د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال ملا عبدالجبار، د یو تخنیکي او مسلکي پلاوي په ملتیا د دې وزارت د روانو رغنیزو او زیربنایي پروژو د ارزونې، څارنې او کاري بهیر د نږدې کتنې په موخه د هېواد ختیځ زون ته سفر وکړ.
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې په لغمان ولایت کې د ده زیارت پل، د علیشنګ او دولتشاه ولسوالیو پر لارو د استنادي دېوالونو د جوړولو او د کونړ – نورستان عمومي سړک له رغنیزو چارو څخه له نږدې کتنه وکړه.
په دغې کتنه کې ملا عبدالجبار؛ د یادو پروژو قراردادي شرکتونو مسولینو او تخنیکي ټیمونو ته د کار د چټکتیا، د ساختماني چارو د لوړ کیفیت، د تخنیکي معیارونو رعایت او په ټاکلي وخت د پروژو د بشپړېدو په اړه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ټولې پروژې باید د منظور شویو تخنیکي نقشو او قراردادونو له مخې په روڼتیا او معیاري ډول پلي شي، څو د خلکو اړتیاوې په دوامدار ډول پوره شي.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د یاد سفر په دوام د ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو د تر کار لاندې سړکونو، پلونو او نورو زیربنایي پروژو څخه هم لیدنه او د هغو د کاري وضعیت ارزونه به وکړي.

