مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت له توپیر پرته د هر افغان د ستونزې د حل لپاره هڅه کوي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کندوز د کلباد ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې یادو قومي مشرانو د اسلامي امارت پر همکارۍ خوښي وښوده او خپلې ستونزې او غوښتنې یې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له توپـــیر پرته د هر افغان د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي او اسلامي نظام د ټولو ګډ کور دی.
د کډوالو وزیر دغه راز د کندوز د کلباد ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د حج او اوقافو وزیر د زړو قرآنکریمونو ساتلو له ځای څخه لیدنه وکړه
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د یوه هیأت په مشرۍ په کابل کې د زړو قرآن کریمونو د خوندي ساتلو له جوړېدونکي ځای څخه لیدنه کړې.
یاد ځای د دارالامان په غرنیزه سیمه کې جوړېږي چې دا مهال یې د جوړولو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځانګړې لارښوونې پر اساس د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دیني کتابونو او نورو مقدسو اوراقو ساتلو په موخه ځانګړي ځایونه جوړېږي.
ښاغلي ثاقب د یادې پروژې د مسولینو او کارکوونکو له هڅو او روانو چارو ستاینه وکړه او دغه کار یې د مقدسو اوراقو د درناوي او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهم او ارزښتناک وباله.
نوموړي د چارو د لا ښه تنظیم، چټکتیا او معیاري بشپړېدو په موخه اړوندو مسولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
روسي شرکتونه د کرنې برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د درې روسي شرکتونو له مسولینو سره د کابل او مسکو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې دې کتنه کې د روسي شرکتونو مسولینو د کرنې برخه کې له افغانستان سره ګډ کار او همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
ورته مهال، په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د کابل او مسکو ترمنځ پر پراخو اړیکو په ټینګار وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د کرنې وزارت له سترو بهرنیو شرکتونو سره د همکاریو پراخولو ته لېواله دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د نوې ټکنالوژۍ لېږد او د کرنې نوې لارې چارې کولی شي د هېواد د کرنې د سکټور په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي، چې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او بنسټونو د تشویق او هڅونې له لارې، په هېواد کې د پانګونې، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو او د لنډمهالو او اوږدمهالو پروژو د تطبیق زمینه برابره کړي.
مولوي ذبیحالله مجاهد: د اسلامي امارت ترمنځ د اختلاف په اړه د بيبيسي راپور حقیقت نه لري
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، د بي بي سي راپور چې د اسلامي امارت ترمنځ یې د اختلاف ادعاوې کړې دي حقیقت نه لري.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په لیکو کې هېڅ ډول اختلاف نشته، هرڅه د اسلامي شریعت پر اساس ترسره کېږي او اختلاف ته هېڅ ډول ځای نشته.
نوموړي ویلي، هغه واړه موضوعات چې نظرونه پکې متفاوت وي، هيڅ کله د اختلاف په معنا نه ده. د اسلامي امارت ترمنځ کلک وحدت، اطاعت او یووالی موجود دی، چې د اختلاف هېڅ ویره نشته.
اداري کمېسیون غونډه وکړه
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د نفت او ګازو ادارې او د ښاروالیو د انسجام عمومي ریاست پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو په اړه د لا زيات غور او ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.
محمد سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې سره وکتل
په دوحه کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې وینسا متار سره وکتل.
قطر کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او د دې کمېشنرۍ د بشردوستانه مرستو په تړاو خبرې کړي.
په دې کتنه کې محمد سهیل شاهین د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بشرپاله رول د لاپیاوړتیا هیله وښوده.
د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهییزو ګډو زدهکړو له قومندانۍ څخه سلګونه تنه فارغ شول؛
ملي دفاع وزارت وایي، د تخار، بغلان او پنجشېر ولایتونو څخه د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي ۳۵۰ تنه ځوانان د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهییزو ګډو زدهکړو قومندانۍ د مسلکي، عقیدتي او نظامي زدهکړو له درې میاشتنۍ دورې څخه فارغ شول.
مسولینو په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې فارغو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې له خلکو سره غوره چلند او په ټولو شرعي چارو کې د امراوو اطاعت وکړي.
د یاونې وړ ده، یادې شوې مراسمو کې د کابل د علماوو شورا رییس، خلیفه دین محمد، د ستراتیژي او پالیسي معینیت مرستیال مولوي علي محمد معتصم، د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد محمدي، د عقیدتي او امربالمعروف چارو رییس مولوي سیداغا ابومقبول عاکف، د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیبالله مدني او ګڼ شمېر نورو مسولینو ګډون درلود.







