ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ایران نوی سفیر: افغانستان کې پانګونې ته بشپړ چمتووالی لرو

د افغانستان لپاره د ایران ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د دې هېواد سرپرست سفیر حسن کاظمي قُمي د یو پلاوي په مشري د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.

ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د ایران نوي سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او د بریالي ماموریت د ترسره کولو هیله يې څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو، تګ راتګ او تجارت پر زیاتوالي خوښي وښوده.

کابل کې د ایران سرپرست سفیر په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزې او نړیوالې سوداګرۍ د رامنځته کولو په برخه کې د دواړو هېوادونو پر جغرافیايي ارزښت او د مناسب فرصت په منځته راتګ خبرې وکړې.

ښاغلي قُمي زیاته کړه، چې هېواد یې افغانستان کې د زیربنايي او اقتصادي پروژو لکه معادن، انرژي، ریل پټلۍ او داسې نورو برخو کې  پانګونې ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي څخه دې هېواد  کې د افغان زندانیانو د خلاصون او افغان مهاجرینو د بانکي حسابونو په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ایراني پلاوي په دې اړه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.