عمان ته د لوړو زدهکړو وزیر د لاستهراوړنو ډک سفر پای ته ورسېد
عمان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم درې ورځنی سفر د پام وړ علمي، تحصیلي او ډیپلوماټیکو لاستهراوړنو سره پای ته ورسېد.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وایي، چې د دې سفر په لړ کې ښاغلی ندیم د عمان د لوړو وزارت له مسولینو سره د کتنو سربېره د دې هېواد له یو شمېر مشهورو پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زدهکړو وزیر د عمان د لوړو زدهکړو وزارت له مسولینو سره په کتنه کې د علمي هوکړهلیکونو د لاسلیک، د دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تحصیلی اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي ندیم دغه راز د عمان پوهنتونونو له مسولینو سره په جلا لیدنو کې د علمي همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو، د تحصیلي برنامو د پراختیا او د عملي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او د دې پوهنتونونو له لابراتوارونو، کتابتونونو او درسي ټولګیو څخه یې لیدنه وکړه.
د لوړو زدهکړو وزیر د عمان له مفتي اعظم شیخ احمد بن حمد الخلیلي سره هم لیدنه وکړه.
شیخ ندا محمد ندیم د دې سفر پر مهال د عمان له ستر جامع جومات «سلطان قابوس» او ملي موزیم څخه هم لیدنه وکړه.
نوموړي دغه راز د دې سفر پر مهال په عمان کې له مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې د دوی غوښتنې له نږدې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ نوې پرېکړه: افغان لوبغاړي په يوه کال کې يوازې درېيو بهرنيو ليګونو کې ونډه اخیستلی شي
د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو کلنۍ ناسته د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د تېر کال راپور وړاندې شو او ورپسې د نوي کال پر کاري پلان خبرې وشوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې په دغه کلنۍ غونډه کې د تېر کال بېلابېل فعالیتونه او لاسته راوړنې ارزول شوي او د راتلونکي کال پر پلان هر اړخیز بحثونه او مشورې شوې دي.
دغه راز په دې غونډه کې د وړم ۲۰۲۴ز کال او د تېر ۲۰۲۵ز کال د نړیوالو سیالیو پرتلنه هم وړاندې شوه چې پر بنسټ یې د وړم کال په پرتله تېر کال د لاسته راوړنو کچه پینځه سلنه زیاته وه، چې په ۲۴ز کال کې دغه سلنه ۵۳ وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ز کال کې ۵۸ ته لوړه شوې ده او په ۲۰۲۵ز کال کې ټولټال ۵۹ نړیوالې سیالۍ ترسره شوې وې، چې په دغو سیالیو کې د ملي، الف او نوولس کلنو لوبډلو نړیوالې سیالۍ شاملې وې.
همدارنګه د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶کال کلنۍ غونډه کې دغه پرېکړه کړې، چې افغان لوبغاړي د افغانستان غوره لیګ ترڅنګ یوازې درېیو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدو اجازه لري.
بورډ ویلي، دغه پرېکړه یې د لوبغاړو د فټنس او ذهني هوساینې ساتل، کاري بار اداره کول، د ملي دندو لپاره د لوړ فعالیت تضمینولو په موخه کړې.
کرېکټ بورډ زیاته کړې، د بهرنیو سوداګریزو لیګونو په اړه نوې پالیسي تصویب کړې، چې له مخې به یې لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي، چې د افغانستان پریمیر لیګ« APL» کې ګډون وکړي او په کال کې یوازې درېیو نورو نړیوالو لیګونو کې ګډون کولی شي.
دغه راز په دغه غونډه کې یادونه وشوه، چې له دې وروسته به د اړتیا پر مهال ټول نړیوال روزونکي افغانستان ته راځي او له ټولو سره دغه خبره په قراردادونو کې هم مطرح شوې ده، ترڅو د کورني کرکټ ټول لوبغاړي وکولی شي د دوی له تجربو ګټې واخلي او ډېره روزنه ترلاسه کړي.
همدارنګه افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ز کال د رغنیز ډګر لپاره ۸ ملیون ډالره بودیجه ځانګړې کړې چې ډېری برخه به یې د کابل پر الوخېلو کرکټ لوبغالي او د ننګرهار پر نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي ولګول شي.
مولوي بدرالدين حقاني او ابوظبي دولتي شرکت رییس لیدنه؛ افغانستان ته د یاد شرکت د الوتنو په پیل خبرې شوي
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفير مولوي بدرالدين حقاني د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د امنیتي چارو رییس عمر سعید المعمري سره لیدنه کړې ده.
په متحده عربي امارتو کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې افغانستان ته د ابوظبي دولتي شرکت “اتحاد” د الوتنو په پیل خبرې شوې دي.
یاد سفارت زیاته کړې، چې ښاغلي المعمري د “اتحاد” د الوتنو په اړه معلومات وړاندې کړي او ډاډ یې څرګند کړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د یاد شرکت الوتنې منظمې پیل شي.
همدرانګه مولوي بدرالدين حقاني ویلي، کابل ته د “اتحاد” د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لاپیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې او تګ راتګ کچې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.



