ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان فوټسال ملي لوبډله څرنګه اسیا جام سیالیو ته لاره پیدا کولای شي؟

افغان فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې، چې د سعودي عربستان په دمام ښار کې ترسره کیږي د څلور نمرو په درلودلو سره د تاریخي بریا په درشل کې ده.

یادې لوبډلې په دې سیالیو کې لومړنۍ لوبه له سعودي عربستان سره د دمام ښار په ګرین هال جمنازیوم کې وکړه، چې د ۳/۲ ګولونو په توپیر یې وګټله.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره دوه ګولونه اکبر کاظمي او یو ګول سید حسین مسوي ترسره کړل.

د یادو سیالیو دویمه لوبه پرون له اندونیزیا سره، چې د فوټسال له پیاوړیو لوبډلو څخه شمېرل کیږي، وشوه.

د اندونیزیا لوبډله د اسیا په درجه بندي کې شپږم ځای لري او د خپلې لوبډلې په تشکیل کې یې د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه پیاوړي لوبغاړي پېرلي.

افغان فوټسال ملي لوبډلې یاده لوبه د ۷/۷ ګولونو په ترسره کولو سره مساوي پای ته ورسوله.

له افغانستان څخه په یاده سیالي کې علي امیر او رضا حسین پور دوه ـ دوه ګولونو ترسره کړل.

د فوټسال ملي لوبډلې به درېیمه سیالي سبا (چهارشنبه) د افغانستان په وخت ۵:۳۰ بجې له ماکائو سره ترسره کړي.

که افغانستان خپله درېیمه سیالي وګټي، نو د فوټسال په تاریخ کې به د لومړي ځل لپاره د اسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړي، چې یوه ستره لاسته راوړنه او لویه کارنامه ده.

د اسیا جام مقدماتي سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب پیل شوي، چې افغانستان د یادو سیالیو په B ګروپ کې له سعودي عربستان، اندونیزیا او ماکائو سره لوبېږي.

د یادې لوبډلې وروستیو لاسته راوړنو ته په کتو د فوټسال مسولین وایي، چې افغانستان به په راتلونکې او وروستۍ لوبه کې ماکائو ته ماتې ورکړي او د اسیا جام سیالیو ته به لار ومومي.

د یادولو وړ ده، چې یادې سیالۍ له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.