ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 207

یوناما: د کډوالو له بېرته راستنېدو سره د افغانستان نفوس ۱۰ سلنه زیات شوی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتوته سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې راستنو شویو افغانانو ته د مرستو رسولو او د اړوندو چارو پر وړاندې د شته خنډونو د حل په اړه خبرې شوې دي.

د یوناما مرستیال اندریکا راتوته د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ او له اغېزمن کار څخه په خوښۍ ویلي، چې روان زیـږدیز کال د ملګرو ملتونو ادارو د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه دوه نیم میلیارده امریکايي ډالره مصرف کړي دي، چې دا له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو ژمنتیا په ډاګه کوي.

ښاغلي راتوته د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ زیاته کړې، چې د کډوالو د بېرته راتګ له امله په لنډه موده کې د افغانستان د وګړو شمېر لس سلنه ډېر شوی، چې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو په هڅو وضعیت په ښه ډول مدیریت او له ناورین څخه مخنیوی شوی دی.

د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما مرستیال د کډوالو او بېځایه شویو په برخو کې د اسلامي امارت له ادارو سره پر لا ډېره همکارۍ او همغږۍ ټينګار کړی او یادونه یې کړې، چې د راتلونکی کال لپاره د کډوالو د اړتیاوو مشخصولو په موخه به له کډوالو چارو وزارت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په هېواد کې د کډوالۍ د دایمي حل د مسودې پر چارو خوښي څرګنده کړې او دغه راز یې له پاکستان څخه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر رالېږد خپل وړانديزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړي دي.

دغه‌راز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي اندریکا راتوته او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په روان ژمي کې له راستنو شویو سره د بېړنیو مرستو پلان چمتو کړی، چې په ټول افغانستان کې به پلی شي او په هر ولایت کې به له زرو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته هم وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو چارو وزارت د اهل خیر خلکو په همکارۍ راستنو شویو ته د مرستو لړۍ پیل کړې او تمه یې څرګنده کړې ده، چې زرګونو کورنیو ته به اړتیا وړ خوراکي مواد ورسېږي.

د ناستې پر دوام مولوي عبدالکبیر د خوړو او سرپناه په برخه کې د راستنو شویو د ستونزو اړوند موضوع ګانې د یوناما له مرستیال سره شریکې کړي او یادونه یې کړې، چې د یوناما پر وړاندیزونو به غور وکړي.

د افغانستان او عمان د ترانسپورټ وزیرانو لیدنه؛ د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوي

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده عمان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ترانسپورټ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سعید بن حمود المعولي او د دې هېواد د هوایي چلند ادارې له رییس نایف بن علي العمري سره جلا لیدنې کړي.

ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې د عمان د ترانسپورټ له وزیر سره په لیدنه کې د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا، د دوه اړخیزه ترانسپورټي خدمتونو په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا او د هوکړه‌لیکونو په اړه خبرې شوې دي.

ورته مهال د دې هېواد د هوایي چلند ادارې له رییس سره د هوایي ترافیکو خدمتونو برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، د کارګو لېږد رالېږد، هوایي دهلیزونو او د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې شوې دي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې له بحث وروسته د ۱۸.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل.

همداراز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژې د قیمت په اړه له ګټونکي شرکت سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د اقتصادي معاونیت په وینا، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې په ورځني ډول ۵۰۰۰ ټنه تولید ته د جبل السراج سیمنټو کارخونې د ظرفیت لوړول، په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه اوسپنې د پروسس په ظرفیت د حاجي ګک اوسپنې کان لپاره د کارخونې جوړول، د ۲۲۵ مېګاواټه په ظرفیت د حرارتي برېښنا تولیدي کارخونې جوړول، د نورستان ولایت په کامدیش، د زابل ولایت په ارغنداب، د جوزجان ولایت په منګجک، د بغلان ولایت په ډنډغوري، د کندهار ولایت په دامان، د سرپل ولایت په سنچارک، د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، د سمنګان ولایت په حضرت سلطان، د غور ولایت په شهرک، د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد، د کونړ ولایت په خاص کونړ او د بلخ ولایت په البرز ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول، د پنجشیر او دایکنډي ولایتونو د ۱۰۰ بستریزو روغتونونو او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

د لوړو زده‌کړو وزیر کندهار ته سفر کړی

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، کندهار ته په خپل رسمي سفر کې د یاد پوهنتون استادانو او محصلینو ته د وينا سربېره په یاد پوهنتون کې د لوړو زده‌کړو وزارت د ٧.۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د انجینيري پوهنځي اړوند محصلینو د عملي کار لپاره د پارک او د ياد پوهنځي د نوي تعمیر د ترمیم پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارله.

شیخ نداء محمد ندیم د وینا پر مهال، استادانو او محصلينو ته د علم، اخلاص، زحمت، وخت ارزښت، سالم فکر او اسلامي اخلاقو په اړه مهمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ځوانان باید د هېواد د ابادۍ او د نظام د پیاوړتیا لپاره ځانونه علمي او مسلکي وروزي.

دغه راز نوموړي د طب پوهنځي استادانو او محصلینو ته د طب مسلک ارزښت، د ډاکټرانو مقام او د هغوی دروند مسولیت په ټولنه کې روښانه کړ او ټینګار یې وکړ، چې طبابت یو انساني او اسلامي رسالت دی، چې له ژوند ژغورنې، خدمت او امانتدارۍ سره تړاو لري.

ښاغلي ندیم همدارنګه استادانو او محصلینو ته یو شمېر مهمې لارښوونې وکړې، تر څو خپل علم، اخلاق او عملي مهارتونه لا پیاوړي کړي او د ټولنې د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په اخلاص او ژمنتیا کار وکړي.

همدارنګه د لوړو زده‌کړو وزیر د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار له بېلابېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې محصلینو ته د عملي پروژې وسپارل شي او ټول لازم امکانات دې ورته برابر شي، څو وکولای شي د خپل مسلک اړوند محصولات په عملي ډول تولید کړي.

 نوموړي ټینګار وکړ، چې معیاري عملي کارونه د محصلینو تجربه پیاوړې کوي، د هېواد ځان بسیاینې ته لاره هواروي او د پوهنتون د عوایدو سرچینه هم ګرځي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: تېر کال د اقتصادي کمېسیون په غونډو کې ۱۵ بېلابېلې طرحې تایید شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېر کال د اقتصادي کمېسیون په غونډو کې ۱۵ بېلابېلې طرحې تایید شوې دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په تایید شویو طرحو کې لاندې طرحې شاملې دي:

۱ـ په هرات کې د «بام هرات» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه؛ 

۲ـ د ملي پراختیا تګلارې مسوده؛

۳ـ د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده؛

۴ـ په مهمو اقتصادي برخو کې د ځان بسیاینې پالیسي او طرحه؛

۵ـ د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي پالیسي؛

۶ـ د سړو خونو جوړونکو پانګوالو ته د پینځه کلن مالياتي معافيت ورکړه؛

۷ـ د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده؛

۸ـ د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې طرحې؛

۹ـ د ۲۰.۷میلیارده افغانیو په پانګونې سره د برېښنا د تولید او لېږد پروژو تړونونو لاسلیک؛

۱۰ـ په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه‌لیک لاسلیک؛

۱۱ـ له اوزبیکستان سره د ۲۴۳میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا څلورو پروژو تړونونو لاسلیک؛

 ۱۲ـ د سوداګریزو بانکونو له لوري د ټولګټو پروژو د تمویل مېکانیزم لاسلیک؛

 ۱۳ـ د ۹۴ زره او ۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید هوکړه‌لیک او تړونونو لاسلیک؛

۱۴ـ د نفتي توکو په برخه کې ۵۷سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارو تصویب؛

 ۱۵ـد جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک؛

۲۰۲۵ کال؛ په سیاسي ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت پراخې ډیپلوماتیکې او سیمه‌ییزې هڅې

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال د لاسته راوړنو په اړه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت په تیر یو کال کې په سیاسي او ډیپلوماتیک ډګر کې د پام وړ فعالیتونه او پرمختګونه لرلي، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا، باور جوړونې او همکارۍ د پیاوړتیا ښکارندویي کوي.

ملا حمدالله فطرت ویلي، چې د بهرنیو چارو، ترانسپورت او هوايي چلند، صنعت او سوداګرۍ، عامې روغتیا، کورنیو چارو او نورو مهمو وزارتونو لوړپوړو چارواکو ایران، اوزبیکستان، هند، چین، قرغیزستان، سعودي عربستان، اذربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، دغه سفرونه د سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي، سوداګریزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوي دي.

همداراز ملا حمدالله فطرت ویلي، د افغانستان سفارتونه په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامي امارت استازو ته سپارل شوي، په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر خپل کار پیل کړی او د قزاقستان سترې محکمې له لوري پر اسلامي امارت لګول شوي محدودیتونه لغوه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د سفیر په کچه لوړې شوي او د هند استازیتوب په کابل کې له تخنیکي ماموریت څخه سفارت ته لوړ شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي؛ په ورته وخت کې، د رېل پټلۍ، ترانزیټ او زیربنايي همکاریو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي، چې له ډلې یې د تورغنډۍ–هرات رېلوي د پراختیا هوکړه‌لیک له قزاقستان سره لاسلیک شوی او افغان پلاوو د نړیوالو رېلوي، اقتصادي او مالي غونډو کې ګډون کړی دی.

د ښاغلي فطرت په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت همداراز په بېلابېلو نړیوالو او سیمه‌ییزو فورمونو، لکه د دوحه فورم، مسکو فورم، ECO او اسلامي مالي خدماتو د بورډ غونډو کې رسمي ګډون کړی، چې دا د هېواد د فعال حضور او تعامل څرګندونه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې سربېره پر دې، د اداري اصلاحاتو په لړ کې ۳۰ نوې ولسوالۍ د هېواد د اداري واحدونو جوړښت ته اضافه شوې او په جرمني کې د افغانانو لپاره د پاسپورټ چاپ بهیر له څو کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوی دی.

همدارنګه ملا حمدالله فطرت ویلي، چې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تېر کال په بهير کې د ټولګېټونو، ترمينلونو، تيرپارکونو او نورو برخو کې (۳۵) پروژې پيل کړې دي او د دې تر څنګ د ترمينلونو، اداري ودانيو، احاطوي ديوالونو او تيرپارکونو په برخه کې څه باندې (۲۰) پروژې ګټه اخېستنې ته سپارل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، همدارنګه کابل ښار کې د ښاري نظم په موخه ۶۴ ښاري ترمينلونه تثبيت شوې، چې اوس مهال يې د ځمکو د تصفيې بهير روان دی.

 د ښاغلي فطرت په وینا، دغه‌راز د ټرانسپورتي تاسيساتو جوړولو په موخه په ټول هېواد کې ټول‌ټال څه باندې ۲۵زره جريبه ځمکه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته لېږدول شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا ټول پرمختګونه د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي تعامل، سیمه‌ییزې همکارۍ او نړیوال حضور د پراختیا په لور مهم ګامونه بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې دا ټول پرمختګونه د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي تعامل، سیمه‌ییزې همکارۍ او نړیوال حضور د پراختیا په لور مهم ګامونه بلل کېږي.

افغانستان د نړیوال جام لپاره خپله لوبډله وټاکله

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن چهارشنبه د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ او دغه راز د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان اتلان به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د ویسټ انډیز پر وړاندې د درېیو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي، چې دوه نورې لوبې به یې د همدې میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

همدارنګه دغې ادارې زیاته کړې، چې د یادې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه هند ته سفر وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه ویلي:” افغان اتلانو په تېر شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې بهترینې لوبې ترسره کړې. موږ له هغو لوبو غوره خاطرې لرو او هیله من یو چې په راتلونکي نړیوال جام کې لا غوره پایلې ترلاسه کړو. موږ دغه راز له نړیوال جام وړاندې د ویسټ انډیز کوربه توب کوو او ډاډه یو چې دغه لوبلړۍ به د افغان لوبډلې په تیاریو کې غوره رول ولوبوي او افغان لوبډله به له بشپړ چمتووالي سره په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.”

دغه‌راز افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر احمد شاه سلیمانخېل ویلي:” موږ د افغان لوبډلې د ټاکلو په اړه تېرو څو ورځو کې له اړوند کسانو سره ژور بحثونه وکړل چې په پایله کې مو دغه لوبډله وټاکله. ګلبدین نایب د غټو سیالیو ښه لوبغاړی دی چې د نوموړي بېرته راتګ ښه خبره ده. د نوموړي ترڅنګ موږ د نوین الحق لپاره هم خوښ یو، چې په راتګ سره یې زموږ د چټکې توپ اچونې برخه نوره هم پیاوړې شي.”

نوموړي زیاته کړې:” په ۱۵ کسیز نوملړ کې د غضنفر نه ټاکل سخته پرېکړه وه، چې پرځای بل پیاوړی توپ اچوونکی یې مجیب الرحمن ټاکل شوی دی. شاهدالله کمال په تېرو څو پړاوه کورنیو سیالیو کې ډېر ښه ځلېدلی دی او موږ ته د یو چپ لاسي توپوهونکی اپشن هم راکوي چې په سترو سیالیو کې ډېر پکارېږي.”

د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبلړۍ او د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ:

راشد خان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او محمد اسحاق ویکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمن، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او عبدالله احمدزی شامل دي.

د دوی ترڅنګ غضنفر، اعجاز احمدزی او ضیاءالرحمن شریفي د احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډلې کې ټاکل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې افغان اتلان د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، نیوزیلنډ، متحده عربي امارات او کاناډا لوبډلو سره ځای لري او د مهالوېش له مخې به په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د فبروري میاشتې په اتمه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: تېر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته شاوخوا ۱۲.۵ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې تېر کال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په هېواد کې د څه‌باندې ۶۰۰ زره یتیمانو، معلولینو او کونډو لپاره ۱۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي. 

د ښاغلي مجاهد په وینا، چې له مخې یې هر یتیم او کونډې ته په میاشتني ډول ۲ زره افغانۍ ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت له لوري تېرکال په ټول هېواد کې د ۲۳۸ دیني مدرسو او ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، له دې ډلې ۱۷ بابه د دیني مدرسو او ۲۲۱ بابه د ښوونځیو ودانۍ شاملې دي.

همدارنګه مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې تېر کال د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت لخوا  په ټول هېواد کې ۲۲ سترې پروژې پيل شوي.

ښاغلي مجاهد زیاتوي، له دې ډلې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د ۲۰ نورو پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړې، تېر کال د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په وړاندې زیات شوی او د انفلاسیون کچه ټېټه شوې، د خوراکي او نورو لومړنیو توکو بیې د سیمې په پرتله کمې شوي دي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، هغه هوکړې چې د تېر کال په لړ کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سیمه‌ییزو هېوادونو سره لاسلیک کړې دي په لاندې ډول دي:

۱- د ترجيحي تعرفو او نورو سوداګريزو او ترانزیټي موضوعاتو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوکړه‌لیک لاسلیک.

۲ـ د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ د هوکړه‌لیک لاسلیک.

۳- د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ تفاهم یادښت لاسلیک.

۴- د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په اړه د لارنقشې لاسلیک.

۵- د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د اوزبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د شویو ژمنو د عملي کولو پلان لاسلیک.

۶- د ايران د سیستان او بلوچستان ولایتونو او افغانستان ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لاسلیک.

دغه راز مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېر کال د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې ۹۵ سلنه او د سربند کانال د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، د یاد کانال په مسیر کې د ۲۵ پلونو، اوبو کنټرولونکو ساختمانونو او د ترنابونو چارې هم پيل شوې دي.

دغه‌راز تېرکال د کمال خان بند، د کابل شا او عروس بند او د هرات پاشدان بند پاتې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

همدارنګه د اسلامي امارت ویاند وایي، تېرکال په فراه کې د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو، په پکتیکا کې د پلتوني بند او په زابل کې د عمري بند کارونه پيل شوي او ښه پرمخ روان دي.

نوموړي زیاته کړې، دغه‌راز تېرکال کې په لغمان کې د شاهی کانال، په هلمند کې د نهرسراج کانال او په کجکي کې د برېښنا بند پارچاوۍ د لس متره لوړولو چارې هم ښې روانې دي.