ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1322

ملا عبدالغني برادر اخوند هرات کې؛ اسلامي امارت د زیانمنو هېوادوالو ژغورلو لپاره ټول امکانات په کار اچولي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت مقام کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دغه ناسته کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس اخوند، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار او د یاد وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي، د هرات والي شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار، د علماوو شورا رییس او غړو، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قومندان، سپینږیرو، مشرانو، د خصوصي سکټور استازو او ګڼو ملکي او امنیتي مسولینو ګډون کړی و.

ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې ویلي، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله زموږ هېوادوالو ته بې شمېره ځاني او مالي تلفات اوښتي.

موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خپله خواشیني څرګندوو، شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې صبر جمیل او زخمیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې شفاء غوښتونکي یو.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ راتګ یوازې د دې لپاره نه و چې تاسو ته تسلیت ووایو، بلکې دا زموږ مسوولیت دی.

موږ پر افغانستان حاکمان نه، بلکې د دې ولس خادمان یو.

ښاغلي برادر ویلي؛ موږ که له یوه لوري له دې لویې غمیزې سره مخامخ شوي یو، له بل لوري مې د خوښۍ احساس ځکه وکړ چې د هرات د ولسونو ترمنځ مې مینه، یووالی او یو د بل لاس‌نیوی ولید، چې ویاړ او فخر مې پرې وکړ.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په وینا؛ موږ له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه زنده جان ولسوالۍ ته لاړو، هلته مو زیانمنې شوې سیمې او متضرر شوي هېوادوال له نېږدې ولیدل او د شهیدانو د جنازې په لمانځه کې مو ګډون وکړ.

وروسته د زخمیانو د احوال اخیستو په موخه د ولایت حوزوي روغتون ته لاړو او د زخمیانو د درملنې په موخه مو طبي ټیمونو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې ان‌شاءالله په ښه ډول به یې درملنه او تداوي وشي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د متضرر شویو هېوادوالو د ژغورلو لپاره ټول شته امکانات پر کار اچولي، ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې لګیا دي، چې دوی ته عاجلې مرستې ورسوي او تاسو ته ډاډ درکوو، چې د وران شویو کورونو په بدل کې به په اساسي ډول د سرپنا ځایونه درته جوړ کړو.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، چې ټولو امارتي مسولینو ته مو لارښوونه کړې، تر څو راټولې شوې مرستې په شفاف ډول پر مستحقو هېوادوالو ووېشي او په دې برخه کې مو یو کمیسیون هم ګمارلی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې له زلزله ځپلو سره یې د خپل وس مطابق کمک کړی، مننه کړې او یوځل بیا یې په ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو او موسسو غږ کړی، چې په دې سخت وضعیت کې د زلزله ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او ژوند یې وژغوري.

دغه راز نوموړي له نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ادارو څخه هم غوښتي، چې له زلزله ځپلو افغانانو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او د دې سترې غمیزې پر مهال یې لاسنیوی وکړي.

د ایران او افغانستان اقتصادي پلاوي ترمنځ غونډه شوې

 د ایران اقتصادي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت د اقتصادی پلاوي سره د اقتصادی خبرواترو دوه اړخیزه غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مرستیال مولوی قدرت الله جمال، کابل کښې د افغانستان لپاره ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړي استازی او سفیر حسن کاظمي قمي، ایران کې د خراسان رضوی ولایت والي سردار علي نظري او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزرات لخوا په کابل کې شوې .

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې له ایران سره لا زیاتې اقتصادي اړیکې ولري.

 نوموړي له ایراني چارواکو غوښتي، چې د اقتصادي ودې په برخه کې د ایران تجربې شریکې کړي.

مولوی قدرت الله جمال ویلي؛ ایران د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک دی، اسلامی امارت د ټرانزیټ، اقتصاد او صنعت په برخو کې همکاري غواړي.

نوموړې زیاته کړې، چې اسلامی امارت به ایراني سوداګرو ته د پانګونې لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي حسن کاظمي قمي ویلي، تهران د افغانستان له خلکو سره ولاړ او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي لپاره هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو ظرفیتونه په اقتصادي ډګر کې شریک دي او کولای شي د کرنې، صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې لا زیات متقابل تعمل ولري.

ښاغلي قمي څرګنده کړې، چې د ایران د سوداګرو پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته راغلی او په پام کې ده چې په ګډه کارونه رامنځته کړی.

د ایران سفیر او ځانګړي استازي ویلي، د چابهار بندر د فعالولو موضوع د یو مهم بندر په توګه چې افغانستان له ازادو اوبو سره نښلوي، د ایران له کاري لومړیتوبونو څخه دی.

د خراسان رضوي والي ویلي؛ افغانستان ته د ایراني سوداګریز پلاوي د سفر موخه د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او کرنې په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خراسان ولایت د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره هر راز اسانتیاوي لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند له ایراني پلاوي غوښتي، چې افغانستان ته د چابهار په بندر کې د پانګونې لپاره د هڅونې بسته برابره کړي.

شبرغان – مزارشریف لویې لارې د ۷۶ کیلومتره سړک بیارغونې چارې پیل شوي

د جوزجان د ټولګټو ریاست مسولینو ویلي؛ چې یاد سړک د ټولګټو وزارت له لوري د اته میلیونو افغانیو په لګښت بیارغول کېږي، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

موټر چلوونکي او مسافر د دغې مهمې لويې لارې د بیا رغونې په موخه د اسلامي امارت د هلو ځلو هرکلی کوي او وايي، چې په رغېدو سره به یې د تګ راتګ پر وړاندې شته ډېرې ستونزې هوارې شي.

د اسلامي امارت په راتګ سره د لویو لارو اساسي جوړولو او بیارغولو ته پاملرنه زیاته شوې، چې دا مهال د سالنګونو د بیارغولو چارو سربېره د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغولو چارې هم روانې دي.

کوټه کې د افغانستان سرپرست جنرال قونسل د تجارتي اتشه ډاکټر عبدالحنان همت سره لیدنه کړې

په دغه لیدنه کې د تشریفاتو همکار احمدرضا، د بلوچستان ایالت له هوم سکټري صالح محمد ناصر او مرستیال عبدالسلام اچکزي هم ګډون درلود.

لیدنه کې د افغان کډوالو په بېلابېلو ستونزو او په ځانګړي ډول په تېرو څو ورځو کې د افغان کډوالو نیول او ځورول د بحث عمده ټکي وو.

سرپرست جنرال قونسل مولوی ګل حسن د افغان بندیانو د هوساینې او ارزونې لپاره د دې ایالت مختلفو جیلونو ته د قونسلګرۍ د دوو غړو د پیژندنې غوښتنه کړې، ترڅو یاد دوه تنه کارکوونکي د بندیانو لیست او د هغوي د جرم ډول له ځان سره ولري، ترڅو هغه افغان کډوال چې بې له جرمه نیول شوي له بنده خوشی شي.

ناسته کې د یو ګډ سرحدي کمیسیون جوړیدو غوښتنه شوې، چې په جوړیدو سره به یې د سوداګريزو او نورو اړونده مسايلو ثبات، ستونزو حل او د خلګو بې ځایه ځورول ختم شي.

په دې ترڅ کې د افغان بندیانو د حقوقو او ښه چلند د تامین په اهمیت ټینګار شوی او ژمنه یې کړې؛ چی په خپل ټول توان سره به

کوښښ وکړي، ترڅو د افغان بندیانو د نوملړ او وضعیت په اړه منظم معلومات شریک کړي.

کاوش | د هرات زلزله ځپلو په تړاو ځانګړې خپرونه

د چین سوداګریز توکي د کابل- پکن اقتصادي دهلېز له لارې افغانستان ته رارسیدلي

د افغانستان – ازبیکستان – قرغزستان – چین د اقتصادي دهلېز له لارې د سوداګریزو توکو ۲۲ کانټینرونه د چین، ازبکستان او اسلامي امارت د استازو په شتون کې د حیرتان سوداګریز بندر کې مسولینو ته سپارل شوي.

د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس مولوي بخت الرحمن شرافت ویلي، یاد توکي په ۲۲ کانټینرونو کې د اورګاډي په واسطه له قرغزستان، ازبیکستان او چین هېوادونو څخه په تېرېدو د حیرتان سوداګریز بندرته رارسېدلي، چې دا کار د سوداګرۍ له پلوه د یادو هېوادونو ترمنځ یو ستر ګام دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دغه رياست په پرله پسې هڅو سره افغانستان اوس د اورګاډي له لارې له ټولو ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ازبیکستان او ايران سره نښلول شوی دی.

د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال رحمت الله اوف د سوداګریزو ملکیتونو انتقال د رېل پټلۍ په تاریخ کې مهم بللی او د ریل پټلۍ له لارې یې د سوداګریزو ملکیتونو د انتقال پر پراختیا ټینګار کړی.

نومړي زیاته کړې؛ چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان د اورګاډي د کرښې له لارې له پاکستان سره هم ونښلول شي.

۲۰ ورځې وړاندې هم د هرات د رېل پټلۍ له لارې له چين څخه هېواد ته د سوداګريزو توکو ٤٢ کانټينرونه راوړل شوي وو.

افغان فوټسال ملي لوبډله څرنګه اسیا جام سیالیو ته لاره پیدا کولای شي؟

افغان فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې، چې د سعودي عربستان په دمام ښار کې ترسره کیږي د څلور نمرو په درلودلو سره د تاریخي بریا په درشل کې ده.

یادې لوبډلې په دې سیالیو کې لومړنۍ لوبه له سعودي عربستان سره د دمام ښار په ګرین هال جمنازیوم کې وکړه، چې د ۳/۲ ګولونو په توپیر یې وګټله.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره دوه ګولونه اکبر کاظمي او یو ګول سید حسین مسوي ترسره کړل.

د یادو سیالیو دویمه لوبه پرون له اندونیزیا سره، چې د فوټسال له پیاوړیو لوبډلو څخه شمېرل کیږي، وشوه.

د اندونیزیا لوبډله د اسیا په درجه بندي کې شپږم ځای لري او د خپلې لوبډلې په تشکیل کې یې د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه پیاوړي لوبغاړي پېرلي.

افغان فوټسال ملي لوبډلې یاده لوبه د ۷/۷ ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسوله.

له افغانستان څخه په یاده سیالي کې علي امیر او رضا حسین پور دوه ـ دوه ګولونو ترسره کړل.

د فوټسال ملي لوبډلې به درېیمه سیالي سبا (چهارشنبه) د افغانستان په وخت ۵:۳۰ بجې له ماکائو سره ترسره کړي.

که افغانستان خپله درېیمه سیالي وګټي، نو د فوټسال په تاریخ کې به د لومړي ځل لپاره د اسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړي، چې یوه ستره لاسته راوړنه او لویه کارنامه ده.

د اسیا جام مقدماتي سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب پیل شوي، چې افغانستان د یادو سیالیو په B ګروپ کې له سعودي عربستان، اندونیزیا او ماکائو سره لوبېږي.

د یادې لوبډلې وروستیو لاسته راوړنو ته په کتو د فوټسال مسولین وایي، چې افغانستان به په راتلونکې او وروستۍ لوبه کې ماکائو ته ماتې ورکړي او د اسیا جام سیالیو ته به لار ومومي.

د یادولو وړ ده، چې یادې سیالۍ له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د هرات زلزله ځپلو په اړه ځانګړې خپرونه!

غزه او اسراییل کې څه باندې ۱۶۰۰ کسان وژل شوي

د فلسطین حماس غورځنګ له لوري تېره شنبه د اسراییل پر جنوب له برید راهیسي په اسراییلو او غزه کې د تاوتریخوالي له امله څه باندې ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

اسراييلو ویلي، چې د حماس په برید کې لږ تر لږه ۹۰۰ کسان وژل شوي.

غزه کې بیا د اسراييلي هوايي بریدونو له امله څه باندې ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې په اسراییلي وژل شویو کې ۱۱ امریکایان هم شامل دي او ګڼ نور بې درکه دي.

شير محمد عباس ستانکزی: اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او غذايي امنيت برخې ته ځانګړې پاملرنه لري

ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیالې بيت بيکډول او ور سره پلاوي يې د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستیال شير محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.

 د بهرنيو چارو سياسي مرستیال د خوړو او کرنې ادارې له تلپاتې همکاريو څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ چې اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او غذايي امنيت برخې ته ځانګړې پاملرنه لري، مګر سره له دې هم د نړيوالو مرستندويه ادارو مرستو ته اړتيا ليدل کيږي.

اسلامي امارت هيله لري، چې نړيوالې ادارې او په ځانګړې توګه د خوړو او کرنې اداره خپلې مرستې د پايدارۍ د اصل په پام کې نيولو سره په زيربنايي پروژو او د کرنيز سکتور او بزګرانو له اړتياوو سره سمې ولګوي.

 شير محمد عباس ستانکزي د اقليمي بدلون او چاپيريال ساتنې اړوندو پروژو د بيا پيلونې او د مخدره موادو د بديل معيشت ته توجه باندې ټنګار کړی.

بيت بيکډول ویلي؛ دا په تيرو ۲۰ کلونو کې د دغې ادارې تر ټولو لوړپوړی هيئت دی، چې افغانستان ته راغلی او هوډ لري، چې د تخنيکي مرستې، اصلاح شويو تخمونو وېش، حيواني روغتيا، اوبو لګولو، اقليمي بدلون، د کرنې ميکانيزه کولو او نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام او پراختيا ورکړي.