د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی د چين په رسمي بلنه د یاد هېواد شيژانګ ايالت اړوند د ټرانس هماليا فورم درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د چين په لور روان شو.
په پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسولین ګډون لري.
په یاد فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمهييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو باندې بحثونه کېږي.
د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم ترڅنګ د چین د بهرنیو چارو وزیر او نورو هېوادو له استازو سره دوه جانبه ناستي هم ولري.

