ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 203

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۱۷۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د مرغومي له ۵مې څخه تر ۱۱مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۰ زره او ۶۲۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳ زره او ۳۵۱) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۱۲ زره او۹۷۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۹زره او ۵۴۴) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۲۴زره او ۷۶۱) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۷۰ زره او ۶۲۶) ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۰) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او معدني ډبرې دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د مرکزي بانک مرستیال پر عامه پروژو د سوداګریزو بانکونو پر پانګونې ټینګار کړی

د مرکزي بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له ټولنې او رییسانو سره ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې له نغدي څخه ډیجیټلي ته د برېښنايي تادیاتو پراخوالي، په عامه پروژو کې د سوداګریزونو بانکونو د پانګونې پراختیا او د پروسې ساده کولو په اړه خبرې شوې دي.

ورته مهال، د مرکزي بانک لومړي مرستیال په عامه پروژو کې د سوداګریزو بانکونو پر پانګونې ټینګار وکړ او له سوداګریزو بانکونو یې وغوښتل چې په بهرنیو هېوادونو کې د بانکې سکتور برخه کې پانګونه کمه کړي، ترڅو له دې لارې په کور دننه عامه پروژو کې پانګونې ته زمینه برابره شي.

نایجریا کې د وسله‌والو د ډزو له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي

رویټرز خبري اژانس د نایجریا د امنیتي مسولینو له قوله ویلي، چې د دې هېواد د نایجر ایالت په یوه مارکیټ کې د وسله‌والو کسانو د ډزو له امله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي.

د راپور له مخې، وسله‌والو د دې مارکیټ غرفو ته اور اچولی او خوراکي توکي یې لوټ کړي.

د امنیتي مسولینو په وینا، برید کوونکو څو تنه تښتولي هم دي چې د ژغورنې او خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

پر هېوادونو د ملا عبدالغني برادر اخوند غږ؛ سیمه‌ییز او نړیوال مشارکت کې د افغانستان له بالقوه ظرفیتونو څخه مناسبه ګټه واخلئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې (د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار) د لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

 ملا عبدالغني برادر اخوند اسلامي مدارس د ټولنې د اصلاح، د دیني علم، جهاد، فکري روزنې او د اسلامي نهضت مهم بنسټونه وبلل او ویې ویل، د افغانستان د ۲۰ کلن اشغال د پای ته رسولو لپاره د عام ولس ترڅنګ علماوو هم بې شمېره قربانۍ ورکړې او د همدوی د قربانیو له امله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی.

دغه‌راز نوموړي پر علماوو غږ وکړ، چې له دیني حکمت څخه په استفادې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبولي او هېچا ته هم د پيغور او په تیزه ژبه خبرې ونه کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پرمهال پياوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی.

د نوموړي په خبره، په افغانستان کې په مقایسوي توګه اوسنی سیاسي قدرت د ټولو په نسبت ثابت او متعادل ساتل شوی، د نظام او حکومت په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو پر وړاندې تهدیدوونکي اعمال له منځه تللي او له بلې خوا اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زېربناوو جوړول، د عامه خدمتونو وړاندې کول او ملي رضایت لوړ شوی.

ملا عبدالغني برادر اخوند په ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې په سیمه ییز او نړیوال فعال مشارکت کې د افغانستان اسلامي امارت له بالقوه ظرفیت او پياوړې ارادې څخه مناسبه ګټه واخلي.

نوموړي ویلي: «یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي.»

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت له لوري به د هېچا حقوق او امانت ضایع نشي، ټول هېوادوال باید د هېواد په امنیت، ابادۍ او بیارغونه کې د خپل حکومت ترڅنګ ودریږي.

نوموړي په پای کې )د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار( څخه ۱۰۰۰ فارغو شویو فاضلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې په خپل علم عمل وکړي او خلکو ته یې وښيي.

د ایران یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزي هوساینې د مرستیال وزیر سید مالک حسیني په مشرۍ یوه پلاوی کابل ته راغلی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه پلاوی نن (یک شنبه) کابل ته راغلی، چې د یاد هېواد د خارجي اوسېدونکو د اشتغال مدیر، د کاري اتشو ګروپ او دوه اړخیزه اړیکو رییس او ‎ځیني نور چارواکي په کې شامل دي.

 په خبرپاڼه کي راغلي، چې یاد پلاوی به د کار او ټولنیزو چارو له وزیر ملا عبدالمنان عمري سره د لیدنې پر مهال د دوه اړخیزو اړیکو، کاري ځواک د تبادلې، د فني او حرفوي زده‌کړو پر څرنګوالي او په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کارګرو پر حقوقو او خوندیتوب خبري وکړي.

په کندهار، کاپیسا او کونړ کې درې اوږدمهالې دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۷ کلنه شخړه، چې یو کس پکې وژل شوی او بل ټپي شوی و، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د استازو په هڅو، د قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو په همکارۍ حل او فصل شوه.

یادې شخړې د دواړو لوریو ترمنځ د پراخو مالي تاوانونو ترڅنګ ګڼې ټولنیزې ستونزې رامنځته کړې وې.

ورته مهال، د کاپیسا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت مسولینو د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې روانې شخړې ته د پای ټکی کېښود.

په دې شخړه کې دوه کسان وژل شوي وو او ژور اختلافاتو شتون درلودلو، چې د مسولینو په هڅو پای ته ورسېدل.

همداراز، د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسولینو په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر راپورته شوې شپږ کلنه شخړه هواره کړه، چې دواړو لوریو ته یې د اوږدې تربګنۍ ګڼې ناخوالې زېږولې وې.