د فوټبال نړیوال جام؛ ارجنټاین بل پړاو ته لاره پیدا کړه
قطر کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې د ارجنټاین ملي لوبډلې پولنډ ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو دویم پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
د یاد جام په بله لوبه کې د مکسیکو ټیم د سعودي عربستان لوبډلې ته دوه یې پر صفر ماتې ورکړه او څلورو نومرې یې خپلې کړې.
د دې تر څنګ پولینډ په درېیو لوبو کې دوه ګلونه خوړلي او دوه یې وهلي او د مکسیکو لوبډلې بیا درې ګلونه خوړلي او دوه وهلي، چې له امله یې پولینډ دویم پړاو ته لاره پیدا کړه او مکسیکو لوبډله حذف شوه.
د فوټبال ۲۰۲۲ نړیوال جام لوبې د نومبر میاشتې په ۲۰ مه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل شوې او د ډسمبر تر ۱۸ به دوام وکړي.
په دې نړیوال جام کې ټولټال ۳۲ لوبډلو ګډون کړی، چې یو له بل سره به ۶۴ لوبې ترسره کوي.
له سریلانکا سره درېیمه یوه ورځنی لوبه؛ ابراهیم ځدراڼ زیات ریکارډونه پخپل نوم کړل
افغانستان سريلانکا ته په درېیمه یوې ورځنۍ لوبه کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۴ منډې هدف وټاکه.
په یاده لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ګڼ ریکارډونه پخپل نوم ثبت کړل.

ابراهیم ځدراڼ لومړی افغان شو چې د یوې ورځنیو سیالیو یوه لوبه کې یې ۱۶۲ منډې جوړې کړې.
لومړی افغان شو چې د یوې ورځنیو سیالیو په یوه لوبه کې یې د افغانستان لپاره له ۱۵۰ زیاتې منډې جوړې کړې.
ابراهیم ځدراڼ لومړی افغان شو چې د سريلانکا د پالیکلې په میدان کې د یوې ورځنیو سیالیو یوې لوبې کې ۱۶۲ منډې کوي. نوموړي په دې میدان کې د سري لانکا د پخواني مشهور لوبغاړي دلشن ریکارد هم مات کړ.

د دې تر څنګ ابراهیم ځدراڼ لومړی افغان شو چې د سریلانکا خلاف سریز کې دوې سلیزې کوي.
ابراهیم ځدراڼ په دې سریز کې تر ټولو زیاتې ۲۷۸ منډې جوړې کړې وې او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
ملا خیرالله خیرخواه: رسنۍ د اسلامي او ملي ارزښتونو او ملي یووالي په ساتنه کې مهم رول لري
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو او د رسنیو د مسولینو تر منځ د همغږۍ او ملاتړ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر او مرستیالانو او د مرکزي ویاندویانو تر څنګ د ملي تلویزیون او بېلا بېلو رسنیو مسولینو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې په اوسني عصر کې رسنۍ دیوه هېواد په ابادۍ، پرمختګ، اسلامي او ملي ارزښتونو او ملي یووالي په ساتنه کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو چې د رسنیو ټولو ستونزو ته په سم ډول رسېدنه وکړو او له رسنیو نه مو غوښتنه داده، چې د هېواد ملي ګټو او ملي یووالي ته کار وکړي او پر حقایقو ولاړ راپورونه له ملت سره شریک کړي
د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ اسلامي امارت د رسنیو اهمیت او ارزښت پېژني او هڅه کوي، چې رسنۍ مو لا زیاتې پیاوړې او مسلکي شي او اطلاعاتو ته ښه لاسرسی ولري.
ښاغلي مجاهد ژمنه کړې، چې د اسلامي امارت چارواکي به په نننۍ ناسته کې د رسنیو د مسوولینو له لوري وړاندې شویو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ارګ: د سمنګانو په یوې دیني مدرسه کې د چاودنې عاملین به په سزا ورسیږي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د یوې اعلامې په خپرولو سره د سمنګانو د ایبک ښار په یوې دینې مدرسه کې د تېرې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې او عاملینو ته یې د اسلام د دښمنانو خطاب کړی.
مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې د دې پېښې عاملین به پيدا او په سزا ورسیږي.
د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي، چې د اسلام او افغانستان دښمنانو د قران او سنت زدهکوونکو باندې په برید کولو سره له اسلام سره خپله دښمني څرګنده کړه او ژر تر ژره به د دې شوم عمل سزا ورکړل شي.
د سمنګانو د مرکز ایبک په یوې دیني مدرسه کې د تېرې ورځې چاودنې له امله ۱۰ تنه زدهکوونکي شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د اقتصادي کمیسیون غونډه؛ د شهزاده سرای تر څنګ د سوداګریز مرکز په جوړولو بحث وشو
د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون غونډه کې د شهزاده سرای تر څنګ د سوداګریز مرکز په جوړولو هر اړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ، د ښار او کور جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ مسلکي انجنیران دې د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د پانګونې د تسهیل ریاست د استازيو په شتون کې د یاد سوداګریز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخیز ډول وڅېړي او راپور یې دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د ډبرو سکرو او په کانونو پورې اړوندو موضوعاتو د څېړنې په موخه بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي پلاوي راپور واورېدل شو او له بحث وروسته تایید شو.
دغه راز تصمیم ونیول شو چې د کانونو او پټرولیم وزارت د یو معین په مشرۍ دې په ولایتونو کې د مرکزي وزارتونو او ادارو د اړوندو ریاستونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شي، تر څو د کانونو ټولې اړوندې چارې وڅاري.
د دې تر څنګ د مس عینک په کان کې د شته لرغونو اثارو د لېږد په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر چمتو شوې طرحه بحث او په دې اړه اړوندو مسوولینو ته اړینې لارښوونې شوې دي.
د بلخ والي د قوش تیپې کانال له چارو لیدنه وکړه
د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل کلدار ولسوالي ته د سفر په ترڅ کې د قوش تیپې کانال له د چارو له پرمختګ څخه لیدنه کړې.
نوموړي په دغه لیدنه کې د قوش تيپې کانال د افغانانو لپاره د هیلو څرک او د کرنیز او اقتصادي پرمختګ راز یاد کړی دی.
د بلخ د ولایت مقام ویاند وايي؛ د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي چې د دې سترې پروژې چارې په ښه ډول پر مخ یوسي.
د قوش تیپې کانال د هېواد په شمال کې د اوبو له سترو کرنیزو کانالونو څخه دی، چې تر اوسه یې د لومړي فاز له عمومي حجم څخه ۴۲ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د کرنې او مالداري وزارت مرستیال: کرنیز تولیدات باید معیاري او سوداګریزې شي
د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت مرستیال مولوی صدراعظم چې د کابل پوهنتون دکرنې پوهنځی د څېړنیزو پوسټرونو په نندارتون کې یې ګډون کړی و ویلي، چې «کرنیز تولیدات باید معیاري، سوداګریز او صنعتي شي.»
مولوی صدر اعظم زیاته کړې چې «د افغانستان ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالداري بوخت دي او کرنه معیاري څېړنې ته اړتیا لري.»
له بل لوري د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز په دې نندارتون کې ویلي چې «افغانستان یو کرنیز او په کرنه متکي هېواد دی، په دې برخه کې د مسلکي کسانو روزنه او څېړنې اړینې چارې دي او موږ معیاري څېړنو ته اړتیا لرو.»
د کابل پوهنتون کې د کرنیزو پوسټرونو نندارتون، د لوړو زده کړو او کرنې وزارتونو د مرستیالانو، دکابل پوهنتون د رییسانو او استادانو، متخصصینو او زده کړیالانو په حضور کې جوړ شوی و.
حنا رباني کهر: “پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري”
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر له مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او له لاسته راغلو فرصتونو باید سمه ګټه واخیستل شي.
نوموړې د ستونزې د ژر حل غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی.
مولوي عبدالسلام حنفي د ټاپې، ټاپ، کاسا زر او پېښور-کابل-ترمذ رېل پټلۍ په څېر سترو پروژو د تطبیق په برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، موږ د ډبرو سکرو د سوداګرۍ میکانیزه کولو په لټه کې یوو او په همدې موخه مو بین الوزارتي باصلاحیته ګډه کمېټه جوړه کړې ده.








