، چې د حضرت محمد ص میلاد یو لوی پیغام لري، ترڅو مسلمانان خپل ژوند د پیغمبر ص په سنتو برابر کړي.

کابل والي د دې مراسمو له ګډونوالو غوښتنه کړې، چې د پیغمبر ص ژوند او سیرت مطالعه او خپل کړه وړه د هغه په لاره برابر کړي.

نوموړي یادې غونډې ته په خطاب کې ویلي؛ محمد ص د ټول عالم لپاره رحمت وو او موږ باید له ځانه باید د پیغمبر ص محبین جوړ کړو.

شیخ محمد قاسم خالد ټینګار کړی، چې د ملت ترمنځ د یووالي رامنځته کول او ټینګښت د دیني علماوو دیني او ملي وجیبه ده او افغان ولسونه باید د حضرت محمد ص په سنت او سیرت ځان برابر کړي.

بغلان کې ۲۴۳ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د بغلان د کلیو او پراختیا رییس مولوي عبدالواحد عبیده ویلي؛ چې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د بغلان په بنو، دهصلاح، پلحصار، دوشي، خنجان او تاله و برفک په ولسوالیو کې د ۲۵۸ شوراګانو په کچه ۳۵۸ پروژې  د ۴۸۲ ملیونه افغانیو په لګښت تر پوښښ لاندې راغلي، چې نړیوال بانک یې مالي ملاتړ کړی، د AKF له لوري تسهیل شوي او د UNOPS له لوري پلي کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژو له ډلې څخه د ۳۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندزاده ویلي، چې د دې پروژو په پلي کیدو سره ۲۳ زره او ۷۳۵ کارګرانو په مستقیم ډول کار کړی چې ۲۱۰ ذره کسان یې له ګټې برخمن شوي او ۳۰ زره ۶۰۲ کورنۍ د دې پروژو له ګټو برخمنې کیږي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي ویلي؛ چې پخوا به د پروژو د پلي کېدو پرمهال له موسسو باج اخیستل کېده، خو د اسلامي امارت په راتلو سره هیچاته اجازه نشته چې د پروژو د پلي کیدو مخه ونیسي او یا ستونزې ورته جوړې کړي.

بغلان کې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام مسول خسرو خان ویلي، چې په دې پلي شوو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، د کلیو د اوبولګولو د کانالونو بیارغونه او جوړول، د پلچکونو او ګبیني او محافظتي دېوالونو جوړول او د اوبو د رسولو د شبکو ترمیم شامل دی.

د اغاخان دفتر مسول خال محمد امیني ویلي، چې د بغلان په ټولو سیمو کې په بیلابیلو برخو کې پرمختیایي پروژې پلي کوي او لا د بنسټیزو پروژو پلي کیدو ته ژمن دي.

د اندراب د دیني عالمانو د شورا مسول مولوي عبادالله عابد او د بنو ولسوالۍ مرستیال ولسوال مولوي زمان الدین زماني ویلي، چې د دې پروژو په پلي کیدو سره د دوی کرنو ته اوبه رسیدلي، سرکونه یې اباد شوي او د کار زمینه یې سلګونه وزګارو کلیوالو ته برابره شوې.

ډاکتر ملا عبدالواسع د لوګر، پکتیا او خوست د کوچیانو مشرانو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د کوچیانو یو شمېر مشرانو سره لیدنه کړې.

کوچي مخورو ویلي، د دې نظام په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او د خلکو ستونزې ورسره را کمې شوې دي. هغوی زیاته کړې؛ د اسلامي امارت مسولین دې د کوچیانو د شهیدانو، کونډو، یتیمانو او بې وزلو ته پاملرنه وکړي.

یادو مشرانو د څړځایونو، د ځمکو په سر د  شخړو د هواري، په پکتیا کې کوچیانو ته د هدیرې لپاره د ځمکې د ورکړې، په لوګر کې د کوچیانو د لېسې د ترمیمولو، په ژمي کې له مالدارو سره د مرستو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس سره شریکې کړي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ویلي، کوچیانو په ۲۰ کلنه دوره کې ډېرې ستونزې ګاللې اوس اسلامي امارت له دوی سره خاصه مهرباني لري.

ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي، د اسلامي امارت مسولین کوښښ کوي امکاناتو ته په کتو د کوچیانو په ګډون د ټولو هېوادوالو ستونزې  حل کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د عدلیې وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ یو کمېسیون ته دنده سپارلې، چې د ځمکو د مسایلو د حل په برخه کې د خلکو غوښتنې واوري، دقیقه څېړنه وکړي او حق په حقدار وسپاري.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو د کوچیانو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزې او غوښتنې به د حل په موخه مشرانو ته ورسوي.

زابل د تورې بند جوړولو چارې ۶۵ سلنه بشپړې شوي

د زابل ولايتي مسولين وایي، چې په دې ولایت کې د تورې د اوبو د بند چارې ۶۵ سلنه پر مخ تللې دي او کارونه په معياري ډول پر مخ روان دي.

د زابل مرستيال والي مولوي محب الله حماس، د زابل د ترنک سینديزې حوزې ریيس مولوي عبدالکريم ذوالفقار، د ولایت مقام د بشري سرچينو رییس مولوي احمد مختار او نورو مسولینو په ملتیا د یاد بند له چارو څخه ليدنه کړې.

د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس ویلي؛ د ياد بند چارې په معياري ډول روانې دي، چې وخت پر وخت ورڅخه تخينکي او د انجينرۍ ټيمونه لیدنه کوي.

د نوموړي په وینا؛ د ياد بند چارې ۶۵ سلنه مخته ته تللې دي او ۳۵سلنه کارونه يې پاتې دي، چې د يوې نيمې مياشتې په ترڅ کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د زابل د ترنک سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالکريم ذوالفقار ویلي، د یاد بند په جوړيدو سره به زابل کې د اوبو د نشتون ستونزه حل شي او پر مټ به يې تر ځمکه لاندې اوبه راپورته شي.

ياد بند  چې د ۹۷ ميلیونه افغانيو په  لګښت د ملي پراختيا شرکت په بوديجه جوړيږي، ۸۷۰ هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

دغه بند د ۲.۹ميليونه متره مکعب اوبو د ذخيره کولو وړتيا لري.

 د دې تر څنګ د سل مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفيت هم لري، چې په جوړيدو سره به يې  ۳۴ زره شاوخوا کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.

د کرنې سرپرست وزیر: افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰ چکډیمونه او د اوبو زېرمې جوړیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره لیدنه کړې.

مولوي عطاالله عمري ویلي؛ هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ ترلاسه کولو په موخه د دوی هل ځلې پایله ورکړې، د الله ج په توکل او د خلکو په لوړ همت سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخه هم بریالۍ کیږي.

د کرنې سرپرست وزیر د غور کرنې ریاست کارکوونکو سره په لیدنه کې، غور د تمدن، تاریخي او فرهنګ ټاټوبي په توګه یاد کری او د اسلام په بریا، د اسلامي جغرافیا پر پراختیا او د اشغال په دوو دورو کې د خلکو پرحق جهاد په لاره کې د دې خاورې د خلکو اتلولي ستایلې.

ښاغلي عمري د کرنې ریاست کارکوونکو ته د کرنې وزارت کاري لومړیتوبونه تشریح کړي او له هغوی یې غوښتنه کړې، چې خپلو مسولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او طبیعي سرچینو د پراختیا په برخه کې خپلې طرحې، نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.

سرپرست وزیر زیاته کړې؛ غور د افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې محوري رول لوبوي، د غور ولایت  پراخو اوبو، حاصلخیزې خاورې، اقلیم او مناسبو ځمکو ته په کتو کولای شو په غور کې ګټورې اقتصادي، کرنیزې، اوبولګولو او مالدارۍ پروژې عملي کړو، ترڅو په غور کې اسانتیاوې رامنځته او خلک په سوکالۍ او رامتیا کې ژوند وکړي.»

د کرنې وزیر زیاته کړه: غور په تېر وخت کې د تمدن، دین او شریعت مرکز و او اوس هم کولای شي د کرنې په برخه کې مهم رول ولوبوي، په تېرو ۴۵ کلونو کې دښمنانو او اشغالګرو هېوادوالو ته د یووالي اجازه نه وه ورکړې، اوس باید د وطن د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړو، تاسو مسولیت لرئ، دکرنې، مالدارۍ او اقتصادي انقلاب په موخه اساسي موضوعات مطرح کړئ او خلک وهڅوئ، چې د اقتصادي بوټو د ودې لپاره کار وکړي.

نوموړي دغه راز په هېواد کې د خوراکي توکو د خوندیتوب پر لوړولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ موږ له امنیتي اشغال څخه خلاص شو، د خوراکي توکو د اشغال او بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې هم کار کوو.

اړتیا ده خلکو ته پوهاوی ورکړو، چې عاید لرونکي بوټې وکري، دودیزه مالدارۍ ته بدلون ورکړو ترڅو خلکو ته باکیفیته توکي چمتو کړو دا ستاسو مسوولیت دی، چې غور په یوه کرنیز او اقتصادي ولایت بدل کړئ.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د غور ولایت خلکو ته د نویو پروژو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل، چې په راتلونکي کال کې به په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰ چکډمونه او د اوبو زېرمې جوړې کړو، چې د غور خلک به هم له دغو پروژو څخه برخمن شي.

د غور والي احمدشاه دین دوست د غور ولایت د کرنې د اهمیت په اړه ویلي؛ غور پراخې او مناسبې ځمکې او کافي اوبه لري، نو پکار ده چې په دې برخه کې کار وشي، څو د خلکو ژوند کې مثبت بدلون راولي او موږ په دې برخه کې ژمن یو، چې پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړو.

د دغه ولايت د کرنې رییس مولوي غلام محمد کاظم ویلي؛ د غور خلک تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

په تېر کې غور ته هېڅ پام نه دی شوی، خو هیله لرو چې اوس د غور خلکو ته پاملرنه وشي او د هریرود، فراه  او د مرغاب سیندونو اوبه مدیریت او وکارول شي.

غور د هېواد یو له لرې پرتو ولایتونو څخه دی، چې ډېری خلک یې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي.

نورستان کې د کوردر پل د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کیږي

د ټولګټو وازرت له لوري د نورستان ولایت اړوند د پارون ۔ کنړ عمومي مسیر په اوږدو کې د کوردر ٢٥ متره پل او ١٦٣ متره استنادي دیوال د بیارغونې چارې د یاد ولایت والي، د ټولګټو رییس او یو شمېر سیمه اییزو مسولينو په شتون کې پیل شوي.

یاد پل چې ۲۵ متره اوږدوالی او نهه متره پلنوالی لري، د ترمیم او بیارغونې چارې یې د ټولګټو وزارت او یو شخصي سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې لګښت یې د یاد وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دغې ترمیماتي پروژې کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې د خلکو ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي.

ډاکتر ملا عبدالواسع: کوچیانو د هېواد د عزت، سرلوړۍ او ازادۍ کې خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړې

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د لغمان ولایت یو شمېر مخورو سره لیدنه کړې.

د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمدحقاني ویلي؛ افغانانو د هېواد په هره برخه کې د اسلامي نظام د ټینګښت او د اشغال پای ته رسیدو لپاره قربانۍ ورکړي او د کوچیانو رول په دې کې پیاوړی وو.

یادو مشرانو د افغانستان اسلامي امارت ټینګښت د افغانانو لپاره لویه لاسته راوړنه بللې.

کوچي مشرانو د څړځایونو، ښوونې او روزنې، د ښوونځیو، مدرسو جوړولو، د روغتیایي او حیواني کلینیکونو او سرکونو جوړولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ویلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې خلک د هېواد په هره برخه کې له ستونزو سره مخ شوي وو او د کوچیانو په ګډون ټولو خلکو د اسلامي نظام د برقرارۍ لپاره قربانۍ ورکړي.

ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خلکو ستونزو ته رسېدنه کړې او د هغوی ملاتړ کوي، نو خلک هم باید له خپل اسلامي نظام سره همکار وي.

نوموړي ویلي؛ کوچیان زیارکښه خلک دي چې د هېواد د عزت، سرلوړۍ او ازادۍ په لاره کې یې خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړې.

د هېواد د ابادي او ارامي لپاره باید له خپلو شخصي ګټو تېر شو او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو.

 د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس په وینا، د اسلامي امارت مسولین خلکو ته د خدمت او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې هره ورځ هلې ځلې کوي.