ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1454

د امام ابو حنیفه له نندارتون څخه په ۶ ورځو کې له ۳۰ زره زیاتو خلکو لیدنه کړې

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په تېرو شپږو ورځو کې د امام ابوحنیفه رح له ملي او  نړیوال نندارتون څخه له ۳۰ زره زیاتو خلکو ليدنه کړې.

د مسولینو په وینا؛ په دې نندارتون کې د ترکیې، پاکستان، ایران او د چین هېوادونو له پانګوالو او سوداګرو سره هوکړې ته رسیدلي، چې د افغانستان او د یادو هېوادونو ترمنځ ګډ نندارتونونه جوړشي .

له بل لوري په نندارتون کې ګډون کوونکي شرکتونه وايي، چې له دې لارې يې زیاته ګټه ترلاسه کړې او هېوادالو د کورنیو تولیداتو تود هرکلی کړی دی.

دغه‌راز توانیدلي چې د کورنیو شرکتونو سربېره د نړیوالو موسسو او پانګوالو سره د پلور او پېر تړونونه لاسلیک کړي .

د امام ابو حنیفه ۷ ورځنی ملي او نړیوال نندارتون تېره پنج‌شنبه د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري پرانستل شو، چې ۶۰۰ کورنیو او بهرنیو کمپنیو او تولیدي کارخونو خپل توکي نندارې ته پکې وړاندې کړي دي.

د يادولو وړه ده، چې دغه نندارتون به نن هم د خلکو پر مخ پرانستی وي.

جاپان له افغانستان سره څه باندې ۱۰۶ میلیونه ډالر مرسته کوي

کابل کې د جاپان سفارت له افغانستان سره د څه باندې ۱۰۶ ميليونه ډالرو د مرستې خبر ورکړی.

ياد سفارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي  چې “جاپان د افغانستان سره د ۱۰۶.۷ میلیونه ډالرو مرستې پرېکړه کړې، ترڅو د بشرپاله پروژو د پلی کولو او د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو امکان برابر کړي. موږ هیله لرو چې دا پروژې به د افغانانو د خوښۍ سبب شي.”

سرچينې زياته کړې، چې دا پروژې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او غیرې دولتي موسسو له لوري د ژوند د ښه کولو په موخه پلي کېږي.

افغانستان کې د جاپان سفارت ويلي، چې د ۱۰۶.۷ میلیونه ډالرو مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره د جاپان مرستی په مجموعي توګه ۳۳۵ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

د هند په کوربتوب د سیمې د هېوادنو ګډه امنیتي او اقتصادي ناسته

هند د افغانستان امنیتي وضعیت او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه د سیمې هېوادونو غوڼده بللې وه.
دا غونډه چې د افغانستان د یوشمېر ګاونډيو هېوادونو، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان په ګډون جوړه شوې وه، د افغانستان امنیتي وضعیت سربېره پر سیمه اییز امنیت او له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د هند د اقتصادي اړیکو پر غځولو خبرې شوې دي.
اسلامي امارت دې غونډې ته په اشاره وايي، چې اوسمهال افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی.

بل لوري ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست هم هند ته رسېدلی او د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو ټینګار کړی.
د یادې ناستې یوه مهمه برخه د چابهار بندر له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو سره د هند پر اقتصادي اړیکو تمرکز دی، چې د چارو د شنونکو په باور د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ورته ناستې ګټورې دي.

هند کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه داسې مهال د ګاونډیو هېوادونوغونډه جوړه شوې، چې افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته اسلامي امارت په ځلونو پر نړېوالو سټېجونو افغانستان کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او ټینګار يې کړی، چې له افغانستان څخه به هېڅ کوم هېواد ته ګواښ نه پېښږي.

نورستان کې د ۹۱ کلونو دښمني په دوستي بدله شوه

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت د رهبري او نورستان ولايت د ولايتي مسولينو د پرلپسې هڅو او ځايي خلکو په همکاري ددې ولايت کامديش او کوشتوز سيمو د اوسيدونکو تر منځ د اوبو او ځمکو پر سر د رامنځته شوې دښمني چې سلګونه کسان
پکې وژل شوي وو، په سوله او دوستي بدله شوه.
ددغې ۹۱ کلنې خونړۍ دښمنۍ د ختمولو د پرېکړې د اعلانولو په موخه د نورستان ولايت په مرکز کې ستره ولسي غونډه رابلل شوې وه، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري او ورسره مل لوړ رتبه پلاوي پکې ګډون کړی وو.
د منازعې د حل په موخه د ټاکل شوې جرګې مشر ملک سليمان، د نورستان ولايت والي مولوي محمد اغا حکيم او ځينو نورو ويناوالو د سولې او يووالي پر ارزښت خبرې وکړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري دې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د ولسونو تر منځ د شخړو او لانجو حلول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي او له نورستاني ولس او ولایتي مسولينو څخه يې ددې سترې دښمنۍ په دوستي بدلولو او شخړې هوارولو کې د همکاريو مننه وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزير د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدلي

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په ابوظبي کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ویست سره لیدنه کړې.

ملي دفاع وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي.

ښاغلي مجاهد د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد په ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد له ټام ويسټ غوښتي، چې نړۍ باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یو شمېر پوهنځیو د تحصیلي نصاب د پراختیا کلسټر له کاري جریانه لیدنه کړې

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو د جیولوجي او معدن، ځمک پېژندنې او چاپېریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا لومړي دور کلسټر د کار له جریان څخه لیدنه کړې.

 ښاغلي ندیم د دې لیدنې په لړ کې د معیاري، واحد او له نړیوالو معیارونو سره سم تحصیلي نصاب د ارزښت په اړه خبرې کړې.

لوړو زده‌کړو وزارت ویلي؛ د دې کلسټر لپاره د هېواد دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو سربېره د اړوندو ادارو متخصصین هم رابلل شوي، چې د ۵ ورځو په جریان کې به د یادو پوهنځیو پر تحصیلي نصاب تخصصي بحثونه وکړي.

د بشر پاله مرستو 40 میلیون ډالري کڅوړه کابل ته راورسېده

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشر پاله مرستو پر دوام د ۴۰ میلیون ډالرو بله کڅوړه هم کابل ته راورسېده.
روانه اونۍ کې دا دویمه کڅوړه ده،چې هېواد ته راځي.
د افغانستان بانک پر اصولي لارو هېواد ته د اسعارو د راتګ هرکلی کړی او دبانکي سکتور له لارې یې د دې مرستو د لګولو غوښتنه کړې ده.

د متحده عربي اماراتو د دولت رییس د افغان پلاوي تود هرکلی وکړ

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي.

ملي دفاع وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوې دي.

تر دې وړاندې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد متحده عربي امارتو کې له مېشت افغانانو سره هم لیدنه کړې وه. د دوی ستونزې یې اورېدلې او د حل ډاډ یې ورکړی وو.

ښاغلي مجاهد له دوی سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد په رغونه او پرمختګ کې باید ټول ونډه واخلي.

ترکي پانګوال: د انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لرو

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور پخپل کاري دفتر کې د ترکیې د صنعت کارانو او خپلواکو سوداګرو د ټولنې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې له بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو باندې د پانګونې په هکله بحث او خبرې کړې دي.

د اوبو او انرژي وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د ترکیې د صنعت کارانو او خپلواکو سوداګرو ټولنې غړو په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو، باد او لمریزو سرچینو څخه د انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

ښاغلي منصور د یادې ټولنې د لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې په پروسه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شوې او په افغانستان کې له هره اړخه پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.

د اوسپنې پټلۍ د چارو افغاني کولو په دوام؛ له منصور فاتح شرکت سره د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو

د حکومت د رسنیو په مرکز کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او منصور فاتح شرکت تر منځ د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، چې د ریاست الوزرا له ۶۴ او ۶۴۷ شمېرو احکامو د تعمیل له مخې د یادې پروسې لپاره د ادارو ګډ هیئت وټاکل شو، چې دا پروسه بریالی او نن یې قرارداد لاسلیک کېږي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ملا بخت الرحمن شرافت ویلي، چې پخوانی قرارداد د هېواد په زیان وو، ځکه چې قراردادي شرکت ته په کلني ډول د ۱۵ میلیونه ډالرو شاوخوا پیسې ورکول کېدې او د اوسني قرارداد له مخې به نوي قراردادي ته د کال ۴ میلیونه شاوخوا امریکایي ډالر ورکول کیږي او په ۲ کالو کې به خپل ټول ظرفیت افغاني انجنیرانو ته لېږدوي.

د منصور فاتح شرکت معاون بیسن بای مخانوف ویلي؛ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره نوي تاسیس شوې او هڅه کوو چې افغاني انجنیرانو ته په لوړ ظرفیت روزنه ورکړو، تر څو له دوو کلنو وروسته د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې خپله ترسره کړي.

په پای کې یاد تړون چې میاشتنی لګښت یې ۳۴۸۹۸۶ امریکایي ډالر دي او موده یې ۲ کاله ده، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست او د منصور فاتح شرکت د معاون له لوري لاسلیک او د چارو ادارې له لوري د تسهیل کوونکي په توګه هم لاسلیک شو.

له دې تړون سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ چارو مدیریت پروسه ټوله افغاني شوه او قراردادي شرکت یوازې په تخنیکي برخه کې چې د لوکوموتیونو او یو شمېر تخنیکي متخصصینو برابرول دي، خدمتونه وړاندې کوي.

دا تړون د افغانستان لپاره ډیرې ګټې لري، چې له ډلې یې د تړون د لګښت خورا ډیر کموالی، د خدمتونو د وړاندې کولو زیاتوالی، افغاني کادرونو ته د ظرفیت لېږد او هغوی ته د عملي کار فرصت برابرول او په ټوله کې د پروسې د مدیریت افغاني کېدل یادولای شو.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د حیرتان-مزارشریف د انتقالاتو، ساتنې او مراقبت قرارداد له ۱۱ کلنو راهیسې له یوې ازبکستاني کمپنۍ سره وو، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په دوامدارو هڅو او سخت کار او د اسلامي امارت د رهبري په ځانګړي ملاتړ د یادې پروژې چارې افغاني شوې او نوی قراردادي شرکت یوازې لوکوموتیونه او یو شمېر تخنیکي متخصصین د ادارې په اختیار کې ورکوي.