څه باندې ۷۲ زره جریبه امارتي ځمکه پانګوالو ته په کرایه ورکړل شوه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان د اسلامی امارت د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو د قانون له مخې، د دغو ځمکو د سپارلو بهیر په رسمي ډول پیل شو او په لومړي پړاو کې ۷۲ زره او ۲۵۰ جریبه امارتي ځمکه پانګهوالو او سوداګرو ته په اجاره ورکړل شوه.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له خوا د اجارې د قانون له تصویب وروسته، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د ځمکو رییس مولوي محمود مظلوم او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او اجاره ورکوونکو په شتون کې د کرنې وزارت په مقر کې د اجارې تړونونه لاسلیک شول.
مولوي عطاءالله عمري د دغو مراسمو پر مهال وویل، چې د امارتي ځمکو اجاره ورکول تر دې وړاندې د قانون د نشتوالي له امله ځنډېدلي وو، خو اوس د اجارې ورکولو د قانون له تدوین او منظوری وروسته د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې وزارت او د اراضۍ ریاست دروازې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو پر مخ پرانیستې دي، څو په بېلابېلو برخو کې پانګونه او خدمت وکړي.
همدارنګه، مولوي محمود مظلوم د امارتي ځمکو د اغېزمنې استفادې پر ټینګار وویل، چې اجاره ورکوونکي مکلف دي د قانون او په قراردادونو کې د درج شویو ژمنو سره سم عمل وکړي.
د اراضۍ ریاست مسولین وایي، چې د دغو قراردادونو په لاسلیک سره به هر کال ۶۷ میلیونه، ۵۰۸ زره او ۱۸۵ افغانۍ عاید د دولت خزانې ته راټولې شي.
د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو موخه د پانګونې پراختیا او د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او سوداګرۍ په برخو کې د دغو ځمکو اغېزمنه استفاده بلل شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ټینګار لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو له لارې به کاري فرصتونه زیات، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پانګونې زمینه برابره او د دولت لپاره به یو دوامدار عاید رامنځته شي.
یو شمېر ترکي شرکتونو د افغانستان د لمریزې برېښنا انرژۍ د تولید په برخه پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له مسؤلینو سره لیدنه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید پروژو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د ترکي شرکتونو مسولینو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰ څخه تر ۱۰۰ میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزیر د لمریزې برېښنا انرژۍ په برخه کې د ترکي شرکتونو د پانګونې هرکلی کړی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې دا مهال په افغانستان کې له هر اړخه د پانګونې لپاره زمینه برابره ده، امنیت ټینګ دی او حکومت په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دی.
همدارنګه د ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې د دواړو لوریو ترمنځ به تخنیکي ټیمونه تخنیکي ناستې ترسره کړي، تر څو د پانګونې لپاره عملي زمینه برابره شي.
سید مالک حسیني: ایران به هر کال افغانانو ته ۲۰۰ زره کاري ویزې ورکړي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې سوکالۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلی سید مالک حسیني او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د فني او حرفوي زدهکړو په پراختیا، ایران ته د ماهرو افغان کارګرانو پر لېږد، د کاري، علمي او عملي تجربو د تشریک او نورو مهمو موضوعاتو پر څرنګوالي تخنیکي خبرې کړې دي.
مولوي محمد زاهد احمدزي، په ایران کې د مېشتو غیرقانوني افغان کارګرانو لپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو، افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زدهکړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو، د فن او حرفې او همدارنګه د کار بازار کې د ایران د کامیابو تجربو د شریکولو غوښتنه کړې ده.
همدارنګه د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر ښاغلي سید مالک حسیني ویلي؛ ایران چمتو دی، ترڅو په قانوني ډول د کارګرانو په تنظیم، د ماهرو او مسلکي کاریګرو په تبادلې، په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زدهکړو د لنډمهاله او اوږدمهالو پروګرامونو په لاره اچولو او په ټوله کې د کاري تجربو د شریکولو لپاره له خپل ګاونډي او ورور هېواد افغانستان سره هراړخیزه همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې، هېله لرو چې د حرفوي زدهکړو مرکز ته پاملرنه زیاته شي، په ایران کې مېشت غیرې قانوني کډوال، قانوني هویتي مدارک ترلاسه کړي او ایران ته د غیرې قانوني کارګرانو د تګ مخنیوی وشي، ترڅو قانوني اعزام ته لاره هواره شي.
دغهراز ښاغلي سید مالک حسیني ژمنه کړې؛ چې د پورته ذکر شویو موضوعاتو په حل سره ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی؛ چې هر کال ۲۰۰ زره کاري ویزې افغانانو ته ورکړي.
په پای کې دواړو لوریو د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو د اړتیاوو د تثبیت، د فني او حرفوي زدهکړو، کډوالو چارو او نورو موضوعاتو د حل او فصل لپاره په یوې ګډې کاري کمیتې هوکړه کړې، ترڅو بحثونو تعقیب کړي او د ایران اسلامي جمهوریت ته د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملاعبدالمنان عمري او مل پلاوي په سفر کې هوکړهلیکونو ته لاره هواره شي.
UNRWA: تر ۱۲ زره زیات فلسطیني ماشومان په لوېدیځه غاړه کې بېځایه دي
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستو او کار ادارې (UNRWA) ویلي، چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په شمال کې د صهیونیستي رژیم د روانو پوځي عملیاتو له امله، تر ۱۲ زره زیات فلسطیني ماشومان د جبري بېځایه کېدو تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۱مې نېټې راهیسې اسراییلي اشغالګرو د لوېدیځې غاړې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړي، چې لومړی یې د جنین د کډوالو کمپ په نښه کړ او وروسته یې دغه عملیات د نور شمس او طولکرم کمپونو ته هم وغځول.
اسراییلي اشغالګرو پر دغو درې واړو کمپونو کلابندي لګولې، چې له امله یې کورونه، دوکانونه او مهمې بنسټیزې اسانتیاوې په پراخه کچه ویجاړې شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د دغو عملیاتو له امله نږدې ۵۰ زره فلسطینیان بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستو او کار ادارې (UNRWA) د ټولنیزې شبکې «ایکس» له لارې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې «تر ۱۲ زره زیات ماشومان لا هم په اشغال شوې لوېدیځې غاړې کې په جبري ډول بېځایه پاتې دي».
د راستنو شویو سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو کمېټې ناسته وکړه
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د راستنو شویو صنعت کارانو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د تنظیم کمېټې ناسته وشوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې ناسته کې له ایران او پاکستان څخه د راغلو سوداګرو او صنعت کارانو اسناد وڅېړل شول.
ښاغلي عزیزي په دې ناسته کې له راستنو شویو افغان سوداګرو او صنعت کارانو سره پر نیک چلند ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یاده کمېټه راستنو شویو سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره جوړه شوې ده.
د ایران او افغانستان د کاري ځواک پر تبادلې ټینګار شوی
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د ایران د تعاون، کار او ټولنیزې سوکالۍ وزارت له مرستیال سید مالک حسیني سره د دوه اړخیزو کاري، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د کاري ځواک پر تبادلې، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو پر پراختیا او ایران کې د افغان کډوالو د حقونو په ورکړې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ښاغلي عمري افغان کډوالو ته د کاري جواز پر ورکړې او ایران کې د افغان کارګرو د کاري او انساني حقونو پر خونديتوب ټینګار کړی دی.
دغه راز سید مالک حسیني ویلي، چې ایران د ګډو پروژو پلي کولو، د ماهرو کارګرو او کاري ځواک منظم لېږد سربېره افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو پروګرامونو پلي کولو کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی.
همدا راز ښاغلي حسیني د دوه اړخیزو موضوعاتو د څارنې په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته د تهران د سفر بلنه ورکړې ده.
په پای کې دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو پر پراختیا، د فني او حرفوي زدهکړو، کډوالو چارو او د انساني همدردۍ پر بنسټ، خپل تعاملات نور هم پراخ کړي او په دې برخه به کې کوټلي ګامونه واخلي.
بغلان کې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه څهباندې ۴۰۰ مجاهدین فارغ شول
په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه له ۴۰۰ څخه زیات مجاهدین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت هم ګډون درلود.
په دې مراسمو کې مولوي غلام حیدر شهامت ویلي: “د اشغال پر وړاندې د جهاد پر مهال مې یو له هیلو دا وه، چې مجاهدینو ته د زدهکړو زمینه برابره شي او اوس چې دغه هیله په حقیقت بدلېږي واقعاً ډېر د خوښۍ احساس لرم.”
نوموړي زیاته کړې، چې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د زرګونو مجاهدینو فراغت د افغانستان اسلامي امارت له لویو لاستهراوړنو څخه دي.
ښاغلي شهامت څرګنده کړې، چې مخلص او ژمن مجاهدین د اسلامي نظام د بقا لامل دي او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لخوا د مجاهدینو د روزنې پروګرام د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره طراحي او پلي شوی دی.
په ورته وخت کې، مولوي غلام حیدر شهامت د مجاهدینو د کچې د ثبات په برخه کې د پوهنې وزارت او همدارنګه د لوړو زدهکړو وزارت د همکارۍ څخه مننه او قدرداني کړې، چې دوی ته یې د زدهکړې د دوام فرصت برابر کړی.
د یادونې وړ ده، له دې وړاندې د خوست، ننګرهار، پکتیا، بلخ او نورو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې او مدیریت برخو څخه سلګونه مجاهدین فارغ شوي.
د ګلدرې ولسوالۍ اوسېدونکو د اوبو ذخیروي بند جوړېدو غوښتنه کړې
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دې وزارت د انرژۍ مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب د ګلدرې ولسوال او د دې ولسوالۍ له یو شمېر اوسېدونکو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د ګلدرې ولسوال او اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې د برېښنا رسونې پروژو د پلې کولو او ذخیروي بند جوړېدو غوښتنه کړې.
د یاد وزارت په وینا، د انرژۍ مرستیال دوی ته ډاډ ورکړی، چې د ياد وزارت له لورې به د شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره ګلدرې ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې په برخه کې پاملرنه وشي.








