ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1323

بلخ والي د یو شمېر ملي سوداګرو او دولتي مسولینو په ګډون د هرات زلزله ځپلو کورنيو سره د مرستې په پار ناسته کړې

د بلخ والي محمد یوسف وفا د دغه ولایت له یو شمېر سوداګرو او دولتي مسولینو سره د همغږۍ ناستې پر مهال یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، ګڼ شمېر صنعتکارانو، ملي سوداګرو، د اتحادیو رییسانو ګډون درلود، چې واړو لورو د هرات د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې راټولولو په پار د ګډې کمیټې جوړولو ترڅنګ په یو لړه مهمو موضوعاتو خبرې کړي.

د غونډې ګډونوالو د دغه غمیزې پیښې زیانمنو ته دعاوې کړي او ویلي يي دي؛ چې دا زمونږ ملي او وجداني وجیبه ده، چې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ به په سختو شرايطو کې دریږو او ورسره مرسته به کوو.

 نوموړو زیاته کړې؛ چې د افغانستان هر وګړی په دغې غمیزې پیښې باندې غمجن دی او مونږ ټول باید ژړ تر ژړه خپلې مرستې ولیږو، ترڅو د هرات میشت زلزله ځپلې کورنۍ له بیړنیو حالاتو څخه ووځي او بیرته خپل نورمال ژوند ته راوګریږي.

 د بلخ والي ویلي؛ چې مونږ ټول مسلمانان باید د یو بل سره په سختو شرايطو کې مرستې ونه سپموو.

د نوموړي په لارښوونې یې یوه ګډه کمېټه ټاکل شوې، ترڅو د هرات د زلزله ځپلو لپاره په کې بیړنۍ مرستې راټولې او تر زیانمنو کسانو یې ورسوې.

ښاغلي وفا یادو ملي سوداګرو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.

هرات کې وروستۍ مرګونې زلزله؛ شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ کسان شهیدان شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې هرات کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ کسان شهیدان شوي.

یاد وزارت زیاتوي، چې زرګونه نور ټپيان دي.

د هرات زلزله یوه ستره غمیزه بلل شوې ده.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري ګڼ لوړ پوړي چارواکي، د اړوند وزارتونو او ادارو او ګڼو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو کارکونکي هرات ته رسېدلي او له زیانمن شویو کسانو سره یې لومړنۍ او اساسي مرستې پیل کړې دي.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د زلزلې له امله ډېری کلي په بشپړه توګه ويجاړ شوي او لږ شمېر اوسېدونکي يې ژوندي پاتې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په مشري هم یوه لوړ پوړي پلاوي د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ ته سفر کړی.

یوناما دفتر دا پېښه یو ناورین بللې او ویلي یې دی، چې اوس د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو وخت دی.

اسلامي امارت او ګڼو چارواکو په دې غمجنه پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او اړوند بنسټونو ته یې د بېړنیو مرستو رسولو امر کړی، چې په پایله کې یې د زیانمنو لاسنیوی شوی او لا هم هڅې روانې دي.

د هرات پېښه د هېواد په کچه یو ستر ناورین بلل شوې او ټولو افغانانو له هراتي ولسونو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په ټولو ولایتونو کې د مرستو صندقونه اېښودل شوي او له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره پراخ کمپاینونه پیل شوي دي.

یادې زلزلې، چې د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې ښودل شوې، د شنبې په ورځ د هرات لوېدیځې سیمې ولړزولې او په وروستیو ورځو کې هم څو ټکانونه احساس شوي دي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس په مشرۍ اداري غونډه شوې

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په مشرۍ د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست او د ریاست الوزرا د معاونیتونو د استازو اداري غونډه کړې.

ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي، د دې ناستې هدف د اړونده ادارو د ستونزو حل کول دي، ترڅو په چارو کې ښه والی او پرمختګ رامنځته شي، نو مسولین دې د خپلو ریاستونو او ادارو اړوند اړین مسایل شریک کړي، ترڅو يې د حل لپاره لارې چارې ولټوو.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي؛ ارګ د نظام هسته ده او د نظام صلابت ورپورې تړلی دی، نو ټول همکاران دې خپل ورسپارل شوي مسولیتونه په لا زیات اخلاص او صداقت سره ترسره کړي.

نوموړي له اړوندو مسولینو سره د تېرې اونۍ ناستې ته په اشارې ویلي، الحمدالله ستونزې تر ډېره حده حل شوي او ۹۰ سلنه په کارونو کې پرمختګ راغلی دی.

همدارنګه یې د پرانستې دولتدارۍ او تشریفاتو ریاستونو پیشنهادونه د ریاست الوزرا د دفتر له رییس سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د منابعو او اداري مرستیال مولوي عبدالعزیز جاوید، د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر رییس مولوي ذاکر، د ریاست الوزرا اداري او اقتصادي معاونیتونو استازو او یو شمېر رییسانو په بېلابېلو اړوندو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د هدایت پر اساس هېواد ته د راستنېدونکو مهاجرو لپاره کمېسیون جوړ شو

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ځانګړي هدایت له مخې د اسلامي امارت د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د اړونده وزارتونو له وزيرانو سره غونډه شوې.

په غونډه کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان مهاجرو پر اوسني وضعيت بحث شوی او د ترلاسه شویو معلوماتو او راپورونو په رڼا کې د جاري ستونزو پر حل‌لارو تفصيلي خبرې شوي.

هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته  د پر وخت رسېدو او د اړونده ادارو د چارو د ښه تنظيم په موخه  یو کمېسيون جوړ شوی.

د یاد کمېسیون د کړنو د انسجام او شفافیت په موخه د ریاست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې یاد کمېسيون ته په عاجله توګه داسې طرز العمل جوړ کړي، چې له مخې یې د اړونده ادارو چارې په ښه توګه تنظيم او د هغوی ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ روحیه او فضا رامنځته شي.

افغاني سرې میاشتې هرات کې د زلزله ځپلو سیمو لپاره درې پڼډ غالي جوړ کړي

د افغاني سرې میاشتې سرپرست لوی رییس مولوي مطیع الحق خالص د هرات ولایت اړوند زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلې سیمې ته لاړ او هلته یې زلزله ځپلو وګړو سره له نږدې لیدنه کړې.

مولوي مطیع الحق خالص د یاد سفر په لړ کې د زلزله ځپلو، بې سرپرسته او بې کوره وګړو د هستوګنې او ورته د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په پار درې پڼډ غالي جوړ کړي.

د یادو درېیو پڼډ غالو(نایب رافع پڼډ غالي، کشکک پڼډ غالي او سیا اب پڼډ غالي) د جوړښت چارې، چې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس په لاس پیل شوې، په کې به افغاني سره میاشت زلزله ځپلیو وګړو ته اړوند ټولې بشري اسانتیاوي چمتو کړي.

دغه راز نوموړي په یاد سفر کې په سیمه کې د یو شمېر خیریه بنسټونو له مسولینو سره لیدنې کړي او له هغوی څخه یې د زلزله ځپلو وګړو او کورنیو د لاسنیوي په برخه کې په لویه کچه د خدماتو هیله کړې.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د زلزله ځپلو او زیانمنو کورنیو او وګړو د ثبت او سروې پروسه له نږدې څارلې، ترڅو معلومه کړي، چې سیمه کې په کومه کچه بشري مرستو ته اړتیا ده او له نړیوالو بنسټونو څخه په کومه کچه د لاسنیوي او مرستې غوښتنه وکړي.

روان کال د وږي مياشتې د وارداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۲۸.۱ ميلیون ډالر زیاتوالی راغلی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۹.۸ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۷۲.۵ ميليون ډالر ښودل شوی دی.

تېر کال د وږي په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۸.۴ میلیون ډالر او هېواد ته د رالېږدول شويو توکو مجموعي ارزښت ۷۴۴.۴ ميليونه ډالر کېده.

د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸.۶ ميليون ډالر کمښت ښيي.

بل خوا د روان کال د وږي مياشتې د وارداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۲۸.۱ ميلیون ډالر لوړوالی راغلی دی.

ارقام ښايي، چې د ۱۴۰۲ کال د وږي په مياشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او د ۱۴۰۱ کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او تاجکستان هېوادونو ته وو.

همدا ډول د ۱۴۰۱ کال په وږي مياشت کې ترټولو زيات واردات د ايران، چين، پاکستان او هندوستان له هېوادونو څخه وو او د روان کال په وږي مياشت کې هم تر ټولو ډېر واردات له یادو هېوادونو ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

د هرات زلزله ځپلو په اړه ځانګړې خپرونه!

د مالیې سرپرست وزیر د دولتي شرکتونو لوی ریاست له چارو څخه لیدنه کړې

د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخوند د یوه ګډ پلاوي په مشرۍ د دولتي شرکتونو لوی ریاست د چارو څخه له نږدې لیدنه کړې.

د لیدني په پیل کې د دولتي شرکتونو لوی رییس عبدالحمید اخوندزاده د دولتي شرکتونو د وروستیو فعالیتونو، پرمختگونو او لاسته راوړنو په اړه د مالیې وزارت سرپرست ته ټولیز راپور وړاندي کړی.

 د مالیې وزارت سرپرست د دولتي شرکتونو لوی ریاست د فعالیتونو د راپور له اورېدو وروسته، د دولتي شرکتونو د چارو د لاښه ‌والي هدایت ورکړی او د کړنو په پرمختګ یې ټینګار کړی.

 همدارنگه یاد پلاوي د دولتي شرکتونو د لوی ریاست له شعباتو او کاري پروسو څخه هم لیدنه کړې.

د لومړي ځل لپاره پامیري هېوادوالو ته په تیره یوه پیړۍ کې لومړنی معیاري روغتیايي مرکز جوړ شوی

د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ پاميري هېوادوالو ته د ۴۰ ميلونه افغانيو په لګښت د لمړني روغتيايي مرکز پرانستل شوی

ياد روغتيايي مرکز چې د مسلکي روغتیايي پرسونل په شتون کې به د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ په پامير سيمه کې د ميشتو هيوادوالو لپاره روغتيايي خدمات وړاندې کوي، په تيره يوه پيړۍ کې د ياد قوم لپاره لومړنی معياري جوړ شوی روغتیايي مرکز دی.

ځايي اوسیدونکو د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې د اسلامي نظام په راتګ سره يې تر ډيرو حقوقو ته رسیدنه شوې او لا کارونه روان دي.

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ياد روغتيايي مرکز د پرانستې پر مهال ویلي، اسلامي امارت د هېواد ټولو وګړو ته د خپلو حقوقو ورکولو او روغتيايي خدماتو وړاندې کولو لپاره ژمنتيا لري.

نوموړي زیاته کړې؛ زمونږ هڅه همدا ده، چې د هېواد تر هر وګړي معياري روغتيايي خدمات وړاندې کړو.

ښاغلي صاحبزاده ویلي؛ د عامې روغتيا وزارت نه يواځې په واخان کې، بلکې د هېواد په ټولو لرې پرتو سیمو کې همدې ته ورته عملي کړنو ته ژمنتیا لري او دا یې هېوادوالو ته يې په عمل کې ثابته کړې.

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستیال زیاته کړې، په نږدې وختونو کې به په همدې روغتیايي مرکز کې د جراحي متخصص او ځينې نورو روغتيايي کار کوونکو ګومارنه هم تر سره شي، ترڅو وکولای شي همدلته زمونږ د پامير ميشته هېوادوالو ستونزې حل کړي.

د ټولګټو وزارت سرپرست پکتيا او خوست ته د کاري پروژو ارزونې په موخه سفر کړی

د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثانی د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یوه تخنيکي ټيم په ملتیا پکتیا او خوست ولايتونو ته سفر کړی او د دغه وزارت کاري پروژ څخه یې له نږدې لیدنه کړې.

 په دغه سفر کې د ټولګټو وزارت سرپرست د پکتيا ولایت ګرديز – زورمت ۲۰ کيلومتر سړک او په خوست ولایت کې د فارم باغ پل د تحکیم کارۍ او استنادي دېوال پروژې له کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه کړې.

دغه راز سرپرست وزیر د خوست ولایت د غلام خان بندر له سړک او ترازو څخه چې یو ترانزیټي مسیر دی هم لیدنه کړې.

 ملا محمد عیسی ثانی په دغه سفر کې د یادو ولایتونو دریاستونو له رییسانو او کارکونکو سره لیدنه کړې او د یاد ریاست فني او مسلکي کار کوونکو ته یې د کار د لا ښه والي، چټکتیا او د پروژو پر نظارت لازمې لارښونې کړي او د یادو ولایتونو رییسانو ته یې دنده سپارلې؛ تر څو هغه سړکونه چې بیارغونه یې اړینه ده او تر اوسه ندي رغول شوي، د راتلونکي کال په کاري پلان کې شامل کړي.