د چین بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د امریکا له لوري پر وېنزویلا ترسره شوی نظامي برید غندلی او دغه عمل یې د یوه خپلواک هېواد پر وړاندې د زور کارول یاد کړي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د امریکا لهخوا دا ډول تسلط غوښتونکي اقدامات په جدي توګه له نړیوالو قوانینو او د وېنزویلا د حاکمیت څخه سرغړونه ده، او د لاتېنې امریکا او کارابین سیمې سوله او امنیت ګواښي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د خپل بشپړ مخالفت په څرګندولو سره له امریکا غوښتي، چې نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور موخو او اصولو ته ژمن پاتې شي او د نورو هېواد د حاکمیت او امنیت نقض ودروي.

