ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 204

مولوي باز محمد فیضان د ایران د کرنې جهاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دوه اړخېرو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد وزارت د اوبو او خاورې له مرستیال سره په لیدنه کې د کرنې، نوې اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه  خبرې کړې دي.

په یاده غونډه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې غړي، د دواړو هېوادونو د کرنې او اوبو لګولو یو شمېر سوداګر، د کرنیزو نندارتونونو تنظیموونکي، د اوبو لګولو سیستمونو تولیدوونکي او د ایران د اوبو لګولو سیستمونو د تولیدوونکو ټولنې مرستیال هم ګډون درلود.

 د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، نوې اوبو لګولو، مالدارۍ او فرامرزي کرنې په برخو کې د ایران د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.

همدارنګه د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازارموندنې لپاره د ایران په بازارونو کې د زمینې برابرولو او د دې هېواد له لارې د ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې شوې دي.

له بلې خوا، د ایران د جهاد او کرنې وزارت د اوبو او خاورې مرستیال د اوبو لګولو په برخه کې د تجربو د لېږد، د افغانستان په کرنیزو نندارتونونو کې د ګډون، د افغاني محصولاتو د ترانزیت د اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره د خپل هېواد پر چمتووالي ټینګار وکړ.

ورته مهال د دې پروګرام په څنډه کې، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د اوبو لګولو د سیستمونو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان د خصوصي سکتور استازو هم له ایران څخه د خوراکي هګیو د وارداتو د انحصار موضوع او همدارنګه د نطفه‌دارو هګیو او یو ورځنیو چرګوړو وارداتو ته د افغانستان اړتیا له ایراني لوري سره شریکه کړه.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه، چې افغانستان او ایران د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوامدارو همکاریو پر پراخولو او د اقتصادي ودې په بهیر کې د خصوصي سکتور د رول پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

په ۲۰ زره ترانسپورټي وسایطو کې د جي‌پي‌اېس دستګاوې لګول شوي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د ترانسپورټي وسایطو د معیاري کولو، او د مسافرو او سوداګرو د مالونو خونديتوب په موخه یې تر دې دمه په ټول هېواد کې ۲۰ زره ترانسپورټي وسایطو کې د جي‌پي‌اېس مجهزې دستګاوې فعالې کړې دي.

د خبر پاڼې پراساس، په مرکز او ولایتونو کې پر بسونو او باروړونکو موټرو باندې د یادو دستګاوو د لګولو بهیر په عملي ډول د اجرا په حال کې دی.

روسيې او ایران پر وېنزوېلا د امریکا برید غندلی

د روسيې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د وېنزوېلا پر وړاندې د امریکا دغه اقدام یو وسله وال تېری دی او غندلی یې دی.

 ورته مهال، د ایران بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید یو نظامي تېری ګڼلی او ویلي یې دي، چې دغه عمل د وېنزوېلا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض دی.

چین پر وېنزویلا د امریکا برید غندلی

د چین بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د امریکا له لوري پر وېنزویلا ترسره شوی نظامي برید غندلی او دغه عمل یې د یوه خپلواک هېواد پر وړاندې د زور کارول یاد کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د امریکا له‌خوا دا ډول تسلط غوښتونکي اقدامات په جدي توګه له نړیوالو قوانینو او د وېنزویلا د حاکمیت څخه سرغړونه ده، او د لاتېنې امریکا او کارابین سیمې سوله او امنیت ګواښي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د خپل بشپړ مخالفت په څرګندولو سره له امریکا غوښتي، چې نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور موخو او اصولو ته ژمن پاتې شي او د نورو هېواد د حاکمیت او امنیت نقض ودروي.

د نیکولاس مادورو مرستیاله؛ وېنزویلا به د امریکا مستعمره نه شي

د وېنزویلا د ولسمشر مرستیالې دلسي رودرېګز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې وېنزویلا به د امریکا مستعمره نه شي.

نوموړې ویلي: «موږ چمتو یو، چې له وېنزویلا دفاع وکړو. موږ چمتو یو چې له خپلو ملي سرچینو څخه چې د ملي پراختیا لپاره دي، دفاع وکړو.»

رودرېګز د دې سربېره د مادورو او د نوموړي د مېرمنې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د وېنزوېلا یوازینی ولسمشر نیکولاس مادورو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، امریکا به د انتقالي دورې تر پاې پورې وېنزویلا رهبري کړي او د امریکا د نفتو لوی شرکتونه به وېنزوېلا ته واستول شي.