ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 198

“د کندز فاتح” علمي او جهادي اثر چاپ شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست اړوند د چاپي نشراتو ریاست له لوري د شهید ملا عبدالسلام بریالي په ژوند او کارنامو لیکل شوی علمي – څېړنیز اثر (د کندز فاتح) چاپ شو.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دا کتاب د کندوز د معاصر تاریخ له هغو پاڼو پرده پورته کوي، چې د شهید ملا عبدالسلام بریالي او د یاد ولایت د نورو مجاهدینو د قربانۍ او ایثار دریځ په کې د جهاد او مبارزې له اسمانڅکو تکبیرونو سره یوځای په څپو دی، موږ هیله لرو، چې دا کتاب به د راتلونکو نسلونو لپاره د یوه علمي او څېړنیز ماخذ په توګه را څرګند شي او د امریکایي اشغال پر وړاندې به زموږ د معاصر تاریخ یوه مهمه تاریخي دوره د روایت او تحلیل په ګډ چوکاټ کې وڅېړي.

مولوي قدرت الله جمال د بست کلا د طاق او څاه د اساسي رغونې پروژې پرانېسته وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د بست لرغونې کلا د طاق او څاه د اساسي رغونې پروژې پرانېسته وکړه.

مولوي قدرت الله جمال د پروژې د پرانېستې پرمهال د بست کلا په تاريخي پس منظر خبرې وکړې او ويې ويل؛ بست کلا په نړيواله کچه يوه پېژندل شوی تاريخي اثر دی، چې د ډيری هېوادونو سیلانیان يې د لیدو په موخه افغانستان ته سفر کوي، یاد تاريخي اثر د ګرځندوی صنعت په وده کې مهم رول لري.

همدا راز نوموړي د هلمند له ولسونو څخه د بست تاريخي کلا د ساتنې له امله مننه وکړه او له ولسونو يې وغوښتل، چې د تېر په څېر بیا هم د دې تاريخي کلا په ساتنه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي، د ښوونځيو استادان دې زده‌کوونکو ته د خپل غني فرهنګ سره د اشنا کولو لپاره د بست کلا ته د سفر زمينه برابره کړي.

ښاغلي جمال ولسونو ته په خطاب کې وویل: ”باید د الله تعالی شکر ادا کړو، چې په افغان ملت يې د اسلامي امارت لورينه کړې ده او داسې زعيم يې راپه برخه کړی دی، چې شپه او ورځ يې يوه کړې، تر څو د افغان ملت خدمت وکړي. ”

مولوي صدراعظم عثماني له سویسي پلاوي سره د بزګرانو د ملاتړ او پراختیایي پروژو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر له رییس اېریک مارکلي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د بزګرانو د ملاتړ، د اقلیمي بدلونونو، د پراختیایي پروژو د تطبیق او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوکنارو د بدیل کښت، د اوبو د مدیریت، د ځنګلونو د جوړولو، له وچکالۍ سره د مبارزې او د بزګرانو د ملاتړ په برخو کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پراختیایي پروژې په بنسټیزه، شفافه او اغېزمنه توګه پلي شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېر کې د کوکنارو کښت خپل اوج ته رسېدلی و، خو اوس منع شوی او بزګران ملاتړ ته اړتیا لري او همدارنګه ښاغلي مرستیال د زرګونو روږدو درملنه له مهمو لاسته راوړنو وبلله.

د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر رییس اېریک مارکلي د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د تېر کال په پرتله سږکال زیاته بودیجه لري او د اوبو لګولو د کانالونو د جوړولو، د چاپېریالي ککړتیا پر ضد مبارزې، د اقلیمي بدلونونو او د اصلاح شویو تخمونو د وېش په برخو کې پروژې تطبیقوي.

چینایي څېړونکو د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د چین د څیړونکو او پوهانو یوه پلاوي د افغانستان او چین ترمنځ د متقابلې هوکړې، د همکاریو پیاوړتیا او علمي ـ تحقیقي اړیکو د پراخیتا په موخه افغانستان ته د سفر په لړ کې د ملي موزیم له تاریخي، کلتوري او هنري اثارو څخه لیدنه وکړه.

یاد وزارت زیاته کړې، چې یاد پلاوي د افغانستان د تاریخي، فرهنګي او هنري آثارو په لیدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ملي موزیم د مسولینو له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې او پالنې په برخه کې ترسره شوې هڅې وستایلې او د افغانستان له بډایه فرهنګي او تاریخي میراث سره یې علاقه څرګنده کړه.

دغه‌راز د لیدنې په پای کې یاد پلاوي ته د علمي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په موخه د تاریخي، فرهنګي او هنري آثارو څو جلده کتابونه او معلوماتي کتالوګونه ورکړل شول.

د یاد وزارت په وینا، دا لیدنه د افغانستان او چین ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو د پیاوړتیا او نړیوالو ته د افغانستان بډایه فرهنګي میراثونو د پیژندلو په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د کاناډا لومړي وزیر: یوازې ډنمارک او ګرینلنډ کولای شي، د ګرینلنډ قطبي ټاپو د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د ټرمپ له لوري له امریکا سره د ګرینلنډ د یوځای کولو د ګواښونو په غبرګون کې ویلي، یوازې ډنمارک او ګرینلنډ کولای شي د دغه قطبي ټاپو د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، کارني په پاریس کې خبریالانو ته ویلي «د ګرینلنډ راتلونکې هغه پرېکړه ده، چې یوازې د ګرینلنډ او ډنمارک خلک یې ترسره کولای شي.»

له دې وړاندې د اروپا د لویو قدرتونو مشرانو هم په یوه ګډه بیانیه کې له ګرینلنډ څخه ملاتړ اعلان کړی و او ویلي یې و، چې دغه ټاپو د ګرینلنډ د خلکو پورې تړاو لري.

دغه دریځونه له هغې وروسته را څرګند شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ډنمارک خاورې د دې برخې د نیولو په اړه خپله لیوالتیا څرګنده کړې ده.