ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 197

د کابل شنو صنايعو پارک کې د برېښنا د درېیو پروژو کار پیل شو

د کابل شنو صنايعو پارک کې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا جوړولو پروژې، ۱۲۶ میګاواټه امپیر سب سټیشن او د ۲۲۰ کیلوولټه لیږد مزي د جوړولو چارې نن (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور، د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني، صنعتکارانو، سوداګرو او د اسلامي امارت یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر کابل کې د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره د شنو صنایعو پارک صنعت‌کارانو د برېښنا ستونزه په بشپړ ډول حل کېږي.

ښاغلي عمر زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې د برېښنا د تولید، د معیاري شبکو او د ظرفیت لرونکو سب‌سټیشنونو د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس وویل، د برېښنا د تولید تر څنګ، د برېښنا د وېش د معیاري شبکو او معیاري سبسټېشنونو د جوړولو هڅې هم روانې دي.

نوموړي زیاته کړه، د برېښنا د منظم وېش لپاره د شبکو جوړولو لپاره میلیاردونه افغانیو ته اړتیا ده، تر څو خلکو ته په ښه شکل برېښنا ورسیږي.

د برېښنا شرکت د عمومي رییس په وینا، د برېښنا د وېش شبکو په جوړېدلو سره د برېښنا د کمزورۍ او ضایع کېدو ستونزې هم تر ډېره پای ته رسیږي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي وویل، د برېښنا د تولید تر څنګ، د برېښنا د وېش د معیاري شبکو او معیاري سبسټېشنونو د جوړولو هڅې هم روانې دي.

ښاغلي عمر زیاته کړه، د برېښنا د منظم وېش لپاره د شبکو جوړولو لپاره میلیاردونه افغانیو ته اړتیا ده، تر څو خلکو ته په ښه شکل برېښنا ورسیږي.

د برېښنا شرکت د عمومي رییس په وینا، د برېښنا د وېش شبکو په جوړېدلو سره د برېښنا د کمزورۍ او ضایع کېدو ستونزې هم تر ډېره پای ته رسیږي.

همدارنګه د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وویل، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې سترې پروژې پلي شوې دي.

ښاغلي انور د کابل د شنو صنایعو پارک د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه د جوړولو پروژې د چارو پرانیستې مراسمو کې وویل، اسلامي امارت  د ولسونو ستونزې درک کړي او د افغانستان هر وګړي ته په متوازنه توګه خدمات وړاندې کیږي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان د یوه داسې حکومت څښتن شوی چې نورو ته په تمه نه دی او د خپلو مسولیتونو ترسره کول خپل مکلفیت ګڼي.

شیخ نورالحق انور وویل، اسلامي امارت هغه حکومت دی چې د افغانستان په داخل کې د ولسونو له لوري جوړ شوی او د پردیو فرمایش ته پکې ځای نشته او دغه حکومت د هر اړخیزه خپلواکۍ څښتن دی.

د چارو ادارې عمومي رییس دغه راز زیاته کړه، تاریخ شاهد دی، هغو نظامونه په افغانستان کې پایله نه ده ورکړې چې له بهر څخه راغلي وي او یا د پردیو په فرمایش جوړ شوي وي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني د ۳۴ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له ټولو افغان پانګوالو وغوښتل، چې شته فرصتونو څخه په ګټه اخیستنه د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، هېواد کې شته امنیت او ثبات د پانګونې لپاره غوره زمېنه برابره کړې ده.

له هرات څخه د څه‌باندې ۲۴میلیونه ډالرو په ارزښت درملیز نباتات بهر ته صادر شوي

د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د روان لمریز کال په ۹ میاشتو کې د ۲۴ میلیونه او ۲۶۸ ډالرو په ارزښت ۲۲ زره ټنه درملیز نباتات له هېواد څخه صادر شوي دي.

د یاد دفتر په وینا، دغه درملیز نباتات روسیې، متحده عربي اماراتو، ایران او امریکا ته صادر شوي دي.

د یاد دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، په صادر شویو درملیزو نباتاتو کې د زرشک لرګی، توره زیره، شنه زیره، شيرین‌بیان، زنجبیل، دارچین، اویشن، روزماري او یو شمېر نور نباتات شامل دي، چې د هرات له لارې نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

د ټولګټو وزارت چارواکو د میل ۷۸ سړک د بشپړېدو په اړه د ایران له سفیر سره خبرې کړي

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح او مالي او اداري مرستیال ملا عبدالحق اخوند په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.

ټولګټو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د ابو نصر فراهي میل ۷۸ سړک په مسیر کې د شته ستونزو د حل او د دې پروژې د چارو د بشپړېدو په اړه خبرې شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې ابو نصر فراهي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ یو له کیلدي بندرونه څخه دی، چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار شوی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان له والي سره په لیدنه کې؛ د خلکو ستونزې دې واورېدل شي او حل ته دې جدي پاملرنه وشي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان له نوي والي مولوي عبدالله سرحدي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی د بامیانو مخکېني والي مولوي عبدالله سرحدي، په دې ولایت کې د خپلو کړنو او فعالیتونو او د جوزجان خلکو ته د خدمت په برخه کې د خپلو پلانونو او برنامو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته معلومات ورکړي دي.

مولوي عبدالله سرحدي ویلي، د بامیانو د والي په توګه د خپل خدمت په کلونو کې یې تل کوښښ کړی، چې د یاد ولایت خلکو ته په امنیتي، ټولنیزو، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو برخو کې ښه خدمتونه وړاندې کړي او اوس چې د اسلامي امارت د مشرانو او رهبري د لزوم دید له مخې د جوزجان خلکو ته د خدمت لپاره منصوب شوی، د دې ولایت د خلکو د خدماتو لپاره به ډېر کوښښ وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بامیانو د والي په توګه د نوموړي د کړنو او هڅو قدرداني کړی او ویلي یې دي، په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت مسولین خلکو ته د صادقانه خدماتو په موخه ځانونه مسول ګڼي.

نوموړي زیاته کړې، د امنیت ټینګښت، د خلکو ستونزو ته رسېدنه، د وحدت او همدلۍ روحیې پیاوړتیا او د ژوند د بېلابېلو برخو د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه ټینګار کړی، والیان او محلي مسولین مکلف دي، چې له خلکو سره ښه چلند ولري، د هغوی ستونزې له نږدې واوري او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د هغو د حل کوښښ وکړي.

دغه‌راز نوموړي هیله څرګنده کړې، چې ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي په جوزجان ولایت کې هم د بامیانو په څېر د خدمت کولو په روحیه خپل مسولیت په ښه توګه ترسره کړي او د دې ولایت د خلکو د هوساینې او ارامۍ د تامین په برخه کې موثر ګامونه واخلي.

محمد سهیل شاهین د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو د څانګې له مرستیال رییس سره لیدنه کړې

په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو د څانګې له مرستیال رییس محمد الحمادي سره لیدنه کړې.

قطر کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په روان سیاسي وضعیت، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو سره د افغانستان په اړیکو او ښکېلتیا او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې کړې دي.

ټرمپ له لسګونو سازمانونو او بنسټونو څخه د امریکا د وتلو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې په لسګونه سازمانونو او د ملګرو ملتونو پورې اړوند بنسټونو کې د امریکا غړیتوب لغوه کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه فرمان کې له ۳۵ خپلواکو نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو پورې اړوند ۳۱ بنسټونو څخه د امریکا وتل شامل دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې دغه سازمانونه او بنسټونه « د امریکا ملي ګټو خلاف» کار کوي.

د افغانستان او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې کړي

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د عمان د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي ټلیفوني خبرې کړي.

 بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې خبرو کې د افغانستان او عمان پر دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزیټي او ترانسپورتي همکاريو د پراختيا په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

په دې خبرو کې مولوي امیرخان متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور وباله او په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ – راتګ یې د همکاریو د پراختیا لپاره مهم وباله.

ښاغلي متقي خپل عماني سيال ته کابل ته د سفر بلنه ورکړه او د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ یې په لوړه کچه سلا مشورې گټورې وبللې.

 ورته مهال د عمان  د بهرنيو چارو وزير د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ – راتګ  د همکاريو د پراختيا لپاره مهم وباله او زياته يې کړه چې نږدې راتلونکي کې به د عمان د هوايي چلند تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

 ښاغلي بدر بن حمد البوسعيدي په مناسب وخت کې کابل ته د سفر لپاره چمتووالی وښود او هيله يې څرګنده کړه، چې د سفر پرمهال به د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په تړاو ګټورې خبرې اترې ترسره شي.