د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عارف الله عارف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رییس مفتي عبدالله عزام د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه دې هیواد ته سفر کړی.
یاد پلاوي له ایراني چارواکو سره د لیدنو په ترڅ کې د پناه غوښتونکو لپاره له دغه هېواد څخه د حج مراسمو د اداء کولو په موخه د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د حج او اوقافو وزارت مرستیال د ايران له دولت څخه مننه کړې، چې تېر کال يې د افغان مهاجرو حاجيانو لپاره په دې هېواد کې خدمات او اسانتياوې برابرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د تشریفاتو مسول مفتي محمد علیم نوراني هم حضور درلود.
دواړو لورو د حج پروسې د بېلابېلو برخو په اړه خپل نظریات او تجربې شریکې کړې او په دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار کړی دی.

