د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د مالي جریمو معافیت او د صنعت او تجارت ملاتړ تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال په ګډون د اسلامي امارت ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په یاده غونډه کې ویلي، چې مالیات د یوه هېواد د ملي عوایدو په تامین کې مهم رول لري او همدا مالیات دي، چې د هېوادونو ملي بودیجه جوړوي او د ولسونو امنیت، عامه خدمتونه او هوساینه تضمینوي.
نوموړي زیاته کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې ملي بودیجه له کورنیو عوایدو برابرېږي، نو د مالیاتو په راټولولو کې شفافیت رامنځته کول اړین دي.
د ښاغلي برادر په وینا؛ د سوداګرو او صنعت کارانو په ګډون د ټول هېواد د وګړو مسولیت د اسلامي امارت پر غاړه دی او په کار ده، چې په هره برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې او د مال او عزت ساتنه یې وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د مالیاتي جریمو معافیت ته په اشارې سره ویلي، چې د پینځه کلنې او درې کلنې بررسي له امله سوداګر له ستونزو سره مخ دي او ډېری بهر مېشتي سوداګر هېواد ته د راتګ زړه نشي ښه کولای.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له مالیې وزارت څخه غوښتي، چې دې ستونزې ته اساسي حل لاره پیدا او خپل اجرايي میکانیزم دې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي، تر څو په لوړه کچه یې په اړه تصمیم ونیول شي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له سوداګرو او صنعت کارانو غوښتنه کړې، چې خپلې مالیې دې په شفاف ډول اړوندو ارګانونو ته وسپاري، تر څو په راتلونکي کې اسلامي امارت وتوانیږي، چې له خپلو کورنیو عوایدو خپل لګښتونه پوره کړي.

