ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هلمند به د بهرنیو سيلانيانو په مرکز بدل شي

هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمد حنیف، د جرمني، برتانیا، امریکا، نيوزيلانډ او سویلي افریقا هېوادونو سيلانيانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، هلمند به د بهرنیو سیلانیانو په مرکز بدل شي.

بهرنیو سيلانيانو د سیاحتي سيلانيانو لپاره هلمند غوره ځای بللی او د تاریخي ابداتو په ساتلو کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې ستایلي.

نوموړو ویلي، موږ د دې ولایت له تاریخي سیمو او ځایونو څخه لیدنه وکړه، واقعاً هلمند ښکلی او تاریخ درلودونکی ولایت دی، موږ زیات خوشحاله شو، چې له بست کلا او نورو تاریخي ځایونو څخه مو لیدنه وکړه.

همدا راز دوی د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړې؛ موږ کلونه کلونه په دې تمه وو چې افغانستان کې سرتاسري امنیت او سوله راشي او موږ د دې هېواد د بېلابېلو ولایتونو له تاریخي سیمو او ځایونو څخه لیدنه وکړو.

هڅه مو دا وه چې، د دې هېواد د تاریخ په اړه ځان پوه کړو او د دې تر څنګ د افغانستان ښکلا او کلتور ننداره کړو.

د کلتور او ګرځندوی امر ویلي؛ موږ ژمن یو، چې سیلانیانو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړو او دا ولایت د بهرنیو سيلانيانو په مرکز بدل کړو.

د نوموړي په وینا؛ موږ د بهرنیو سيلانيانو لپاره هغه اسانتیاوې چمتو کړې، چې سیلانیان ورته اړتیا لري.

مولوي سلطان محمد حنیف زیاته کړې، چې موږ به د سیاحتي سيلانيانو لپاره د معلوماتو، ټرانسپورټ او ځینو نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړو.