ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1431

عربي شعر ته ځغلنده کتنه

عربي شعر ته ځغلنده کتنه

ليکنه: عبدالسميع سعيد

عربي شعر د لوړتيا او پرمختګ څوکو ته رسېدلی دی، شعر د عربي أدب هغه اړخ دی چې دې ژبې ته يې رنګ، ښکلا او درنښت ور په برخه کړی دی.
بله هېڅ ژبه او أدب د عربي ژبې پۀ څېر نوښتونه او پنځونې نلري، دا يواځنۍ ژبه ده چې په مختلفو وختونو کې يې نوي نوي شعرونه رامنځته کړي دي، که ووايو چې: شعر خدای يواځې د عربي ژبې لپاره پيدا کړی نو زياتی به مو نه وي کړی.
هر عصر او زمانې سره عربي أدب د شعر نوی ډول او بېلګه وړاندې کړې ده، د مثال په توګه:
د اسلام څخه دمخه د جاهليت په زمانه کې د معلقات په نامه شعرونه موجود وه، هغه شعرونه چې شاعرانو به پکې يو تر بله مسابقې کولې، دې ډول شعرونو ته يې ځکه معلقات ويل چې د کعبې په دروازې او دېوال پورې به زوړند او نښلول کېدل، يا دا چې له دې امله ورته دا نوم غوره شوی وو چې پاچا به کومه قصيده خوښه کړه نو په خپله خزانه کې به يې له ځانه سره ساتله.
د جاهليت په زمانه کې اوه مشهور معلقات وو، چې عبارت دي له:
د إمرئ القيس معلقة.
د طرفة بن العبد معلقة.
د زهير بن أبي سلمیٰ معلقة‌.
د لبيد بن ربيعة معلقة.
د عمرو بن کلثوم معلقة.
د عنترة بن شداد معلقة.
او د حارث بن حلزة معلقة.

بيا د اسلام په راتګ او د امويانو د خلافت پر مهال شعر نوې بڼه غوره کړه او د نقائض په نامه شعرونه راڅرګند شوه، دا هغه شعرونه وه چې شاعرانو به د يو بل بد يادولو، رټلو او چيلنج کولو لپاره سره ويل، ددې ډول شعرونو تر ټولو مشهور يې هغه دي چې د جرير او فرزدق ترمنځ تبادله شوي دي، وايي ددوی دواړو ترمنځ ددې شعرونو تبادله تر پنځه څلويښت کلونو دوام وکړ، همدا راز د جرير او أخطل ترمنځ ۱۹ کاله دا ډول شعرونه تبادله کېدل.

وروسته له دې د عباسيانو په دور کې د مقامات په نامه شعرونه راڅرګند شوه، دا هغه شعرونه دي چې په يوې معلومې کيسې او پېښې راڅرخي، ددې شعرونو رامنځته کوونکی بديع الزمان الهمذاني دی، هغه څوک چې په لومړي ځل يې دا فن رامنځته کړ.
د نوموړي د مقاماتو څخه يو هم المقامة القريضية ده، دا هغه شعري مقامة ده چې د ځينې شاعرانو د شعرونو يادونه پکې شوې ده.
بله يې المقامة الأصفهانية ده چې په دې کې وايي:
إن الناس أغبياء يقودهم الشخص کما يشاء — وإذا إنتهت الغاية منهم يجب مفارقتهم ولو بالموت.
ژباړه: بېشکه دا خلک ناپوهه او جاهل دي؛ ځکه يوۀ سړي د خپلې خوښې مطابق مخکې کړې دي — او کله چې ترې خپل هدف پوره کړي، بيا نو که په مرګ هم وي ځان خلاصول پرې لازم دي.
وروسته أبو القاسم الحريري په دې برخه کې نوښتونه رامنځته کړه، او په دې برخه کې لوړې درجې ته ورسېده.

بل قسم او ډول ددې شعرونو څخه موشحات دي، دا هغه شعرونه دي چې په نفسي عاطفې پيل او په يادې عاطفې پای مومي، معنی دا چې شاعر په دې ډول شعرونو کې د خپل زړۀ بړاس راباسي، خپله مينه، عشق او محبت څرګندوي، او غواړي له خپل درد څخه نور خبر کړي.
دا هغه شعرونه دي چې منظوم او په خاص وزن برابر وي، چې لږ تر لږه بايد له پنځه بيتونو کم نه وي.
د لومړي ځل لپاره دا ډول شعرونه په أندلسي دور کې را څرګند شوه.
ددې شعر تر ټولو غوره شاعران عبارت دي له:
إبن زُهير الحفيد.
لسان الدين بن الخطيب.
الأعمی التطيلي.

دا د عربي شعر هغه ډولونه وه چې په هر نوي پړاو کې راڅرګند او غوړېدلي وو، او عربي أدب ته يې په نورو باندې امتياز او غوره والی ور په برخه کړی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قاضي ګل الرحمن په مشرۍ د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ټولنې رهبري پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې د یادې ټولنې مشر افغانستان کې د واقعي اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو غوښتنه بللې او ویلي، یې دي چې د اسلامي نظام د استحکام او ثبات لپاره اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

د یادې ټولنې غړو ویلي، چې په سختو شرایطو کې یې د افغانستان د باسواده کېدو او د هېواد د پرمختګ لپاره د لوړو زدکړو په برخه کې پانګونه کړې.

د دې ټولنې راغلي پلاوي په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستو غوښتنه کړې او په دې برخه کې يې خپل وړانديزونه او مشورې شريکې کړې دي.

یاد پلاوي زیاته کړې، چې له پوځي او سیاسي بریا وروسته اړتیا ده اوس په اقتصادي او علمي برخو کې هم افغانستان واقعي خلپواکۍ او ځان بسياينې ته ورسېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له دوی څخه مننه کړې او ویلي، یې دي چې اسلامي امارت د ټولو افغانان ګډ نظام دی او هر افغان پکې د نظر او مشورې ورکولو حق لري.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی، خو هڅه کوي رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي.

سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې زياته کړې؛ افغانستان په بېلابېلو برخو کې متعهدو او ژمنو کادرونو ته اړتیا لري او ډاډ یې ورکړ چې پر نظرياتو او مشورو به يې غور وشي.

کابل کې د ایران نوی سفیر: افغانستان کې پانګونې ته بشپړ چمتووالی لرو

د افغانستان لپاره د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د دې هېواد سرپرست سفیر حسن کاظمي قُمي د یو پلاوي په مشري د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.

ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د ایران نوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د بریالي ماموریت د ترسره کولو هیله يې څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو، تګ راتګ او تجارت پر زیاتوالي خوښي وښوده.

کابل کې د ایران سرپرست سفیر په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزې او نړیوالې سوداګرۍ د رامنځته کولو په برخه کې د دواړو هېوادونو پر جغرافیايي ارزښت او د مناسب فرصت په منځته راتګ خبرې وکړې.

ښاغلي قُمي زیاته کړه، چې هېواد یې افغانستان کې د زیربنايي او اقتصادي پروژو لکه معادن، انرژي، ریل پټلۍ او داسې نورو برخو کې  پانګونې ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي څخه دې هېواد  کې د افغان زندانیانو د خلاصون او افغان مهاجرینو د بانکي حسابونو په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ایراني پلاوي په دې اړه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

حسن کاظمي قمي: ایران چمتو دی چې له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې همکاري وکړي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشري پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د زیاتوالي لپاره یو ښه فرصت ګڼلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو، انرژي او کرنې په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت له لوري د پانګونې لپاره هر ډول همکاري ته چمتو دی.

د ایراني پلاوي مشر حسن کاظمي قمي په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت بې مخینې یاد کړی او ویلي یې دي، چې له دې وضعیت څخه باید خپله افغانان او د سیمې هېوادونه په ښه ډول ګټه پورته کړي. نوموړي زیاته کړې چې دوی چمتو دي، له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې همکاري وکړي.

ښاغلي قمي ویلي، چې ایران د کانونو په استخراج او کرنه کې په کافي اندازه تجربه لري او دوی اماده دي چې خپلې عملي تجربې له افغانانو سره شریکې او په دې برخه کې عملآ پانګونه وکړي.

په یاده ناسته کې دواړو لورو په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي.

ښاغلي ملا برادر د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله له ایران څخه مننه کړې او د دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

په پای کې دغه ناسته مثبته او د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي پرمختیاوو وسیله بلل شوې او د دې ډول ناستو د جوړېدو پر دوام ټینګار شوی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند: مالیات د یوه هېواد د ملي عوایدو په تامین کې مهم رول لري

د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د مالي جریمو معافیت او د صنعت او تجارت ملاتړ تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په ګډون د اسلامي امارت ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په یاده غونډه کې ویلي، چې مالیات د یوه هېواد د ملي عوایدو په تامین کې مهم رول لري او همدا مالیات دي، چې د هېوادونو ملي بودیجه جوړوي او د ولسونو امنیت، عامه خدمتونه او هوساینه تضمینوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې ملي بودیجه له کورنیو عوایدو برابرېږي، نو د مالیاتو په راټولولو کې شفافیت رامنځته کول اړین دي.

د ښاغلي برادر په وینا؛ د سوداګرو او صنعت کارانو په ګډون د ټول هېواد د وګړو مسولیت د اسلامي امارت پر غاړه دی او په کار ده، چې په هره برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې او د مال او عزت ساتنه یې وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د مالیاتي جریمو معافیت ته په اشارې سره ویلي، چې د پینځه کلنې او درې کلنې بررسي له امله سوداګر له ستونزو سره مخ دي او ډېری بهر مېشتي سوداګر هېواد ته د راتګ زړه نشي ښه کولای.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له مالیې وزارت څخه غوښتي، چې دې ستونزې ته اساسي حل لاره پیدا او خپل اجرايي میکانیزم دې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي، تر څو په لوړه کچه یې په اړه تصمیم ونیول شي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له سوداګرو او صنعت کارانو غوښتنه کړې، چې خپلې مالیې دې په شفاف ډول اړوندو ارګانونو ته وسپاري، تر څو په راتلونکي کې اسلامي امارت وتوانیږي، چې له خپلو کورنیو عوایدو خپل لګښتونه پوره کړي.

ملګرو ملتونو افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر وړاندې روانه مبارزه ستایلې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر وړاندې روانه مبارزه ستایلې او ويلي يې دي، چې په دې هېواد کې د اميرالمؤمنين د فرمان له صادرېدو وروسته د کوکنارو د کښت کچه کمه شوې ده.

یاد سازمان ویلي، که څه هم د روان کال په سر کې افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی و، خو تر دې دمه اسلامي امارت له دغې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې د اميرالمومنین فرمان سم عملی کړی.

ملګرو ملتونو تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې به په بشپړ ډول د دې فرمان عملي کېدو ته هیله مندي ښودلې.

په همدې حال د کورنیو چارو وزارت په تېر یوه کال کې له نشه‌يي توکو سره د کلکې مبارزې خبره کوي او وايي، په ټول هېواد کې به د کوکنارو کښت صفر کړي

باور دا دی، چې د کوکنارو د کښت مخنیوي په اړه د اميرالمؤمنين فرمان نړېوالو ته د اجرایوي ضمانت حیثیت لري او په کار ده چې نړېوال هم په دې برخه کې له افغان حکومت سره د همکاري ګام پورته کړي.

شاوخوا درې اونۍ کېږي؛ د افغانستان په تودو ولایتونو کې د کوکنارو د نوي فصل وخت پيل شوی خو د اسلامي امارت مسولین وايي، چې امنيتي ځواکونو د روزګان، هلمند، لغمان، کونړ او یوشمېر نورو ولایتونو کې تر سل زره جريبه ډېره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

یوې متشبثې مېرمنې کابل کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده

یوې متشبثې مېرمنې کابل کې د ډبرو سکرو د تصفیې په برخه کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د نوبهار شرکت مالکه عزیزه افضلي په دې بریالۍ شوې، چې د سمنګان ولایت د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان د کېندلو او د ډبرو سکرو د تصفیې قرارداد تر لاسه کړي.

 نوموړې وایي، چې د کانونو د کېندلو تر څنګ توانېدلې چې د ډبرو سکرو د تصفیې کارخونه هم جوړه کړي.

د دې کارخونې کارګران دوی ته د کاري زمینې په برابرېدو خوښ دي او په دې برخه کې له اسلامي امارت څخه د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره مېرمن افضلي لومړۍ ښځه ده، چې توانېدلي د ډبرو سکرو د کېندلو تړون وګټي او د کاري زمینو برابرولو په برخه کې هڅې وکړي.

د تاتارستان او ایران پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

د تاتارستان او ایران پانګوالو افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.

د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر په مشري د کانونو او پټروليم وازرت له استازو او همدارنګه د تاتارستان او ایران له پانګوالو سره انلاین غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اوبو او برېښنا په برخه کې د ګډې پانګونې       (KR Group) په اړه د تاتارستان جمهوریت او د ایران  د پانګوالو ترمنځ خبرې اترې وشوې.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، یاده غونډه کې د اوبو او انرژي او د کانونو او پټرولیم وزارتونو استازو د هغو پروژو په اړه چې په بېلابېلو ولایتونو کې پانګونې ته چمتو دي توضیحات ورکړل شول.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، هغه مسوده چې د اوبو او انرژي او د کانونو او پټرولیم وزارتونو له خوا چمتو شوې له دواړو لوریو سره به شریکه کړي.

دغونډې په پای کې د تاتارستان د KR ګروپ د چارواکو او د ایران پانګوالو ترمنځ د مخامخ کتنې د وخت او ځای او د دغه هوکړه لیک د لاسلیکېدو په هکله پرېکړه وشوه.

د روسيي د امنیت شورا مرستیال چین ته سفر کړی

د روسيي د امنیت شورا مرستیال دیمتري مدویدوف چین ته تللی او هلته يې د دې هېواد ولسمشر شي جي پینګ سره لیدلي.

د روسيي امنیت شورا ویلې ، چې مدویدوف په دغه سفر کې د روسيي ولسمشر پیغام د چین ولسمشر ته استولی او په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او همکاریو خبرې شوې.

د روسيې دغه لوړ پوړی چارواکی داسې مهال چین ته سفر کوي چې د اوکراین ولسمشر ویلادي میرزلنسکي امریکا ته سفر کړی او سپینه ماڼۍ کې یې له جوبایډن سره کتلي دي.