ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 195

د ایران مذهبي مشر: د ورانکارو پر وړاندې غلي نه پاتې کېږو

ایران کې د پرلپسې لاریونونو پر دوام، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پرون (جمعه، د مرغومي ۱۹مه) خبرداری ورکړی، چې د ورانکارو پر وړاندې غلي نه پاتې کېږي او د پردیو مزدوري نه شي زغملی.

د ایران مشر په یوه ناسته کې ویلي، چې لاریون کوونکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنو سره سم عمل کوي.

نوموړي زیاته کړې، ایراني چارواکي به راونې ناکرارۍ مدیریت کړي.

همدارنګه خامنه يي له ولسونو د یووالي غوښتنه کړې او زیاته کړې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اشارو دې عمل نه کوي.

نوموړي همدا راز لاریونوالو ته د خبرداري په ډول ویلي، حکومت به نور هغه څوک ونه زغمي چې ملکیتونه ورانوي او د بهرنیانو لپاره د غلامۍ دنده په مخ وړي.

ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي، اسراییل او امریکا په اوسنیو ګډوډیو کې لاس لري او هوډ لري چې سوله‌ییز لاریون په تاوتریخوالي واړوي.

دا مهال د لاریونونو په پراخېدو سره په ټول ایران کې انټرنېټ قطع شوی، هغه موضوع چې پر انټرنېټ د څار سازمان (Net Blocks)تایید کړې.

 د ایران د بشر حقونو سازمان اعلان کړی، چې د دې لاریونونو په پایله کې تر دې دمه څه کم ۴۵ تنه لاریون کوونکي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او سلګونه تنه ټپیان دي.

 ورته مهال د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په ښارونو کې وضعیت ارام دی.

ایران کې د لاریونونو ۱۴مه ورځ؛ د دې هېواد په ټولو برخو کې انټرنېټ پرې شوی

په ایران کې لاریونونه ۱۴مې ورځې ته غزېدلي او د دې هېواد ډېرو ښارونو ته پراخ شوي.

ایران کې سراسري لاریونونه چې د ډسمبر وروستیو کې د اقتصادي بحران په غبرګون کې پیل شوي ۳۱ولایتونو ته غځېدلي دي.

 ورته مهال د لاریونونو په پراخېدو سره په ټول ایران کې انټرنېټ قطع شوی، هغه موضوع چې پر انټرنېټ د څار سازمان (Net Blocks)تایید کړې.

 د ایران د بشر حقونو سازمان اعلان کړی، چې د دې لاریونونو په پایله کې تر دې دمه څه کم ۴۵ تنه لاریون کوونکي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او سلګونه تنه ټپیان دي.

 ورته مهال د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په ښارونو کې وضعیت ارام دی.

مولوي عبدالکبیر: دیني مرکزونه یوازې د زده‌کړې ځایونه نه دي، بلکې د اړتیا پر مهال د دین د ساتنې سنګرونه هم دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست د چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخوندزاده، د کورنیو او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو، د اسلامي امارت ځینو مسوولینو، علمای کرامو، د پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی وو.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د خپلې وینا په پیل کې فاضلانو او د جهادي مدرسې مسوولینو ته، د فراغت مبارکي وویله او په افغانستان کې یې اوسنی بشپړ امن د اسلامي نظام لاسته راوړنه وبلله.

مولوي عبدالکبیر وویل، چې د اسلامي نظام له بریا سره سم په هېواد کې د اقتصاد او سیاست تر څنګ په علمي ډکر کې ګڼ پرمختګونه شوي دي.

 دغه‌رار نوموړي په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې ځینې لوري د اسلامي امارت د انزوا هڅې کوې، خو د اسلامي امارت د منزوي کېدو پر ځای ځینې هېوادونه د انزوا لور ته روان دي او نړۍ پرې بې باوره شوې ده.

 مولوي عبدالکبیر له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې ګټورې او مهمې وبللې او په وینا یې چې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره مثبتې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.

همدارنګه نوموړي له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه وکړه او پر کوربه هېوادونو یې غږ وکړ، چې له کډوالو سره نرم چلند وکړي.

ښاغلي وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې زرګونو اړمنو راستنو شوو کورنیو ته د نقدي او خوراکي توکو د مرستو پلان جوړ کړی او ژر به پلي شي.

مولوي عبدالکبیر په ټولنه کې د مدرسو ارزښت مهم یاد کړ او په وینا یې چې دیني بنسټونو د تعلیم د رسولو تر څنګ د اشغال په ماتولو کې لویه برخه لرله.

نوموړي وویل، چې د ۲۰ کلن جهادي دورې پر مهال مدرسو دا ثابته کړه، چې دغه دیني مرکزونه یوازې د زده‌کړې ځایونه نه دي، بلکې د اړتیا پر مهال د دین د ساتنې سنګرونه هم دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو عزت، کرامت او خدمت ته ژمن دی او د هغوی د ستونزو د حل او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي او جدي ګامونه اخلي.