د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان صنایعو او کانونو خونې تر منځ له علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د ګډې ګټې اخیستنې په موخه هوکړهلیک لاسلیک شو.
یاد هوکړهلیک د دواړو لوریو د علمي او تخصصي ظرفیتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په موخه، د مسلکي او تحصیلي همکاریو د پراختیا، د ظرفیت لوړونې، د محصلینو د کار زده کړې او اسلامي ارزښتونو ته د ژمنو او متخصصو کادرونو وړاندې کولو په موخه لاسلیک شو.
د یادې هوکړې له مخې به دواړه خواوې د ګډو علمي څېړنو، د مرکزي او دویمي واحدونو په پروژو کې د محصلینو د کار زده کړې، د ګډو ناستو، سمینارونو، ورکشاپونو، د کارکوونکو ظرفیت لوړونه، د پراختیایي پروژو ډيزاین او د فارغانو ګمارنې او کارموندنې په برخو کې سره همکاري کوي.

