د زابل ولايتي مسولين وایي، چې په دې ولایت کې د تورې د اوبو د بند چارې ۶۵ سلنه پر مخ تللې دي او کارونه په معياري ډول پر مخ روان دي.
د زابل مرستيال والي مولوي محب الله حماس، د زابل د ترنک سینديزې حوزې ریيس مولوي عبدالکريم ذوالفقار، د ولایت مقام د بشري سرچينو رییس مولوي احمد مختار او نورو مسولینو په ملتیا د یاد بند له چارو څخه ليدنه کړې.
د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس ویلي؛ د ياد بند چارې په معياري ډول روانې دي، چې وخت پر وخت ورڅخه تخينکي او د انجينرۍ ټيمونه لیدنه کوي.
د نوموړي په وینا؛ د ياد بند چارې ۶۵ سلنه مخته ته تللې دي او ۳۵سلنه کارونه يې پاتې دي، چې د يوې نيمې مياشتې په ترڅ کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د زابل د ترنک سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالکريم ذوالفقار ویلي، د یاد بند په جوړيدو سره به زابل کې د اوبو د نشتون ستونزه حل شي او پر مټ به يې تر ځمکه لاندې اوبه راپورته شي.
ياد بند چې د ۹۷ ميلیونه افغانيو په لګښت د ملي پراختيا شرکت په بوديجه جوړيږي، ۸۷۰ هکټاره ځمکه خړوبولی شي.
دغه بند د ۲.۹ميليونه متره مکعب اوبو د ذخيره کولو وړتيا لري.
د دې تر څنګ د سل مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفيت هم لري، چې په جوړيدو سره به يې ۳۴ زره شاوخوا کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.

