د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په مشرۍ د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست او د ریاست الوزرا د معاونیتونو د استازو اداري غونډه کړې.
ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي، د دې ناستې هدف د اړونده ادارو د ستونزو حل کول دي، ترڅو په چارو کې ښه والی او پرمختګ رامنځته شي، نو مسولین دې د خپلو ریاستونو او ادارو اړوند اړین مسایل شریک کړي، ترڅو يې د حل لپاره لارې چارې ولټوو.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي؛ ارګ د نظام هسته ده او د نظام صلابت ورپورې تړلی دی، نو ټول همکاران دې خپل ورسپارل شوي مسولیتونه په لا زیات اخلاص او صداقت سره ترسره کړي.
نوموړي له اړوندو مسولینو سره د تېرې اونۍ ناستې ته په اشارې ویلي، الحمدالله ستونزې تر ډېره حده حل شوي او ۹۰ سلنه په کارونو کې پرمختګ راغلی دی.
همدارنګه یې د پرانستې دولتدارۍ او تشریفاتو ریاستونو پیشنهادونه د ریاست الوزرا د دفتر له رییس سره شریک کړي.
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د منابعو او اداري مرستیال مولوي عبدالعزیز جاوید، د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر رییس مولوي ذاکر، د ریاست الوزرا اداري او اقتصادي معاونیتونو استازو او یو شمېر رییسانو په بېلابېلو اړوندو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي.

