ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري د شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث پکې وشو.

د ملي تدارکاتو کمیسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور او د دوه هغو بیا لغوه شول.

منظور شوې پروژې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې، لوړو زده کړو، اوبو او انرژۍ او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولییز ارزښت یې شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو ته رسېږي.

په یادو منظور شوو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ او بادغیس ولایتونو کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د هغوی د اړتیا وړ برېښنا چمتو کېدل، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.