ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 208

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د روانو رغنیزو پروژو د ارزونې په موخه ختیځ زون ته سفر وکړ

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال ملا عبدالجبار، د یو تخنیکي او مسلکي پلاوي په ملتیا د دې وزارت د روانو رغنیزو او زیربنایي پروژو د ارزونې، څارنې او کاري بهیر د نږدې کتنې په موخه د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ.

 نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې په لغمان ولایت کې د ده‌ زیارت پل، د علیشنګ او دولت‌شاه ولسوالیو پر لارو د استنادي دېوالونو د جوړولو او د کونړ – نورستان عمومي سړک له رغنیزو چارو څخه له نږدې کتنه وکړه.

 په دغې کتنه  کې ملا عبدالجبار؛ د یادو پروژو قراردادي شرکتونو مسولینو او تخنیکي ټیمونو ته د کار د چټکتیا، د ساختماني چارو د لوړ کیفیت، د تخنیکي معیارونو رعایت او په ټاکلي وخت د پروژو د بشپړېدو په اړه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ټولې پروژې باید د منظور شویو تخنیکي نقشو او قراردادونو له مخې په روڼتیا او معیاري ډول پلي شي، څو د خلکو اړتیاوې په دوامدار ډول پوره شي.

 د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د یاد سفر په دوام د ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو د تر کار لاندې سړکونو، پلونو او نورو زیربنایي پروژو څخه هم لیدنه او د هغو د کاري وضعیت ارزونه به وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۲۴هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۲۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره ټولې۲۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۹تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۰۸۲مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۵۷۶تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۴عدد سیمکارت وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۵۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۳۰تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۷۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۲تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۶۵۸۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۵کورنیو سره ټولې یو میلیونه او ۳۰۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې درې زره او ۲۶۲خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۴۱عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۹۹کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۱۶۱۰تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۵۴۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۳۸تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه،۲۲۹ زره او ۴۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۴۹کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۵۸۴ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۴۴عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.  

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۷۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۱تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 د هلمند له بهرامچې څخه ۳۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۱تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۲۲ زره او۴۵۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۱کورنیو سره ټولې۵۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۳۱۲‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ زره او ۸۲تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه،۲۵۴ زره او۹۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               ۵۷۷کورنۍ او ۳۰۰۵وګړي

لېږدول شـوي کډوال:              ۹۶۷کورنۍ او ۵۴۲۳وګړي

مرسته شوي کډوال:               ۷۹۲ کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:         ۴۸۹عــــدده

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ګڼو وزارتونو د مسولینو لپاره په جوړ شوي سیمينار کې ګډون او وینا وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې، د زندانونو چارو د سمون ادارې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د روزنتونو مسولینو، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو په وړاندي د مبارزې معینیت، د جهادي مدارسو او دار الایتامونو عمومي ریاست اړوند د دار الایتامونو مسولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او وينا کړې.

په دغه سیمینار کې چې د افغاني سرې میاشتي عمومي رییس، د کار او ټولنیزو چارو وزیر، د جهادي مدارسو عمومي رییس، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د سترې محکمې جنوب لویدیځ زون قضایي مرستیال، د مرکزي دارالافتا‌ء رییس، د دیني خپرونو د نظارت او کره کتنې ادارې رییس، د شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو د مخنیوي مرستیال او یو شمېر نورو مسولینو او علماء کرامو هم برخه اخیستې وه، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته اړینې لارښوونې او مهمې توصیې وکړې.

دغه‌راز نوموړي د ټولو مسولینو خدمتونه وستایل او د سیمینار ګډونوالو ته یې د قرآن‌کریم او سنتو په رڼا کې تفصیلي وینا وکړه او ویې ویل، خیر الناس من ینفع الناس، په خلکو کې د خیر خلک هغه دي، چې خلکو ته یې نفع رسېږي. اسلامي امارت د مسلمانانو د وکالت او استازولۍ مقام دی، اسلامي امارت به د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه کوي، خلکو ته به دین او شریعت ورښيي، د خلکو امنیت به ساتي، د یتیمانو، کونډو، غریبانو، بې سرپرسته کورنیو کفالت به کوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، د اسلامي امارت قوانین او فرامین د څو کسانو رایه نه ده، بلکې دا د الله تعالی دین او ټول اسلامي احکام دي، چې خلک د الله تعالی دین ته رابولي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت فرمانونه په دوو برخو کې صادرېږي، یوه برخه یې د الله تعالی تعظیم او عبادت دی، چې لمونځ، روژې او په نورو عباداتو کې فرمانونه دي او بله برخه فرمانونه یې د الله تعالی پر مخلوق باندې د رحم او شفقت لپاره دي، چې د خلکو، کډوالو، غریبانو، معلولینو، بې سرپرسته کورنیو، یتیمانو، کونډو او معتادینو سره د مرستې او همکارۍ په اړه دي، چې پر همدې بنیاد اسلامي امارت د خلکو سره د همکارۍ او د دوی د خدمت په موخه ادارې جوړي کړې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل؛ د شهیدانو او معلولینو وزارت هر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مقرره ماهانه ورکوي، همدارنګه اسلامي امارت په یوه فرمان کې یاد وزارت ته ځانګړی امر کړی، چې د دوو اندامو معلول ته د موټر د رانیولو پیسې ورکړي او د مجردو شهیدانو کورنیو ته هم امتیاز ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، دارالایتامونه د یتیمانو د روزلو مسولیت لري، د دې لپاره چې د یتیمانو خدمت ته ښه رسېدنه وشي او په نظام کې سره میاشت بیوزلو ته د رسېدنې دنده سرته رسوي او مالي چارې یې د اسلامي امارت مقام پر غاړه دي، ځکه دوی د بې وزله خلکو، عصبي ناروغانو خدمت کوي او په طبعي پیښو کې د زیانمنو خلکو سره مرسته کوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د روزنتونونو اداره ده، چې په ښارو کې بې سرپرسته ماشومان ټولوي او د دوی خدمت کېږي، همدارنګه د مخدره موادو معینیت معتادین راټولوي او خدمت یې کوي او د دوی لپاره یې د کسب او کار د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، د بندیانو او محبوسینو په حق کې اسلامي امارت په ابتدا کې فرمان صادر کړی وو، چې بندیان به نه ځورول کېږي او نه به وهل کېږي، شکنجې به نه ورکول کېږي او د محکمې پرته به چاته سزا نه ورکول کېږي، ځکه چې دا اسلامي نظام دی او په اسلامي نظام کې د هر مسلمان عزت او وقار خوندي دی، اسلامي امارت د محبسونو رییسانو ته امر کړی، چې استادان ورته پیدا کړي او تعلیم ورته شروع کړي، بندیان پوه کړي او علم ورکړي، بنديخانې دوی ته د تعلیمي مراکزو په شکل جوړې کړي.

دغه‌راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، کله چې مسولیت درته وسپارل شو، نو خپل صلاحیت وپیژنئ، تاسو هر یو مسول یاست، ستاسو رعیت پر تاسو څه حقوق لري او ستاسو څه حقوق دي دوی باندې باید دا وپېژنئ، هر څوک چې په کوم کار مبتلا شي، نو زده کول او ځان پرې پوه کول ورباندې فرض عین دي، اختلاف ونه کړئ، یو د بل اطاعت وکړئ، د الله تعالی په دین باندي لاسونه ټینګ کړئ، یو د بل سره محبت وکړئ او یو د بل په کارونو کې کومک سره وکړئ، خلکو ته د خوشحالۍ زېري ورکوئ او نا امیده کوئ یې مه او په نفرت کې یې مه اچوئ، رحم او شفقت پر کوئ، کارونه پر وخت او په اخلاص سره ورته اجرا کوئ، دروازې مه ورته بندوئ، د غریب او مالدار فرق مه کوئ، په خپل کار او خپل فیصلو کې شریعت ته ترجیح ورکړئ او په شریعت کې ځانته اختیار مه ورکوئ، یو بل ته تواصوا بالحق او تواصو بالصبر کوئ او په خپل منځ کې امرباالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، د خلکو د رهنمایي او هدایت ذریعه جوړ شئ، چې راتلونکي نسل ستاسو لار تعقیب کړي، غفلت مه کوئ او په غیر مقصودي شیانو او عبثیاتو ځانونه مه مشغول کوئ.

په پای کې ټولو علماء کرامو او مسولینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.

دغه‌راز غونډه نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.

له کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په مسیر د درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو رسولو وړاندیز د بحث لپاره وړاندې شو.

له هراړخیز بحث وروسته یاد وړاندیز د تایید وړ وبلل شو او د وروستي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته واړندې شو.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې له کونړ سیند څخه درونټې بند ته د اوبو په لېږد سره به د ننګرهار ولایت د ډېرو کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه حل شي.

همدارنګه اقتصادي معاونیت ویلي، چې په دې غونډه کې د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پینځمې برخې (۲۵ کیلومتره) پروژې په اړه هم بحث شوی او په دې اړه ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د یادې پروژې هراړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

هندي پانګوال افغانستان کې د انساني، زراعتي او حیواني درملو تولید او کان کېندنې برخو کې پانګونه کوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید له یو شمېر هندي پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه مفتي عبدالمتین سعید ویلي، اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي او لا هم د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅه کوي.

نوموړي د افغانستان او هند اړیکو ته په اشارې زیاته کړې، چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې هم د دواړو هېوادونو اړیکې د لا پراختیا په حال کې دي.

دغه‌راز ښاغلي سعید یادونه کړې، چې د اسلامي امارت د بیا ځلي حاکمیت څخه راوروسته، په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی، د پانګوالو شتمني او اموال خوندي دي او د پانګونې له پاره اړین فرصتونه برابر شوي دي.

په ورته وخت کې هندي پانګوالو په افغانستان کې د انساني، زراعتي او حیواني درملو د تولید، د کرنې او د معدنیاتو د استخراج په برخه کې د عصري ټکنالوژۍ د کارونې او په اړوندو برخو کې د افغان کادرونو له پاره د ظرفیت لوړونې اسانتیا د برابرولو په برخو کې د پانګونې ژمنه کړې ده.

همدارنګه هندي پانګوالو یادونه کړې، چې په کابل کې یې د سترګو د درملنې د عصري روغتون د جوړولو په برخه کې پانګونه کړې، چې اوسمهال د یاد روغتون چارې بشپړېدو ته نږدې شوي او ډېر ژر به د افغان وګړو له پاره په اړونده برخه کې د معیاري خدمتونو وړاندې کول پیل کړي.

ناروې کې د افغانستان سفیر یاد هېواد کې د سویلي افریقا له سفیرې سره لیدنه کړې

ناروې کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله شاهین کوربه هېواد کې د سویلي افریقا سفیرې مېرمن ډیلورس کوتزي سره لیدنه کړې.

ناروې کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې کړي.

دغه‌راز په دې لیدنه کې افغانستان کې د شته اقتصادي او د پانګوني په فرصتونو هم بحثونه شوي.

د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه ۱۴۷ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د سیمه‌ییزو قول اردوګانو (۱۴۷) تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د جګړه‌ایزو ځواکونو ښوونځي د سرحدي پیاده کورسونو له درې‌میاشتنیو مسلکي زده‌کړو وروسته، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ د زده‌کړو مرستیال مولوي محمود “قانع”، د جګړه‌ایزو ځواګونو د ښوونځي قومندان حافظ صدام حسین “احمد ضیاء” او ګڼ‌شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:«د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ د هېواد له سرحداتو څخه ساتنه وکړئ. همداراز، تاسو مکلف یاست چې ترلاسه کړې مسلکي زده‌کړې هېرې نه کړئ او هغه نورو مستحقو مجاهدینو ته هم ورزده کړئ.»

ورته مهال، نویو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړ، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده‌کړو او ایماني جذبې پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه ساتنه کوي.

کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال پنجشېر کې مسولینو ته؛ د دولتي ادارو دروازې باید د ولس پر مخ خلاصې وي

کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال سترپاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د رسمي ولایتي سفرونو په ترڅ کې پنجشېر ولایت ته سفر کړی.

کورنیو چارو وزارت وایي، چې امنیتي مرستیال او مل پلاوي د دغه ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم، امنیه قومندان قاري احمدالله بدر، د استخباراتو رییس مولوي هجرت، د لوا قومندان مولوي مسافر، علمای کرامو، قومي مشرانو او ولسي استازو سره لیدنه لیدنه کړې ده.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي صدر د ولسونو له ملاتړ او همکارۍ مننه کړې او د اشغال په وخت کې یې له اسلامي امارت سره د ولسونو همکارۍ ستایلې دي.

دغه‌راز امنیتي مرستیال په پنجشېر کې د امنیتي ادارو تر منځ د شته همکارۍ او همغږۍ قدرداني کړې او ویلي یې دي:”د ولس خدمت زمونږ او ستاسې وجیبه ده او باید په ښه توګه یې تر سره کړو، د دولتي ادارو دروازې باید د ولس پر مخ خلاصې وي او ستونزې یې واورېدل شي او هغوی ته باید رسېدنه وشي.”

همدارنګه ملا محمد ابراهیم صدر د پنجشېرولایت له والي، امنیه قومندان او نورو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې هرې ولسوالۍ او سیمې ته لاړ شي او د خپلو منسوبینو او ولسونو سره له نږدې وګوري.

ښاغلي صدر د خپلو خبرو په لړ کې له ټولو منسوبینو غوښتي، چې د ټاکل شوي یونیفورم څخه استفاده وکړي، د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه ﷲ تعالی فرمانونه او احکام په پوره توګه پلي کړي، د ولس لا ډاډمن امنیت نیولو ته پوره پاملرنه وکړي او له ولس سره نېک چلند خپل کړي.

د لوړو زده کړو وزارت او د صنایعو او کانونو خونې ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان صنایعو او کانونو خونې تر منځ له علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د ګډې ګټې اخیستنې په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

یاد هوکړه‌لیک د دواړو لوریو د علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په موخه، د مسلکي او تحصیلي همکاریو د پراختیا، د ظرفیت لوړونې، د محصلینو د کار زده کړې او اسلامي ارزښتونو ته د ژمنو او متخصصو کادرونو وړاندې کولو په موخه لاسلیک شو.

د یادې هوکړې له مخې به دواړه خواوې د ګډو علمي څېړنو، د مرکزي او دویمي واحدونو په پروژو کې د محصلینو د کار زده کړې، د ګډو ناستو، سمینارونو، ورکشاپونو، د کارکوونکو ظرفیت لوړونه، د پراختیایي پروژو ډيزاین او د فارغانو ګمارنې او کارموندنې په برخو کې سره همکاري کوي.

د کابینې یوولسمه غونډه؛ بندرونو کې تاسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې په اړه بحث وشو

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې یوولسمه غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو بحث او په اړه یې پریکړې وشوې.

په دې غونډه کې پلاوي ته دنده سپارل شوې، څو د هرات ولایت اسلام کلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو، د درملو د لابراتوارونو او نورو وسایلو اړوند بررسي وکړي او پایله یې د ریاست الوزرا مقام سره شریکه کړي؛ ترڅو یې په اړه اقدامات ترسره شي.

همداراز د نوي کابل ښارګوټي په اړه هم بحث وشو، چې له پلان سره سم دې د ابادۍ چارې پرمخ یوړل شي او نورې ادارې دې له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.