ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 205

لغمان کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د شېدو پروسس مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د شېدو پروسس یو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مرکز د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د قرغیو ولسوالۍ مرستیال مولوي روح‌الله هماد، د مالدارۍ او څارویو د روغتیا امر ډاکټر جوادالله علیزاده، د قرغیو ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیر، د سیمې ګڼ شمېر مالدارانو او فارم لرونکو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد ویلي، د شېدو پروسس کولو د دغه مرکز جوړېدل به د مالدارانو لپاره د لبنیاتو د پروسس، بازارموندنې او د حیواني محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد مرکز د ازادې داوطلبۍ له لارې یو خصوصي قراردادي ته په قرارداد ورکړل شوی، چې له دې لارې به یو اندازه عواید د دولت خزانې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه مرکز په ورځني ډول د پینځه زره لیتره شېدو د پروسس وړتیا لري.

ایران له ملګرو ملتونو غوښتي چې د لاریونونو په تړاو د ټرمپ «بې‌پروا» ګواښونو ته ځواب ووایي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیرسعید ایرواني، د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا مشر انتونیو ګوتېرش ته په یوه بېړني لیک کې د ایران په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې «لاسوهنې» بللې دي.

امیرسعید ایرواني ویلي، دا ډول څرګندونې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده او ښايي په سیمه کې کړکېچ نور هم زیات کړي.

نوموړي په هغه لیک کې، چې د جمعې په ورځ یې ملګرو ملتونو ته استولی، د ټرمپ هغې وینا ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، که د لاریونونو پر مهال نور کسان ووژل شي، واشنګټن به د هغوی د «ژغورنې» لپاره اقدام وکړي.

ټرمپ په خپلو ټولنیزو شبکو کې په یوه لنډ پیغام کې ویلي، «موږ چمتو یو او د اقدام لپاره تیار یو»، خو د دې څرګندونو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د ایران دایمي استازي ټینګار کړی، چې ایران د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي امنیت او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره د هر ډول بهرني مداخلې پر وړاندې د مشروع دفاع حق لري او د اړتیا په صورت کې به یې په قاطع او متناسب ډول وکاروي.

په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د لوړو زده‌کړو وزارت مهم فعالیتونه او لاسته‌راوړنې!

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې په تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې یې په بېلابېلو برخو کې ګڼې لاسته‌راوړنې درلودې، چې مهمې یې په لاندې ډول دي:

۱- په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د څلورو نویو دوکتورا پروګرامونو، د اتو نویو ماسټرۍ پروګرامونو رامنځته کول، د پینځو نویو پوهنځیو او د ۳۱ نویو ډیپارټمنټونو رامنځته کول.

۲- د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتونونو لپاره د لابراتواري وسایلو پېرل.

۳- د معیاري څېړنو د پیاوړتیا او د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د لومړي ځل لپاره د پوهنتونونو لپاره د ځانګړي سافټویرونو پېرل.

۴- د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت شیخ زاید پوهنتون کې د دوو سترو پروژو پرانیسته.

۵- د پوهنتونونو لپاره د څېړنو د رهنمودونو ۱۸ زره ټوکه کتابونو چاپ.

۶- د اوبو مدیریت په اړه د درې ورځني نړیوال کنفرانس جوړول.

۷-. د غزني پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځي رامنځته کول.

۸- په بدخشان پوهنتون کې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ستر تدریسي روغتون د جوړولو کار پرانیسته او د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د طب پوهنځي د تدریسي بلاک پرانیسته.

۹- د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځي منظورول.

۱۰- د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر پوهنتون کې د دوو پروژو د چارو پیل.

۱۱- د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت فراه پوهنتون د احاطوي دېوال د جوړولو چارې.

۱۲- د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت هلمند پوهنتون د داخلي سړکونو قیررېزي.

۱۳- د ۳۶۰ زره افغانیو په ارزښت ننګرهار پوهنتون کې د اوبو تصفیه کوونکو ماشینونو د نصب پروژه.

۱۴- د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سمنګان پوهنتون د بیارغونې او ترمیم چارو پیل.

۱۵- د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د غزني پوهنتون لپاره د اداري اړتیاوو پېرل.

۱۶- د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د بیارغونې او نوسازۍ پیل.

۱۷- د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات پوهنتون د ساتنې او مراقبت پروژه بشپړه شوه.

۱۸- د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي د نیمه‌کاره ودانۍ د رغولو کار پیل.

۱۹- د ۱۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت د هلمند پوهنتون د تدریسي روغتون د سروې او ډیزاین چارو پیل.

۲۰- د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون ته طبي وسایل سپارل.

۲۱- د چاپېریال ساتنې ادارې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کېدل.

۲۲- د پنجشېر پوهنتون لپاره د لیلیې د ودانۍ د جوړولو بودیجې منظورول.

۲۳- د نورستان پوهنتون لپاره د ۲۰ جریبه ځمکې د پېریلو بودیجې منظورول.

۲۴- د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیکول.

۲۵- تخار پوهنتون کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د جومات پرانیسته او همدارنګه په کندوز ولایت کې د امام قتیبه بن سعید رحمه‌الله د دیني جامعې د جومات پرانیسته.

۲۶- د ننګرهار پوهنتون له لوري په کندهار کې د اسلامي ثقافت د مضمون د تدریس د ارزښت او اهمیت په اړه د داخلي کنفرانس جوړول.

۲۷- د کورني اقتصاد د هېواد په اقتصادي ودې کې د رول په اړه نړیوال کنفرانس.

۲۸- د افغانستان د روغتیایي سیستم او خدماتو د بیاکتنې په اړه داخلي کنفرانس (فرصتونه، ننګونې او حل‌لارې).

۳۰- د مالي او اداري مرستیال ګډون د تاتارستان جمهوریت په شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم کې او د کازان د هوايي چلند او تخنیکي پوهنتون څخه لیدنه.

۳۱- په پکتیکا پوهنتون کې د جومات جوړول.

۳۲- د کونړ سید جمال‌الدین افغان پوهنتون کې د کمپیوټر لب جوړول.

۳۳- د پکتیا پوهنتون لپاره د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د لابراتواري وسایلو پېرل.

۳۴- د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د میوند تدریسي روغتون د عاجلو او OPD پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل.

۳۵- د سمنګان پوهنتون د څېړنیز فارم لپاره د ۲۴۰ جریبه ځمکې پېرل.

۳۶- دایکنډي پوهنتون کې د ۶۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا پروژې بشپړېدل او ګټه اخیستنه.

۳۷- فاریاب پوهنتون د ریاضي څانګې د لابراتوار تجهیز او پرانیسته.

۳۸- د ۱۷ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د پکتیکا پوهنتون د احاطوي دېوال جوړول.

۳۹- د البیروني پوهنتون د برېښنايي کتابتون پرانیسته.

۴۰- د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو لپاره د برېښنايي حاضري سیستم فعالول.

۴۱- د سلام خصوصي پوهنتون له لوري د کډوالۍ په اړه د یو ورځني داخلي کنفرانس جوړول.

۴۲- د فراه پوهنتون لپاره د ۳۰۰ جریبه ځمکې منظورول د څېړنیز فارم په موخه.

۴۳- د ۲۰ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو پیل.

۴۴- د ۱۰ میلیونه افغانیو څخه زیات په ارزښت د البیروني پوهنتون د تدریسي روغتون د بیارغونې پیل.

۴۵- د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلیو ترمیم.

۴۶- د ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر پوهنتون د داخلي سړکونو جوړول.

۴۷- د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا پوهنتون د دوو پروژو پرانیسته.

۴۸- د ۱۹ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د عبدالله بن مبارک رحمه‌الله دیني جامعې د دوو پروژو ګټې اخیستنه.

۴۹- د ۱۵ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د فراه پوهنتون د احاطوي دېوال د دوهم پړاو پیل.

۵۰- ارزګان پوهنتون لپاره د ۵۰۰ جریبه ځمکې تثبیت.

۵۱- ایران ته د لوړو زده کړو وزیر سفر او د قم حوزې علمیه، قم پوهنتون او جامعه‌المصطفی لیدنه.

۵۲- د افغانستان او ایران د لوړو زده کړو وزیرانو ترمنځ رسمي لیدنه.

۵۳- د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د البیروني پوهنتون د تدریسي روغتون د درملتون د جوړولو پیل.

۵۴-  سمنګان پوهنتون کې د ۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د بیارغونې پروژو پیل.

۵۵- غور پوهنتون کې د څلورو ترمیمي پروژو پیل.

۵۶- د ۱۰.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د تدریسي ساحو د پلې لارو ترمیم.

۵۷- د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ کندوز پوهنتون ته د کرنې وزارت له لوري د ۷۲۰ جریبه ځمکې انتقال.

۵۸- د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د بېلابېلو برخو بیارغونه د ۳.۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت سره.

۵۹- د لغمان پوهنتون لپاره د اوو پایو مایکروسکوپونو پېرل د ۶۱ زره افغانیو په ارزښت.

۶۰- د نیمروز پوهنتون د برېښنايي سیستم د جوړولو پیل د ۵ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانیو په ارزښت.

۶۱- د ننګرهار پوهنتون د تدریسي روغتون لپاره د لمریزې برېښنا سیستم جوړول د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت.

۶۲- د البیروني پوهنتون د ۲.۸ کیلومتره داخلي سړکونو د جوړولو پیل د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت.

۶۳- د البیروني پوهنتون د شنې ساحې د جوړولو پرانیسته.

۶۴- د لوړو زده کړو وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د ګډو علمي او تخصصي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیکول.

۶۵- د لوړو زده کړو وزارت او د کیفیت او معیار ملي ادارې ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه‌‌لیک لاسلیکول.

۶۶- د لوړو زده کړو وزارت په مشرۍ غزني پوهنتون کې د کلیوالو سیمو د پراختیا په اړه داخلي کنفرانس.

۶۷- فراه پوهنتون کې د ۵۰ جریبه ځمکې پر مساحت د څېړنیز فارم د جوړولو پیل د ۲۱ میلیونه او ۷۵ زره افغانیو په ارزښت.

۶۸- هرات پوهنتون کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو پیل.

۶۹- هلمند پوهنتون کې «له نشه‌يي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندې درې ورځنی داخلي کنفرانس.

۷۰- د «دوامدار پرمختګ لپاره صنعتي انقلاب» تر عنوان لاندې داخلي کنفرانس جوړېدل.

۷۱ د علماوو کرامو د عالیه او عالمیه دورې لپاره شاوخوا ۲۸ زره تنو څخه د ازموینو اخیستل.

ایران کې د حکومت ضد لاریونونه؛ لږ تر لږه اته کسان وژل شوي

د ایران د هرانا خبري اژانس د راپور له مخې، دا مهال د ایران په ۴۶ ښارونو په ۱۱۳ سیمو کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري.

سرچینو ویلي، چې تر دې مهاله د دغو لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

دا اعتراضونه د نیشابور، سبزوار، اسفراین، مشهد، همدان، فردیس، ګوهردشت، خرم‌آباد، قزوین، تهران، فولادشهر، زاهدان، مرودشت، پرند، هفشجان، جونقان، یاسوج او قم په ګډون په یو شمېر ښارونو کې روان دي.

همدارنګه، نن هم داسې راپورونه خپاره شوي چې امنیتي او انتظامي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.

د یاد اژانس د راپور له مخې، د اعتراضاتو له دوام سره د ښاریانو د نیونو کچه هم لوړه شوې او د لسګونو معترضو کسانو د نیول کېدو راپورونه راټول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه لاریونونه تېره یکشنبه وروسته له هغې پیل شول، چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده او له همدې امله د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.

د کرنې وزارت مرستیال د ایران د اوبو لګولو د نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو په نندارتون کې ګډون وکړ

د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د نویو تجربو د ترلاسه کولو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د یو رسمي پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه تهران ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د وزارت د مقام سلاکار شفیع‌الله مهمند، د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني او مفتي محمد ثابت ثاقب د هېواد د کرنې وزارت د مرستیال ملتیا کوله.

د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي په تهران کې په هغه تخصصي نندارتون کې ګډون وکړ، چې د کرنیزې ماشینرۍ، د اوبو لګولو پر نویو سیستمونو، ځېرکه کرنه او د اوبو د سرچینو پر دوامدار مدیریت متمرکز و او د ایران د کرنې جهاد وزارت د اوبو او خاورې مرستیال په شتون کې یې د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال د څاڅکي، باراني او ځېرک اوبو لګولو پرمختللي سیستمونه معرفي شول، چې د موبایل اپلېکېشنونو او دقیقو سنسرونو په وسیله د نباتاتو د اوبو او سرې اړتیا ټاکي او د اوبو او انساني ځواک مصرف تر ټولو ټیټې کچې ته راکموي.

دغه ټکنالوژۍ د افغانستان له شرایطو سره د تطبیق وړ دي او کولی شي د کرنې د حاصل‌خېزۍ په لوړولو کې مرسته وکړي.

همدارنګه، د پلاوي غړو د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې له فعالو شرکتونو او بنسټونو سره په دوه‌اړخیزو سوداګریزو ناستو (B2B) کې ګډون وکړ، څو د همکارۍ زمینې، د تجربو لېږد او د کرنې په سکتور کې د پانګونې د جلب پر لارو چارو بحث وشي.

یاد سفر د کرنې وزارت د هغو پروګرامونو په لړ کې ترسره شو، چې موخه یې د کرنې میکانیزه کول، د اوبو لګولو سیستمونو ښه والی او په هېواد کې د ځیرکې کرنې پراختیا ده او دا به د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او د کرنیزو تولیداتو د حاصل‌خېزۍ د زیاتوالي لامل شي.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

‏وروسته د نفتو او ګازو مستقلې ادارې، د ښاروالیو چارو انسجام عمومي ریاست او ننګرهار ولایت مقام پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث شوی او په اړه يې لازم تصميمونه نيول شوي دي.

د غونډې ‏په پای کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند موضوع په اړه د زیات غور او د څارنې په موخه جلا کمېټې ته دنده سپارل شوې ده.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د ملي دفاع وزارت تشکیلاتو کې نوې ټاکنې شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د حکم پر اساس د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې لاندې نوې ټاکنې شوې دي:

د سرپل مخکېنی والي مولوي محمد ظریف مظفر؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د قومندان په توګه.

د پنجشېر فوق العاده لواء مخکېنی مرستیال ملا عتیق ﷲ حبیب؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لومړۍ سرحدي لواء مخکېنی قومندان مولوي عبدالرحمن عمر یاسر؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د رییس ارکان په توګه.

د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکېنی رییس ارکان قاري محمد شفیق وثیق؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د رییس ارکان په توګه.

د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د کلیو د پراختیا مخکېنی معین ملا نثار احمد نصرت؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د رییس ارکان په توګه.

د ۲۱۵ العزم قول اردو اوومې سرحدي لواء مخکېنی قومندان ملا بسم ﷲ فرهادي؛ د یادې قول اردو د رییس ارکان په توګه.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو د دویمې پلې لواء مخکېنی قومندان ملا محب ﷲ حکمت؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لومړۍ سرحدي لواء د قومندان په توګه.

د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکېنی مرستیال سید عبدالجبار اغا؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه.

د ۲۰۵ البدر قول اردو دویمې پلې لواء مخکېنی قومندان ملا عبدالشکور بریالی؛ د ۲۱۵ العزم قول اردو اوومې سرحدي لواء د قومندان په توګه.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو مخکېنی رییس ملا محمد نعیم معتمد؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو دویمې پلې لواء د قومندان په توګه.

د کاپیسا ولایت مخکېنی امنیه قومندان حاجي محمد عثمان ایوبي؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه.

د پنجشېر فوق العاده لواء درېیم کنډک مخکېنی قومندان ملا بسم ﷲ کرامت؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو درېیمې سرحدي لواء د قومندان په توګه.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو دریمې سرحدي لواء  مخکېنی قومندان مولوي محمد آصف ذاکر؛ د همدې قول اردو لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه.

د ۲۰۳ منصوري قول اردو لومړۍ پلې لواء مخکېنی قومندان قاري عبدالباقي حسن؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو دویمې پلې لواء د قومندان په توګه او د ۲۱۵ العزم قول اردو مخکېنی رییس ارکان ملا نصیب ﷲ زبیر د دفاع وزارت د خدماتو ریاست د رییس په توګه شوی دی.