ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې وروستۍ مرګونې زلزله؛ شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ کسان شهیدان شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې هرات کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ کسان شهیدان شوي.

یاد وزارت زیاتوي، چې زرګونه نور ټپيان دي.

د هرات زلزله یوه ستره غمیزه بلل شوې ده.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري ګڼ لوړ پوړي چارواکي، د اړوند وزارتونو او ادارو او ګڼو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو کارکونکي هرات ته رسېدلي او له زیانمن شویو کسانو سره یې لومړنۍ او اساسي مرستې پیل کړې دي.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د زلزلې له امله ډېری کلي په بشپړه توګه ويجاړ شوي او لږ شمېر اوسېدونکي يې ژوندي پاتې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په مشري هم یوه لوړ پوړي پلاوي د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ ته سفر کړی.

یوناما دفتر دا پېښه یو ناورین بللې او ویلي یې دی، چې اوس د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو وخت دی.

اسلامي امارت او ګڼو چارواکو په دې غمجنه پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او اړوند بنسټونو ته یې د بېړنیو مرستو رسولو امر کړی، چې په پایله کې یې د زیانمنو لاسنیوی شوی او لا هم هڅې روانې دي.

د هرات پېښه د هېواد په کچه یو ستر ناورین بلل شوې او ټولو افغانانو له هراتي ولسونو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په ټولو ولایتونو کې د مرستو صندقونه اېښودل شوي او له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره پراخ کمپاینونه پیل شوي دي.

یادې زلزلې، چې د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې ښودل شوې، د شنبې په ورځ د هرات لوېدیځې سیمې ولړزولې او په وروستیو ورځو کې هم څو ټکانونه احساس شوي دي.