ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 206

د ټولګټو وزیر کندهار ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال، د کابل–کندهار لویې لارې د شولډرونو د رغونې له روان بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ، د کندهار–سپین بولدک دویم لین (۳۹.۶ کیلومتره)، کندهار–سپین بولدک (وېش) ۸ کیلومتره سړک، ترینکوټ–شاولي کوټ ۲۴ کیلومتره سړک، د کندهار–ارغنداب (سرکاري باغ) ۹.۳ کیلومتره سړک، کندهار–ارزګان لومړي لاټ ۱۳ کیلومتره سړک او د کندهار–هلمند لویې لارې اړوند د باغ پل سړک د دوو برخو له رغنیزو چارو او همدارنګه د یادو پروژو د قراردادي شرکتونو له کمپونو څخه لیدنه او تخنیکي ارزونه ترسره کړه.

ښاغلي وزیر د دې سفر په ترڅ کې اړوندو مسولینو او قراردادي شرکتونو ته لارښوونه وکړه، چې د کار چټکتیا، غوره کیفیت او د منظور شوو تخنیکي معیارونو پر بنسټ دې پروژې پر ټاکلي وخت بشپړې کړي.

همدارنګه، نوموړي د کندهار–هرات پر مسیر د کندهار–هلمند سړک د رغونې په موخه د فعالېدونکو ټول‌پلازاوو د ودانیو، د کابل–کندهار او کندهار–هلمند لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د رغنیزو چارو، او د کندهار–هلمند لویې لارې د دویم لین سړک له نوي فعال شوي کمپ څخه هم لیدنه وکړه.

دغه راز، د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسولینو ښاغلي وزیر ته ډاډ ورکړ، چې یادې پروژې به په چټکتیا، غوره کیفیت او د منظور شویو تخنیکي معیارونو سره سم پر ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ د حکم پر اساس یو شمېر نوې ټاکنې شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ د حکم پر اساس د کورنیو چارو وزارت اړوند تشکیلاتو کې لاندې ټاکنې شوې دي:

د جوزجان ولایت مخکېنی والي قاري ګل حیدر شفق، د بامیان ولایت د والي په توګه.

د بامیان ولایت مخکېنی والي ملا عبدﷲ سرحدي، د جوزجان ولایت د والي په توګه.

د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکېنی قومندان ملا احمد شاه دیندوست، د سرپل ولایت د والي په توګه.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکېنی رییس ارکان حافظ انځر ګل عبدﷲ، د لغمان ولایت د مرستیال په توګه.

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري فساد سره د مبارزې مخکېنی رییس مولوي غلام الرحمن حیدري، د ننګرهار ولایت د مرستیال په توګه.

د سرپل ولایت د لواء د ټولۍ قرارګاه مخکېنی قومندان مخدوم عبدالخبیر، د سمنګان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

د کندوز ولایت د استخباراتو مخکېنی رییس حاجي محمد اسماعیل فائز، د لغمان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

د کندهار ولایت لوړ میوند ولسوالۍ مخکېنی ولسوال ملا عبدﷲ، د سپین بولدک د کمیسیار په توګه.

د کندهار زون حمایوي کنډک مخکېنی قومندان حافظ سید محمد وارث، د کندهار ولایت لوړ میوند د ولسوال په توګه. او د کندهار مرکز اتمي امنیتي حوزې مخکېنی امر ملا احمد ﷲ سالم، د کندهار زون حمایوي کنډک د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

زهران ممداني د نیویارک لومړنی ښاروال شو، چې پر سپېڅلي قرانکریم یې لوړه وکړه

زهران ممداني د پنجشنبې په ورځ د نیویارک ښار د ښاروال په توګه لوړه وکړه او خپله دنده یې د شپې له دولسو بجو وروسته د ښاروالۍ ودانۍ لاندې د اورګاډي په يوه تمځای کې پیل کړه.

 نوموړی د نیویارک ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ممداني خپله رسمي لوړه پر سپېڅلي قرانکریم وکړه او په دې توګه د نیویارک لومړنی ښاروال شو، چې لوړه پر قرانکریم کوي.

د نوموړي دفتر ویلي، چې د لوړې لپاره د یوه ساده ځای ټاکل د کاري خلکو پر وړاندې د هغه د ژمنتیا څرګندونه کوي؛ هغه موضوع چې د نوموړي د ټاکنیز کمپاین مهمه برخه وه او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ستونزې یې تمرکز درلود.

دغه‌راز، داسې انګیرل کېږي، چې ۳۴ کلن ډیموکراټ سیاستوال د خپلې دورې پر مهال له بېلابېلو سیاسي ننګونو سره مخ شي، چې له ډلې یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره اړیکې هم شاملې دي.

د اسلامي امارت ویاند: افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې پر نږدې او امنه لار بدل شوی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې اسلامي امارت د ټاپي، کاسا زر، افغان ټرانس، ټوټاپ او ټاپ پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټ او د انرژۍ لېږد لپاره تر ټولو پر نږدې او امنه لار بدل شوی دی.

دغه‌راز نوموړی وايي، چې افغانستان اوس‌مهال د کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو او لاسي صنایعو په ګډون ۲۴ سکټورونو کې تولیدات لري.

 ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ د صنعت په سکټور کې د پانګونې لپاره ښه او پراخه زمینه برابره شوې، کورني او بهرني پانګوال کولای شي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۱۶ کیلومتره پیپ غځول شوی او د ۸۷ کیلومتره نور لپاره هم زمینه برابره شوې ده.

 نوموړي زیاته کړې، د پیپونو په را رسېدو سره به هره ورځ یوه کیلومتر پيپ اچول کیږي او تر هراته ۶۶ کیلومتره مساحت پاتې چې د ګازو نل‌لیکه هرات ښارته ورسېږي.

ښاغلي مجاهد په وینا، تېر کال د هېواد په هره ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو امر وشو، چې له دې ډلې د ۵۰ روغتونونو چارې پیل شوي او د نورو لومړني کارونه تر کار لاندې دي.

نوموړي زیاته کړې، دغه روغتونونه چې شمېر یې ۳۱۸ ته رسېږي، ورسره به د هېواد په روغتیایي برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

نورالدین عزیزي د بیو کنټرول او احتکار په مخنیوي ټینګار کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سکتوري خونو له غړو او د کابل ښار د اصنافو له بېلابېلو مسولینو سره د بازار د وضعیت، د بیو کنټرول او احتکار مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي عزیزي د احتکار مخنیوي، د بازارونو ثبات، د بیو کنټرول او د اسلامي امارت او سوداګرو ترمنځ د دوامداره همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار کړی او په دې اړه یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله سپارښتنې شریکې کړې دي.

د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسيون غونډه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسيون غونډه وکړه.

 په یاده غونډه کې پخوا څيړل شويو موضوعاتو ته حل لارې وموندل شوې او د يو شمېر ځايونو د رسمي نومونو د نه اخېستلو له امله د رسنيو مسولينو ته سپارښتنې وشوې.

ترکي پانګوالو د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکیې هېواد ټیکنیلیګوس کمپنۍ له مسولینو سره ناسته کې د نوې کېدونکې برېښنا انرژۍ پروژو پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

دې لیدنه کې ترکیي کمپنۍ مسولینو د برېښنا تولید، تاسیساتو جوړولو او ټیکنالوژۍ برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښولې ده.

دغه راز ښاغلي عمر ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې د شفافې حکومتولۍ ډاډمنې فضا کې له بېلابېلو سرچېنو څخه د برېښنا تولید او تاسیساتو جوړولو برخو کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د پانګوالو ملاتړ او پانګونې فرصتونو پېژندنې دوو سترو پراخ ګډونه کنفرانسونو څخه وروسته پر ملي پانګوالو سربېره د نړیوالو پانګوالو لېوالتیا هم بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زیاته شوې ده، چې دا مهال پر ګڼو پروژو کار روان دی.