د ایران پوځ له خپلو وګړو غوښتي چې«دسیسې» شنډې کړي
د ایران پوځ اعلان کړی، چې «دسیسه جوړوونکي» د اسراییلي رژیم په مرسته غواړي، په ښارونو کې نظم، هوساینه او سراسري امنیت اخلال کړي.
د تسنیم خبري اژانس له لوري د ایراني پوځ خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې اسراییلي رژیم له ایراني وګړو د دروغجن ملاتړ په پلمه، د بلې فتنې په لټه کې دی.
د یاد هېواد پوځ له ایراني وګړو غوښتي، چې په «په ملي روحیه» دسیسې شنډې او دسیسه جوړوونکي خپلو موخو ته پرې نږدي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې فتنهګر د ایران پوځ تر کلک څار لاندې دي، او هرې دسیسې ته به په کلکه ځواب وايي.
مولوي قدرتالله جمال روزګان ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال روزګان ولایت ته د سفر په لړ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو د دغه ریاست د چارو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او خپل ستونزې او وړاندیزونه یې د ګرځندوی مالي او اداري چارو له مرستیال سره شریک کړل.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، له دې سفر څخه موخه د ارزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارې ارزول او د یاد ریاست ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اورېدل دي.
دغهراز مولوي قدرت الله جمال په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ همغږي اړینه ده او باید تل وساتل شي.
ښاغلي جمال وويل: اسلامي نظام د ولس په قربانیو راغلی دی، زموږ امراوو پر موږ او تاسو باور کړی او دا دروند مسولیت یې موږ ته سپارلی دی، باید کوښښ وکړو چې په پوره اخلاص او صداقت دا باور وساتو او ولس ته خدمت وکړو، ترڅو د الله تعالی رضا ترلاسه او ولس ته خوښی ورکړو.
له هرات څخه په میاشت کې شاوخوا زر جوړه تسبیح بهرنیو هېوادونو ته صادریږي
هرات کې د تسبیح جوړولو یوه تولیدي کارخونه په میاشت کې شاوخوا زر جوړه په لاس جوړې شوې تسبیح سعودي عربستان، مصر او روسیې ته صادروي.
د یادې کارخونې مسوولین وایي، چې دغه تسبیح د لوړ کیفیت، ځانګړي میناتورۍ، دودیز ډیزاین او د غوره موادو د کارولو له امله په بهرنیو بازارونو کې له تود هرکلی سره مخ شوي دي.
د دوی په وینا، سره له دې چې د غوښتنې کچه لوړه شوې او له بېلابېلو هېوادونو څخه ډېرې غوښتنې کېږي، خو د کارخونې اوسنی ظرفیت په میاشت کې له زرو جوړو څخه د زیاتو تسبیحاتو د تولید توان نه لري.
ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې بهر ته د دې ولایت د د لاسي جوړو تسبیحو لېږد د سیمې او نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د فرهنګ او هنر د پېژندنې په برخه کې مهم رول لري.
له بلې خوا، د یادې کارخونې کارکوونکي او زدهکوونکي وایي، که اړینې اسانتیاوې برابرې شي او د تولید ظرفیت لوړ شي، نو د هېوادوالو لپاره به د کارموندنې نور فرصتونه هم رامنځته شي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۱۹هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۱۹هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹ کورنیو سره ټولې ۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۰تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۳۲۱مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې ۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۱۲۰۶تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته دوه عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۱تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۲۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۴تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۹۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹کورنیو سره ټولې ۲۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۶۱۰خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۶عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۴۴کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۴۷۷تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۸۹کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۷۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
دتورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۹۰عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
همدارنګه په تورخم کې د عامه پوهاوي په موخه د لیکنو لړۍ له فرضي کرښې څخه پیل او د راستنېدونکو کډوالو د لنډمهاله مېشتېدنې کمپ پورې به دوام وکړي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه پلان لري تر څو د عامه پوهاوي لوحې او بینرونه چاپ او په مناسبو ځایونو کې نصب کړي.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۶۸تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۴۵ زره او ۳۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: ۵۰۴کورنۍ او ۲۷۳۷وکړي
لېږدول شـوي کډوال: ۲۱۱کورنۍ او ۱۱۷۲وکړي
مرسته شوي کډوال: ۷۲۰کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۱۸عــــدده
خوست کې نږدې ۱۴۰۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د حکم له مخې امارتي ثابته شوه
د عدلیې وزارت وایي، د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د خوست ولایت د مرکز په غړومبۍ او مټهچینې سیمو کې د دوه زره او ۱۶۱ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو تر څېړنې وروسته، د ۱۳۹۱.۸۶ جریبه ځمکې پر امارتيتوب پرېکړه وکړه.
یاد وزارت زیاته کړې، چې یاده شوې ځمکه بلندهآبه ده او په درېیو قطعو کې شامله ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع په دقیق ډول بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو اخیستو وروسته پرېکړه وکړه، چې د یادې ځمکې ۱۳۹۱.۸۶ جریبه، امارتي ملکیت دی.
لوګر کې ۲۷ لرغوني سیمې پېژندل شوې دي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دې وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د لوګر ولایت د لرغونو سیمو مسلکي سروې ترسره کړې، چې په پایله کې یې د پل علم ترڅنګ څرخ، برکيبرک، خروار او ازرې ولسوالیو کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف او د لرغونو سیمو په ملي ډیټابیس کې ثبت کړې.
د لرغون پېژندنې ریاست مسولینو ویلي، د لومړنیو څېړنو له مخې دغه سیمې د باختري-یوناني او اسلامي دورو پورې اړه لري، یاد مسلکي پلاوي د دغه سفر په لړ کې له سیمهییزو مسولینو او قومي مخورو سره د دغو لرغونو سیمو د ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د لومړۍ ګڼې (د فرهنګي میراثونو د ساتنې او مدیریت) فرمان په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې روغتیايي مرکزونو ته ۲۲۳ متریک ټنه درمل وېشلي
د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس اعلان کړی، چې دې سازمان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې تر اوسه پورې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۱۹۳ روغتیايي مرکزونو ته د اړینو درملو او طبي وسایلو ۲۲۳ متریک ټنه مرسته وېشلې ده.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه درمل به د څه باندې ۲۰۰ زره کسانو لپاره د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه ملاتړ وکړي.







