ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1429

د قوش تیپی کانال جوړیدنه داسلامي امارت لویه لاسته راوړنه ده

ناصرشاه سرحدی

د تېرو څلور څلویښت کلنو کورنيو جګړو په دوران کې نه یوازي د جګړو او نا امنیو له امله افغانستان د جنګ ډګر ګرځیدلي و، بلکې  دهېواد ښونځي، پوهنتونونه، لارې، پلونه، پلچکونه او په ټوله کې د هېواد ټولې اقتصادي زیربناوي هم تخریب او له منځه تللې دي او له دي درکه دهیواد ملي اقتصاد ته لوي زیان رسیدلي.

له بده مرغه د تېري فاسدې ادارې په دوران کې چې په اداري فساد، اختلاس، رشوت، بډو، اوبیروکراسي کي ډوبه وه نه یوازي دا چې امنیت او ثبات په هېواد کې تامین نه و، بلکې دهېواد اقتصادي زیربناوو ته هم پاملرنه نه کېده او د جنګ او نا امنیو له کبله ورانې او ویجاړې پرتې وې.

له نېکه مرغه داسلامي امارت په راتګ سره نه یوازې دا چې د هېواد په ټوله خاوره اوقلمرو کې سراسري سوله اوثبات تامین شو، بلکې دهېواد ټولې زیربناوې ورځ تربلې جوړې او دجوړېدو په حال کې دي. ښه مثال ېې د شمالي ولایتونو د قوش تیپي کانال جوړېدل دي، چې له نیکه مرغه ډېرې چارې به ېې بشپړ شوې او په دې نږدې وختونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا داسې لویه لاسته راوړنه ده چي د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې به رغنده اوټاکونکی رول ولوبوي او دهېواد ډېرو ځوانانو اوبې روزګارو خلکو ته به هم د کار کولو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې د دې ستر اقتصادي کانال له چارو لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې په تېرو اتو میاشتو کې ېې دلومړي فاز ۱۰۸ کیلو متره زیاتره چارې بشپړې شوې دي.

په دې ستر تاریخي اقدام به نه یوازې ملي اقتصاد لا وغوړېږي، بلکې په هېواد کې به د بې کارۍ په له منځه وړلو کې هم مهم اوټاکونکی رول ولوبوي.

ایران کې څلور کسان له اسراییلو سره د همکاري په تور اعدام شوي

د ایران قضایه قوې اعلان کړی؛ څلور هغه وګړي یې اعدام کړي، چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې له اسراییلو سره د همکاري په تور نیول شوي وو.

د ایران د قضایه قوې د خبر په اساس “یاده ډله د اسراییلي استخباراتو په لارښوونه د عامه شتمنیو په غلا او ویجاړولو، د دروغو اعترافونو ترلاسه کولو او انسان تښتونه کې ښکېل وه، چې د استخباراتو له لوري ونیول شول.”

د ایران حکومت د تورنو کسانو اعترافونه له اعدام وړاندې په تلویزیون خپاره کړي وو.

د یاد خبر له مخې درې نور تورن کسان هم د بېلا بېلو جرمونو له امله له پینځو تر لسو کلونو په بند محکوم شوي دي.

له دې سره هممهاله د بشري حقونو سازمانونو ایران کې د اعدامونو د شمېر زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

سوریه کې بد اقتصادي وضعیت او د قهرجنو لاریون کوونکو لاریونونه

سوریه کې د بد او خرابېدونکي اقتصادي وضعیت له امله قهرجنو لاریون کوونکو د دې هېواد په جنوب کې د سویدا ښار د والي په دفتر هجوم ور وړی او اور یې ورکړی دی.

د سوریې چارواکو او عیني شاهدانو ویلي، چې لاریون کوونکو دفتر لوټ او له پولیسو سره یې هم اخ او ډب کړی دی.

له بل لوري په یادو لاریونونو کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

بلخ کې د ۲۰ کیلو متره شنه کمر بند جوړولو چارې پیل شوې

د بلخ چاپېریال ساتنې ریاست وايي، چې د سویډن کمېټې په مالي مرسته یې د دې ولایت د حیرتان په بندري ښارګوټي کې د ۲۰ کیلو متره شنه کمر بند جوړولو چارې پیل کړې.
د یاد ریاست په وینا؛د شنې ساحې پراخوالي او طوفانونو مخنیوي په موخه به په یاده سیمه کې غیر مېوه لرونکي نیالګي کښېنول شي.

د نړیوال ډیجیټل اقتصاد مشر: افغانستان کې د ډیجیټل اقتصاد په برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا لرو

د نړیوال ډیجیټل اقتصادي فورم بنسټ اېښودونکي او مشر کریم شن چین کې د افغانستان د لوی سفارت له سرپرست سید محی الدین سادات سره لیدنه کړې او افغانستان کې یې د ډیجیټل اقتصاد په برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا او د ادارو د کارکوونکو روزنې ته چمتوالی ښودلی.


د افغان سفیر له لوري د ډیجیټل اقتصاد تر څنګ افغانستان کې د بېلا بېلو اقتصادي فرصتونه یادونه شوې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

د ملي راډیو تلویزیون رسمي ویب پاڼه په لیکه شوه

د ملي راډیو تلویزیون رهبرۍ نن د یاد تلویزیون رسمي ویب پاڼه پرانیسته.

تاسې له نن نه وروسته د ملي راډیو تلویزیون خبرونه او خپرونې د “افغانستان ملي راډیو تلویزیون” له ویب پاڼې لیدلای او لوستلای شئ.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر: هېواد کې د تحصیلي برخې پرمختګ ته ژمن یوو

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د هېواد لوېدیځ زون د تحصیلي بنسټونو له مسولینو، استادانو او محصلینو سره په لیدنه کې د زده‌کړو پر ښه‌والي او د علم په پرمختګ خبرې کړې دي.
په یاده ناسته کې ښاغلي ندیم ویلي، چې “اسلامي امارت د هېواد له تعلیمي او تحصیلي نظام څخه د ملاتړ په پار په خپل ټول توان هڅه کوي، چې بهر ته تللي استادان بېرته هېواد ته راستانه شي، تر څو په ګډه د افغانستان د پرختګ او ودانولو لپاره کار وکړو.”


نوموړي د مدرسې او پوهنتون تر منځ پر اړیکو جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ لوړو زده‌کړو وزارت هڅه کوي چې پوهنتون او مدرسه د علمي مرکزونو په توګه له یو بل سره نیږدې اړیکې ولري او د علم د تولید په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.
دغه راز ژمنه یې کړې چې په نیږدې راتلونکي کې به د هېواد د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ستونزو حل په برخه کې عملي ګامونه واخلي.
په دې ناسته کې د هرات والي مولوي شیخ نوراحمد اسلام جار د علم پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي، چې زموږ ځواک زموږ په یووالي او پوهه کې دی. نوموړي زیاته کړې چې علماء کرام او د تحصیلي بنسټونو استادان باید په لوړ همت او قوي ارادې سره د هېواد د بچیانو سالمه روزنه وکړي، تر څو مو استعدادونه د هېواد د پرمختګ او ودانولو جوګه شي.

مولوي امیرخان متقي د تسلیت په موخه له ګلبدین حکمتیار سره لیدنه وکړه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ایمان جومات د ناوړه پېښې له امله د دوو شهیدانو د فاتحې او تسلیت په موخه له جهادي شخصیت انجنیر ګلبدین حکمتیار سره د هغه په استوګنځي کې لیدنه وکړه.

په پیل کې د شهیدوانو روح ته د مغفرت او ټپي ته د بېړنۍ روغتیا دعا شوې.

ښاغلي متقي یاده ناوړه پېښه په کلکه غندلې او هغوی ته یې د حکومت له لوري د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو، د ورته پېښو د مخنیوي، د مجرمینو د نیولو او سزا ورکولو په تړاو د بشپړ کوښښ ډاډ ورکړی دی.

ښاغلي حکمتیار د نوموړي له خواخوږي مننه کړې او د تېرې ورځې پېښه یې د هېواد د دښمنانو کړنه بللې ده.

د ابرشیمو سنتي تولید د افغانستان په نوم ثبت شو

د یونسکو نړیوال سازمان د ناملموسو فرهنګي میراثونو او اثارو د ساتنې کمېټې په ۱۷مه غونډه کې اعلان کړی، چې د ابریشمو سنتي تولید د افغانستان او شپږو نورو اسیایي هېوادونو به نوم ثبت شوی.

په اعلان شویو شپږو هېوادونو کې ایران، اذربایجان، ترکیه، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

دغه غونډه د مراکش په رباط ښار کې روانه ده.

د ابریشمو تولید له لرغونو زمانو څخه په افغانستان کې دود دی او هرات د هېواد د ابرشیمو په تولید کې اصلي سرچینه ګڼل کېږي، چې زیات لباسونه، دستمالونه او څادر ترې تولیدېږي.

له دې وړاندې یونسکو سازمان د پروان توپ درې سټوپه هم د ویاړمن اثر په توګه ثبت کړې وه.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد د قوش‌تیپې کانال له چارو لیدنه کړې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د قوش‌تیپې کانال له چارو لیدنه کړې.
نوموړی وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې د لومړي فاز ۱۰۸ کیلو مترو زیاتره چارې بشپړې شوې دي.
په یاد کانال کې ټولټال ۳۲۰۰ ماشینري کار کوي.
۵ زره او ۵۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه پکې برابره شوې.
په قوش تيپې کانال کې تر ۲۵۰ شرکتونو پورې کار کوي، په ورځني ډول یې ۶۵۰۰۰۰ متره مربع کېندنه کېږي او تر اوسه یې ۴۲ میلیونه متره مربع کېندنه بشپړه شوې ده.
دا کانال به په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متره مکعب اوبه ولېږدوي.
د قوش تیپې کانال ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی، ۱۵۲ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري.