ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 209

کاپیسا کې دوه زره کلنه پخوانۍ مجسمه د یاد ولایت موزیم ته وسپارل شوه

د کاپیسا ولایت امنیه قوماندانۍ وايي، منسوبینو دا لرغونې مجسمه د دویمې امنیتي حوزې اړوند یو کور کې موندلې د یاد ولایت د اطلاعاتواو کلتور ریاست محلي موزیم ته سپارل شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي؛ دغه لرغونې مجسمه د بودیزم دورې د یوې ملکې د څیرې په بڼه په بودی ګریک سبک جوړه شوې ده، چې شاوخوا دوه زره کاله تاریخي مخینه لري.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۸هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲ کورنیو سره ټولې ۱۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې اوو کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۷۰مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درېیو کورنیو سره ټولې ۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۴۸۹تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۲تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۰۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۳کورنیو سره ټولې ۲۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۸۷۶خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۶عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۸۳کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۴۲۵تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱۲کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۵۱۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۶۸عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۶۱‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۱۹تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، اته زره او۷۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:                  ۱۴۵کورنۍ او ۶۹۰افراد

لېږدول شـوي کډوال:                 ۲۶۹کورنۍ او ۱۵۶۹افراد

مرسته شوي کډوال:                  ۳۷۰کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۱۷عــــدده

د ایران د ریل پټلۍ رییس د ملا عبدالغني برادر اخوند سره په لیدنه کې؛ غواړي د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ ته پراختیا ورکړي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د ریل پټلۍ ادارې د رییس جبار علي ذاکري په مشرۍ له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او د ریل پټلۍ د پراختیا په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د ریل پټلۍ رییس جبار علي ذاکري ویلي، غواړي د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ ته پراختیا ورکړي، څو له دې لارې له چین او چین د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه په استفادې له اروپا سره وصل شي.

همدارنګه نوموړي وړاندیز کړی، چې په دې برخه کې یوه ګډه کمیټه جوړه شي او له شرکتونو سره خبرې وشي.

 ورپسې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې د دې پروژې د ارزښت په اړه یې درې کاله مخکې د ایران اسلامي جمهوريت د ولسمشر له مرستیال سره خبرې کړې وې او د دې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه یې معلومات ورکړي و.

ښاغلي برادر اخوند زیاته کړې، چې په دې برخه کې دې ګډه کمیټه جوړه او هرڅو مره ژر چې کېږي عملي کار دې پيل شي.

د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور د چمتو شوي مسودې د ارزونې په تړاو مشورتي ورکشاپ جوړ شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او رها موسسې په ګډه همکارۍ نن سه‌شنبه د ۱۴۰۴کال د لېندۍ په ۹مه نېټه “د افغانستان چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور” د چمتو شوي مسودې په تړاو مشورتي ورکشاپ جوړ شو، چې پکې د اړوندو وزارتونو، د ملګرو ملتونو ادارو، پوهنتونونو، ملي او نړۍوالو موسسو استازو، متخصصینو او کارپوهانو ګډون کړی وو.

یاد ورکشاپ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري مرستیال ملا سعدالدین سعید په مشرۍ ترسره شو.

دغه‌راز د ورکشاپ په پیل کې د رها موسسې رییس محمد یوسف حمیدیان د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د راپور د چمتو کولو، اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو په تړاو خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې معلومات ورکړل.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري مرستیال ملا سعدالدین سعید د یاد راپور په اړه خبرې وکړې او دا یې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې په برخه کې ګټور کار وباله.

ښاغلي سعید زیاته کړه، چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور با ارزښته کار او غوره اقدام دی.

ملا سعدالدین سعید وویل، اقلیمي بدلون یو داسې ناورین دی چې انسانان، حیوانات او نباتات ترې اغېزمن شوي دي، چې د دې راپور په بشپړیدو سره به د افغانستان شته چاپېریالي ستونزې او ګواښونه په ډاګه شي، په ملي او نړۍواله کچه به د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې ترې اعظمي استفاده وشي.

دغه‌راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان (UNDP) په استازیتوب ښاغلي سرګي ولکوف خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دا راپور د یوې داسې حیاتي موضوع په تړاو جوړ شوی چې د ټولو موجوداتو ژوند ورسره تړلی.

سرګي ولکوف وویل؛ چې اوبه، هوا، خاوره او طبیعي منابع زموږ لپاره د الله تعالی ډالۍ ده او دا زموږ له نیکونو څخه موږ ته په میراث پاتې دي؛ نو موږ ته په کار ده چې له طبیعي منابعو څخه دوامداره او په عقل‌منده توګه استفاده وکړو، هم خپل ژوند جوړ کړو او هم راتلونکو نسلونو ته سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان سره له دې چې له ډیرو ګواښونو او ستونزو سره مخ دی؛ خو که چاپېریالي ګواښونه په سمه توګه مدیریت شي، نو نورې ستونزې به هم ورسره حل شي.

همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه، چې (UNDP) به په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ورکشاپ په لړ کې د رها موسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي د یاد راپور د جوړیدو پروسه د معلوماتي پرزنټېشن په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته تشریح کړه او په خپلو خبرو کې یې وویل، چې د لومړي ځل لپاره د افغان متخصصینو لخوا د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو دوه کلن راپور جوړ شوی.

نوموړي ویلي، چې دا راپور په ۳۴ولایتونو کې د ۵۴۰۰ساحوي سروې‌ګانو، له متخصصینو سره د ۵۰مرکو، ګروپي کارونو او ارقامو ټولګه ده چې نهه فصلونه لري.

په دغه راپور کې د اړوندو وزارتونو، نړۍوالو راپورونو، څېړنو، بهرنیو او داخلي متخصصینو نظرونه او ارقام راټول شوي، چې له تجزیې او شننې وروسته د یوه باتجربه بهرني سلاکار لخوا مرور او اصلاح شوي دي.

د یاد راپور مسوده د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او ملګرو ملتونو اړوند ارګانونو د متخصصینو او کارپوهانو لخو مطالعه او د افغانستان د چاپېریالي لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره چمتو شوی.

په دې راپور کې د افغانستان د عمومي چاپېریالي وضعیت، ایکوسیستم، د ځمکې استفاده، تخریب او کرنه، د اوبو کمښت او کیفیت، طبيعي پېښې، اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا، ککړتیاوې او مدیریت، چاپېریالي معلومات او عامه پوهاوی، چاپېریالي حکومتولي او بنسټیز تقویت تشریح شوي دي، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به د افغانستان د تعهد او شته چاپېریالي ستونزو او ګواښونو په ډاګه کولو کې یو معتبر سند وي.

همدارنګه د ورکشاپ په ترڅ کې د رها موسسې د چاپېریالي چارو کارپوه صفي الله خرم له‌خوا د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په راپور کې د ترتيب شویو موضوعاتو او معلوماتو په هکله ګډونوالو ته هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشن وړاندې شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو د ایسسکو ناسته کې انلاین ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (ایسسکو) له خوا د اسلامي خطي نسخو په اړه جوړې شوې علمي ناستې کې انلاین ګډون وکړ.

دغه ناسته د ایسسکو د خطاطۍ او خطي نسخو مرکز له لوري (په قزاقستان کې د اسلامي خطي نسخو واقعیتونه او ارمانونه ) په نامه د دې سازمان په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، چې پکې د افغانستان له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي ارشیف رییس قاري عبیدالله حنیف، د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رییس محمد شفیق احمدزي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا، له ناستې څخه موخه د اسلامي خطي نسخو وضعیت څیړل، د ساتنې لارې چارې یې او له دې میراثونو څخه په معاصرو څېړنو کې ګټه اخیستل وو.

د ایسسکو سازمان عمومي رییس، خطي نسخې د بشر د تاریخي پوهې له اساسي ارکانو څخه وبللې او د لړلیکونو د نوي کولو او علمي همکاریو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

دغه راز یو شمېر قزاقستاني څيړونکو د اسلامي خطي نسخو د ارزښت، ژبنيو تنوع او اوسني حالت په اړه خبرې وکړې.

د ناستې په پای کې د متخصیصیونو له لوري د اسلامي خطي نسخو په اړه د راتلونکو همکاریو پر لارو چارو خبرې وشوې.

ملا عبدالغني برادر اخوند: کابل ښار باید د منظم ښاري پلان له مخې په معاصره توګه پراختیا ومومي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل ولایت مقام مخې ته د هوایي پُل د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې کابل ښار باید د یوه منظم ښاري پلان له مخې په معاصره توګه پراختیا ومومي.

نوموړي د کابل ښاروالۍ د کړنو په ستایلو سره له ښاریانو غوښتي، چې د ښار په پاکوالي او نظم کې خپل رول ترسره کړي او د بنسټیزو پروژو په برخه کې هر‌ اړخیزه همکاري وکړي.

دغه راز ښاغلي برادر اخوند د دې پروژې له انجنیرانو وغوښتل چې د ټولو معیاورنو په پام کې نیولو سره د دې پُل چارې په معیاري او سمه توګه بشپړې کړي.

همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، روان کال د کابل ښاروالۍ له لوري ۲۵۸ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې، روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې شاوخوا ۸ میلیارده او ۱۱۳ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه په پام کې نیول شوې چې په پلي کېدو سره به یې د کابل ښار بڼه بدله شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، کابل ښاروالۍ په تېرو څلورو کلونو کې ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

ورته مهال د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وویل، اوس هغه وخت را رسېدلی، چې افغانان تر لسیزو وروسته خپلو هیلو ته ورسېږي.

ښاغلي انور په هېواد کې د تېرو څو لسېزو جګړې، فساد او نفاق ته په اشاره وویل، افغانان کلونه له هر ډول پرمختګ څخه بې برخې پاتې شوي و، او اوس د رامنځته شویو فرصتونو په ارزښت له هر چا ښه پوهيږي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې نن (سې‌شنبه، د مرغومي ۹مه) د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د هوایي پُل د جوړولو چارې پیل شوې.

دغه پُل چې شاوخوا ۲۸۳ متره اوږدوالی او ۱۷ متره پلنوالی لري، د کابل ولایت مقام مخې څخه تر جوی‌شیر سړک پورې غځېږي.

دغه مهمه پروژه د کابل ښاروالي له لوري د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

تېره میاشت کې نږدې ۲۱۵ زره کسانو ته د هویت د تثبیت او کاغذي پېژندپاڼو د تایید خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د هویت د تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست د روان کال په لېندۍ میاشت کې ۹ زره او ۱۰۲ کاغذي پېژندپاڼې تایید کړې دي، چې دوه زره او ۶۰۳ یې په حضوري او شپږ زره او ۴۹۹ نورې یې بهرمېشتو افغانانو ته په غیرې حضوري ډول دي.

یادې ادارې زیاته کړې، د دې ترڅنګ په یاده‌ موده کې د ۲۰۵ زره او ۸۰۹ کسانو هویت هم تثبیت شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د هویت تثبیت، د هېوادوالو د هویتي اسنادو سکن، ډیجیټل او ارشیف‌کول او د پېژندپاڼو د صحت او جعل په تړاو ټولو امارتي ادارو ته د معلوماتو وړاندې کول، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست له مهمو مسوولیتونو څخه دي او دا ریاست هره ورځ په بشپړې ژمنتیا د هېوادوالو د هویتي اسنادو ساتنه کوي.