ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر: هېواد کې د تحصیلي برخې پرمختګ ته ژمن یوو

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د هېواد لوېدیځ زون د تحصیلي بنسټونو له مسولینو، استادانو او محصلینو سره په لیدنه کې د زده‌کړو پر ښه‌والي او د علم په پرمختګ خبرې کړې دي.
په یاده ناسته کې ښاغلي ندیم ویلي، چې “اسلامي امارت د هېواد له تعلیمي او تحصیلي نظام څخه د ملاتړ په پار په خپل ټول توان هڅه کوي، چې بهر ته تللي استادان بېرته هېواد ته راستانه شي، تر څو په ګډه د افغانستان د پرختګ او ودانولو لپاره کار وکړو.”


نوموړي د مدرسې او پوهنتون تر منځ پر اړیکو جوړولو ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ لوړو زده‌کړو وزارت هڅه کوي چې پوهنتون او مدرسه د علمي مرکزونو په توګه له یو بل سره نیږدې اړیکې ولري او د علم د تولید په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.
دغه راز ژمنه یې کړې چې په نیږدې راتلونکي کې به د هېواد د تحصیلي بنسټونو د استادانو د ستونزو حل په برخه کې عملي ګامونه واخلي.
په دې ناسته کې د هرات والي مولوي شیخ نوراحمد اسلام جار د علم پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي، چې زموږ ځواک زموږ په یووالي او پوهه کې دی. نوموړي زیاته کړې چې علماء کرام او د تحصیلي بنسټونو استادان باید په لوړ همت او قوي ارادې سره د هېواد د بچیانو سالمه روزنه وکړي، تر څو مو استعدادونه د هېواد د پرمختګ او ودانولو جوګه شي.