ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 193

بهرنيو چارو وزارت کې د ډيپلوماسۍ روزنیزه دوره ترسره شوه

د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ له لوري د «ډیپلوماسي د اتصال شبکو» تر عنوان لاندې پینځه ورځنۍ تخصصي او علمي روزنيزه دوره ترسره شوه.

یاد وزارت وایي، چې دغه روزنیزه دوره د قطر دولت په همکارۍ او مالي ملاتړ، د باتجربه قطري ډیپلوماټ او سفیر ډاکټر عمر غانم له لوري وړاندې شوه، چې پکې د معاصرې ډیپلوماسۍ بنسټیز مفاهیم، د ډیپلوماټیکو اړیکو د شبکو جوړښت او د ډیجیټلي ډیپلوماسۍ ارزښت تشریح کړ.

نوموړي همداراز د بېلابېلو هېوادونو د ډیپلوماټیکو ماموریتونو پر مهال خپلې عملي تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

همدارنګه د یادې دورې په پای کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت مرستیال، په کابل کې د قطر سفیر او د بهرنيو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رییس په خپلو ویناوو کې د ډیپلوماټیکو کادرونو د مسلکي روزنې پر اهمیت، د تجربو د شریکولو پر ارزښت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره د ورته تخصصي او ګډو روزنیزو پروګرامونو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیزه دوره ګډونوالو ته د بري‌لیکونو په وېش سره پای ته ورسېده.

د کور او ښار جوړولو وزارت: چهاراسیاب ولسوالۍ کې اقتصادي- تفریحي پارک جوړېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا رییس وایي، تخنیکي ټیم د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ ته تللی، څو د اقتصادي- تفریحي پارک د جوړولو لپاره مناسبه ځمکه وټاکي.

نوموړي زیاته کړې، دا پروژه د یاد ریاست د پینځه کلن پلان برخه ده او د ځینو وړاندیز شویو ساحو عملي ارزونه هم شوې ده، چې په راتلونکي کې به د پارک لپاره مناسب ځای وروستی شي.

کور او ښار جوړولو وزارت وايي، اقتصادي ـ تفریحي پارکونه د پانګونې، کاري فرصتونو او ښاري پراختیا لپاره مهم ارزښت لري، چې یاد وزارت هڅه کوي دا ډول پروژې په معیاري ډول عملي کړي.

سږ کال له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان کال په لړ کې له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال تولید شوي شات د خصوصي شرکتونو له لوري ترکیې، عمان، دوبۍ، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امریت متخصص عبدالوارث حقمل وايي، د کندهار د ریحان شات په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی نوم لري او بهرني پېرېدونکي یې د اخیستلو لپاره زیاته لېوالتیا ښيي.

نوموړي زیاته کړه، چې روان کال په کندهار کې د ریحانو په کرنه او د ریحاني شاتو په تولید کې نږدې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی، چې له همدې امله د شاتو صادراتو ته هم زمینه برابره شوې او ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ امریت د تازه احصایوي معلوماتو له مخې، روان کال په کندهار کې د شاتو په ټولیز تولید کې ۲۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې زیاتوالي عمده لاملونه د ریحان او شین شوبي د کرکېلې پراخوالی او له نورو ولایتونو څخه د شاتو د مچیو د عبوري فارمدارانو راتګ بلل کېږي.

عبدالوارث حقمل وایي، چې سږ کال د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو څخه ټولټال ۵۶ ټنه شات تولید شوي، چې له دې جملې څخه ۲۱ ټنه د پسرلي په موسم او ۳۵ ټنه د دوبي په موسم کې تر لاسه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د تولید شویو شاتو ډېره برخه د ریحان او شین شوبي له نباتاتو څخه ترلاسه شوي، چې د محلي او عبوري شاتو فارمدارانو له لوري تولید شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال په کندهار کې ټولټال ۴۵ ټنه شات تولید شوي وو، خو روان کال د ریحان د کرنې د زیاتوالي او د عبوري فارمدارانو د راتګ له امله د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې دا چاره نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د صادراتو کچه هم لوړه کړې ده.

خوست کې د افغان ټیلي کام شپږ نوي مخابراتي سایټونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست مطبوعاتي مسوول ویلي، چې د دغه ولايت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د افغان ټیلی کام مخابراتي شرکت له لوري شپږ (۶) نوي مخابراتي سایټونه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو سایټونو د پرانیستې او سپارلو مراسمو کې د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي محمد اسحاق نظامي، د فرامینو د تعقیب او نظارت رییس مولوي زمان عمري او د افغان ټیلي کام ولایتي مسول وطن‌یار ملنګ ګډون درلود.

د يادو شويو سايټونو له ډلې يې يو د خوست مرکز، متون، د سورکنډو او خوني خوړ سیمه، دوهم د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ، د سین‌خوره غره سر او د ګوګوري غره سر، درېيم سايټ د ګربزو ولسوالۍ، د میدوني غره سر، څلورم د فارم‌باغ غره سر، پینځم د اسمعیل‌خیلو او مندوزیو ولسوالۍ، د درویخېلو کلی کې موقعيت لري.

د مخابراتو رياست مسولين وایي، چې د دغو سایټونو په فعالېدو سره به د خوست مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پوښښ لا پیاوړی شي او همدارنګه به هغه ګڼې سیمې چې له مخابراتي خدماتو بې‌برخې وې تر پوښښ لاندې راشي.

د کانونو او پټرولیم وزارت یو مسلکي پلاوي اوزبېکستان ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت یو ۲۰ کسیز تخنیکي او مسلکي پلاوی د ظرفیت لوړولو او مسلکي ودې ۲۸ ورځني روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته روان شو.

 یاد وزارت وایي، چې د دې سفر اصلي موخه د معیاري لابراتوارونو د بېلابېلو تخنیکي څانګو څخه لیدنه، د پرمختللي لابراتواري تجهیزاتو او میتودونو سره اشنايي او د عملي تجربو تبادله ده.

یاد سفر د افغانستان او اوزبيکستان د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې موخه یې د کانونو په برخه کې د فني او مسلکي وړتیاوو لوړول ښودل شوي دي.

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۵۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د مرغومي له ۱۲مې څخه ۱۸مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۷ زره او ۹۹۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې (۱۰۶ زره او ۹۸۴) ټنه، د آقینې بندر له لارې (اووه زره او ۷۸۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۸ زره او ۹۸۱) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۲۴ زره او ۲۵۴) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۵۷ زره او ۹۹۹) ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۲۶) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د لوړو زده‌کړو وزیر په مشرۍ یو پلاوی عمان ته ولاړ

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ یو پلاوی نن (یکشنبه، مرغومي ۲۱) عمان ته روان شو.

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې دغه پلاوی به د عمان له اړوندو مسولینو سره په لیدنو کې د علمي همکاریو د پراختیا، تجربو شریکولو او د اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

یاد وزارت زیاتوي، چې افغان پلاوی به د عمان له مسولینو سره د لیدنې ترڅنګ د یاد هېواد له بېلا بېلو علمي بنسټو څخه هم لیدنې وکړي.

مولوي عبدالکبیر: د ولس لپاره د هوساینې برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ګربزو له علماوو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ګربزو قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي نظام له ټينګښت وروسته یې ګڼې ستونزې د حکومت په مرسته حل شوې دي.

یادو مشرانو او علماوو د خوست ولسونه د اسلامي امارت پوځ یاد کړی او د اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

همدارنګه د ناستې پر دوام د ګربزو علماوو او مشرانو په خپله سیمه کې د سړک رغولو وړاندیز له ښاغلي وزیر سره شریک کړی دی.

ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر خوست ته په خپل سفر خوښي څرګنده کړې او له اسلامي امارت سره یې د خوست د ولسونو همکارۍ ارزښتمنې بللې دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت پر ولس تکیه لري او د حکومت ټولې چارې د شریعت په رڼا کې پر مخ روانې دي.

نوموړي د ولس خدمت خپل مسوولیت یاد کړی او د ګربزو په ولسوالۍ کې یې د خلکو لخوا د رغېدونکي سړک له چارو سره نغدي مرسته کړې ده.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته سفر کړی

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي له ایراني چارواکو سره د خبرو په موخه تهران ته سفر کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي البوسعیدي د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د بدلونونو په تړاو یې ورسره خبرې کړي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او ګرځندویۍ برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.