ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 196

سعودي عربستان افغانانو لپاره د حج او عمرې وېزې زیاتوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس د یوه پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د نړیوالو همکاریو له مرستیال وزیر دکتور عبد الفتاح مشاط سره لیدنه کړې.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د حج د سهمیې پر زیاتوالي، د عمرې ویزو د شمېر پر لوړولو، حاجیانو او عمره کوونکو ته د لازیاتو اسانتیاوو د برابرولو او همدارنګه د حج او عمرې اړوند د یو لړ تخنیکي، اداري او همغږیزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د نړیوالو همکاریو له مرستیال وزیر په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د عمرې ویزو د زیاتوالي ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په دې برخه کې به اړینه همکارۍ ترسره شي. 

نوموړي همدارنګه د افغانستان لپاره د حج سهمیې د زیاتوالي په تړاو په راتلونکې کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او د حج او عمرې اړوندو خدماتو د ښه والي په برخه کې مهمه ګڼل کېږي، چې ورسره به د افغانستان د حاجیانو او عمره کوونکو لپاره لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

خوست کې د طبي علومو خصوصي پوهنتون منظور شو

خوست ولایت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي شفقت او په افغانستان کې د طبي لوړو زده کړو پرمختګ او پراختیا په موخه د طبي علومو خصوصي پوهنتون منظور شو.

یاد طبي پوهنتون به پینځه پوهنځي، معالجوي طب، طبي ټکنالوژي، ستوماتولوژي، نرسنګ او فارمسي پوهنځي ولري.

د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو وروسته دا یوازینی خصوصي پوهنتون دی چې د عالیقدر، امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري منظور شو.

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د (جمعي تعلیماتو) له اوومې دورې څخه ۱۳۲ تنه ځوان منسوبین د یادې قول اردو مرستیال مولوي غوث الدین”رهبر” او ګڼ شمیر نورو مسولینو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسولینو په خپلو ویناوو کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د نظام د ساتنې، پوځي انضباط، احساس مسوليت او له ولس سره په هر ډول حالاتو کې د ګډې همکارۍ په هکله ارزښتناکې ويناوې وکړې.

ورته مهال فارغ شویو منسوبینو، مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې په هر ډول حالاتو کې به اسلامي نظام او خپلو خلکو ته د سر په بیه خدمت کوي.

د ایران د صدا و سیما شبکې نړیوال مدیر له قاري محمد یوسف احمدي سره لیدنه کړې

د ایران د صدا و سیما نړیوال عمومي مدیر عباس محمد نژاد، د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د رسنیزو پلاویو د تبادلې، د روزنیزو سیمینارونو جوړولو او د دواړو هېوادونو اړیکو پیاوړتیا کې د رسنیو رول په اړه خبرې کړې دي.

مولوي عطاءالله عمري او ایران سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار شوی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

 مولوي عطاءالله عمري ویلي: «زموږ دنده خلکو ته د سالمو خوړو برابرول دي او د همکاریو اساسي موخه، په ځانګړي ډول له خصوصي سکتور سره، د سوداګریزو اړیکو پراخول او د شته توافقاتو عملي کول دي.»

همدارنګه د ایران سفیر علي رضا بیکدلي ویلي: «هوکړې د پلان او ټاکلي مهال‌وېش له مخې تعقیب او عملي کېږي او د کرنې او مالدارۍ له لارې به له افغانستان سره قوي اړیکې ټینګې شي.»

دغه‌راز د دې لیدنې په څنډه کې، علي رضا بیکدلي د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ته په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې، چې په یاده غونډه کې د غړو هېوادونو د کرنې وزیران ګډون کوي.

صهیونیستي رژیم له اوربند وروسته ۴۲۵ فلسطینیان شهیدان کړي

الجزیرې شبکې راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو کې د صهیونیستي رژیم د پنجشنبې ورځې په بریدونو کې د ۵ ماشومانو په ګډون ۱۴ فلسطینیان په شهادت رسېدلي.

د راپور پر اساس په اکټوبر میاشت کې د اوربند له هوکړې راهیسې، د اسراییلي رژيم په بریدونو کې څه کم ۴۲۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۰۶ تنه ټپیان شوي دي. 

د المان ولسمشر: امریکا نړیوال نظم له منځه وړي

د المان ولسمشر فرانک والټر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بهرني سیاست نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې نړۍ باید اجازه ورنه کړي ترڅو نړیوال نظم د غلو پر ځالې بدل شي.

هغه په خپلو توندو څرګندونو کې چې ښکارېدل په وېنزوېلا کې د امریکا وروستیو اقداماتو ته اشاره کوله وویل: « موږ د خپل مهم شریک امریکا له لوري د نړیوالو ارزښتونو د نابودۍ شاهدان یو»

مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د اساسي قانون محکمې په عمومي غونډه کې ګډون وکړ

په اندونیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست سفیر مولوي سعدالله بلوچ، د اندونیزیا د اساسي قانون محکمې په ځانګړې عمومي غونډه کې، چې په پلازمېنه جاکارتا کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په یاده غونډه کې د اندونیزیا لوړپوړو دولتي چارواکو او په کوربه هېواد کې د مېشتو سفارتونو ډیپلوماټانو او استازو ګډون کړی وو.

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه وکړه


د اداري کمېسيون غونډه افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

 په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

 وروسته د ښاروالیو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

 دغه‌راز د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه کمېټو ته دنده وسپارل شو.

د وزیرانو او مرستیالانو په کچه تازه ټاکنې شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ د حکم پر اساس د وزارتونو د وزیرانو او مرستیالانو په کچه بېلابېلې تازه ګومارنې شوي دي.

 د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ د حکم پر اساس د اوبو او انرژۍ وزارت مخکنی وزیر ملا عبداللطیف منصور؛ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا د وزیر په توګه، د کلیو ،بیا رغونې او پراختیا مخکنی وزیر ملا محمد یونس اخندزاده؛ د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه همدا شان د ټولګټو وزارت مخکنی مالي او اداري مرستیال ملا عبدالحق همکار د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي رییس په توګه.

 د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مخکنی مرستیال قاري محمد یونس راشد؛ د ټولګټو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه او د افغانستان برېښنا شرکت مخکنی عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر؛ د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس په توګه ټاکل شوي دي.