قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د قطر پوهنتون رییس ډاکټر عمر بن محمد الانصاري سره لیدنه کړې.
قطر کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د کابل او قطر پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
دغه راز لیدنه کې د افغاني او قطر د اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د تجربو تبادلې، اسلامي بانکدارۍ، ورکشاپونو او اړوند نورو موضوعاتو په اړه هم بحثونه شوي دي.
محمد سهیل شاهین او د قطر پوهنتون رییس لیدنه؛ د کابل او قطر پوهنتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوي
د لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو د استازو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو
د لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو د استازو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړهلیک د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.
د یاد هوکړهلیک د لاسلیک په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن مدني، د مالیې وزارت اداري مرستیال شیخ دوست محمد مخلص او یو شمېر رییسانو ګډون درلود.
د هوکړهلیک د لاسلیک پر مهال، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن مدني د یاد هوکړهلیک پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه هوکړهلیک به دواړو ادارو ته په علمي، عملي، تخنیکي او تدریسي برخو کې د همکاریو پراخې زمینې او اسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه د مالیې وزارت اداري مرستیال شیخ دوست محمد مخلص، د لوړو زدهکړو وزارت د علمي او اداري فعالیتونو او په ځانګړې توګه د یاد وزارت له رهبري پلاوي څخه د غوره خدمتونو له امله مننه او ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دغه هوکړهلیک د دواړو وزارتونو او د ټول ولس په ګټه دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې هوکړهلیک پر اساس به وړ، مسلکي او ژمن کادرونه ادارو ته جذب شي، چې دین، ټولنې او اسلامي ارزښتونو ته په صداقت او اخلاص خدمت وکړي.
لوړه زدهکړو وزارت د یاد هوکړهلیک موخه استادانو او متخصصینو ته د انفرادي او ګډو علمي ـ څېړنیزو فعالیتونو د فرصتونو برابرول، د مالیې وزارت اړوند منسوبینو لپاره د تحصیلي سویې او ظرفیت لوړونې زمینه برابرول، محصلینو ته د عملي زدهکړو اسانتیاوې رامنځته کول، استادانو ته د څېړنیزو فعالیتونو زمینه برابرول او د دواړو لوریو ترمنځ د تخنیکي پوهې او مسلکي مهارتونو تبادله او همغږۍ پیاوړتیا ښودلې ده.
همدارنګه د دې هوکړهلیک پر اساس، دواړه خواوې به د خپلو تخنیکي او انساني امکاناتو له مخې، په تحصیلي، ښوونیزو، څېړنیزو، ظرفیت لوړونې او تخنیکي برخو کې، په مرکز او ولایتونو کې له یو بل سره ګډې همکارۍ ترسره کوي.
ټرمپ: روسیه نه؛ بلکې اوکراین د سولې د هوکړې په وړاندې خنډ دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې روسیه نه؛ بلکې اوکراین د سولې د هوکړې په وړاندې خنډ دی.
ټرمپ له رویټرز خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چمتو دی چې په اوکراین کې خپلې څلور کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي؛ مګر زېلنسکي د دې هوکړې پر وړاندې خنډ دی.
ټرمپ د پوتین په اړه ویلي: «فکر کوم چې هغه هوکړې ته چمتو دی؛ مګر اوکراین هوکړې ته لږ چمتووالی لري.»
د عامې روغتیا وزیر افغانستان لپاره د ماشومانو خوندیتوب موسسې له نوي رییس سره لیدنه کړې
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي افغانستان لپاره د ماشومانو خوندیتوب (Save the children) موسسې له نوي رییس سره د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه لیدنه کړې ده.
عامې روغتیا وزارت وايي، په دې لیدنه کې د یادې موسسې د پخواني رییس د کارونو د ستاینې ترڅنګ د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او لا ډېرو همکاریو په اړه خبرې کړي.
ورته مهال، د ماشومانو خوندیتوب موسسې ژمنه کړې چې په افغانستان کې د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونو ته پراختیا ورکوي، روغتیايي مرکزونه زیاتوي، او د ماشوم روغتیا اړوند پروژې زیاتوي.
ولادیمیر پوتین نن د اسلامي امارت سفیر باورلیک مني
کریملین ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (پنجشنبه، د مرغومي ۲۵مه) د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه ترلاسه کوي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیست کې په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن هم شامل دی، چې خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ته وړاندې کوي.
د اروپا پارلمان له امریکا سره د سوداګریز تړون د ځنډېډو په اړه ارزونه پیل کړه
د اروپا پارلمان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ګرینلنډ د لاسته راوړلو تهدیدونو په غبرګون کې، د اروپايي ټولنې او متحده ایالاتو ترمنځ د سوداګریز تړون د ځنډولو په اړه خبرې کوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اروپا پارلمان د هغو قانوني وړاندیزونو په اړه خبرې کوي چې د اروپا ټولنې له لوري د امریکايي توکو پر واردولو زیات شمېر تعرفې له منځه یوسي، هغه څه چې له امریکا سره د سوداګریز تړون اصلي برخه ده.
د راپور پر اساس، ټاکل شوې وه چې د اروپا پارلمان خپل دریځ د روان زېږدیز کال ۲۶ او ۲۷مو ورځو کې د رایې اخیستنې له مخې معلوم کړي، خو استازو وویل چې دغه رایه اخیستنه باید د اوس لپاره وځنډېږي
د اروپايي ټولنې ساینس پوهان: ۲۰۲۵ میلادي کال په نړۍ کې درېیم تود کال و
د اروپايي ټولنې ساینس پوهانو اعلان کړی، چې ۲۰۲۵ میلادي کال د ځمکې د کرې په تاریخ کې درېیم تود کال ثبت شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د هوا پيژندنې اروپايي مرکز په حواله خبر ورکړی، چې وروستي درې کلونه په تاریخ کې تر ټولو ګرم کلونه ثبت شوي دي.
د راپور پر بنسټ، ساینس پوهانو خبردارې ورکړی، که دا حالت داوم وکړي؛ د نړۍ اقلیم، چاپېریال او د انسان ژوند له سختو ننګونو سره مخ کولای شي.







