د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشري پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د زیاتوالي لپاره یو ښه فرصت ګڼلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو، انرژي او کرنې په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت له لوري د پانګونې لپاره هر ډول همکاري ته چمتو دی.
د ایراني پلاوي مشر حسن کاظمي قمي په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت بې مخینې یاد کړی او ویلي یې دي، چې له دې وضعیت څخه باید خپله افغانان او د سیمې هېوادونه په ښه ډول ګټه پورته کړي. نوموړي زیاته کړې چې دوی چمتو دي، له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې همکاري وکړي.
ښاغلي قمي ویلي، چې ایران د کانونو په استخراج او کرنه کې په کافي اندازه تجربه لري او دوی اماده دي چې خپلې عملي تجربې له افغانانو سره شریکې او په دې برخه کې عملآ پانګونه وکړي.
په یاده ناسته کې دواړو لورو په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي.
ښاغلي ملا برادر د افغان کډوالو د کوربهتوب له امله له ایران څخه مننه کړې او د دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
په پای کې دغه ناسته مثبته او د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي پرمختیاوو وسیله بلل شوې او د دې ډول ناستو د جوړېدو پر دوام ټینګار شوی دی.

