ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1430

ارګ کابل کې د ګلبدین حکمتیار په دفتر برید په کلکه غندلی

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل  کې د جهادي مشر ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید په کلکه غندلی.

د رییس‌الوزرا د سیاسي معاونیت دفتر په یوه اعلامیه کې وايي، “مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جهادي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید په کلکه غندي او ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت به د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي”

په اعلامیه کې راغلي؛ امنیتي ځواکونه مسؤولیت لري چې د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي، خو د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره له خلکو غواړو چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د جهادي مشر ګلبدین حکمتیار پر دفتر د برید له امله د نوموړي یو ملګری شهید او دوه نور ټپیان شوي دي.

کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې نشي خرابولای

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کابل کې د پاکستان پر سفارت د ډزو په اړه ویلي، چې دا ډول پېښې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې نشي خرابولای.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي، د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې غندلې او ډاډ یې ورکړی، چې د سفارت امنیت ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او د پیښې عاملینو به پیدا او قانون منګولو ته وسپارل شي.

د بلخي په وینا؛ بلاول بوټو څرګنده کړې چې دا ډول پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نشي خرابولای او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې په دې ډول شومو کړنو کې بریالي شي.

ترینکوټ کې د یوه چک ډیم د جوړېدو چارې پېل سوې

د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د FEO موسسې په مالي ملاتړ د یوه چک ډیم د جوړېدو چاري پيل سوې، چې په اتو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د روزګان والي مولوي محمد علي جان احمد د یاد چک ډیم د پرانیستې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د دا ډول نورو پروژو د پلي کولو او خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابرولو هڅې کوي.
نوموړي د سیمې له خلکو غوښتي، چې د پروژې د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.
د یاد ولایت د اقتصاد رییس دا ډول پروژې د سیمې د پرمختګ او خلکو د اقتصادي ودې لپاره خورا مهمې او حیاتي ګڼلې دي او ویلي یې دي، چې د پروژې د پلي کولو پر مهال به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو به یې زرګونه جرېبه ځمکې خړوبه شي.
د سیمې اوسېدونکي خوښ دي او وایي، چې دارنګه پروژې یې د سیمې د پرمختګ او د کلیوالو د اقتصادي ودې لپاره اغیزمنې او اړینې دي.

د زړه د حملې په اړه طبي سپارښتنه

د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې زړه ته وینه او اکسيجن رسوونکي رګونه يو دم بند شي.
د زړه د حملې نښې نښانې:

د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي.

د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي

خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې

د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس

چټک، کمزوری او غير منظم نبض
که تاسو ته پورته اعراض پيدا شي کوښښ وکړئ چې په ځمکه کېنئ، دېوال ته تکيه ووهئ او حرکت و نه کړئ.

که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي.

روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ.

ډاکټر امان شمس

د لوګر له والي مولوی عنايت الله سره ځانګړې مرکه