ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 210

د (BM-21) چهل میلې دستګاه څخه ۲۵ تنه فارغ شول


د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت ستردرستیز په توپچې ریاست کې د بېلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۲۵ تنه د (BM-21) چهل میلې دستګاه له یو میاشتني نظري، مسلکي او عملي زده کړو له درېیمې دورې څخه وروسته تېره ورځ د عقیدوي او امربالمعروف چارو رییس مولوي سیداغا “ابومقبول عاکف” د یاد ریاست رییس مولوي رحمت الله “ناظم” مرستیال ملا صدیق الله “مستري” او نورو مسولینو په شتون کې فارغ شول.
مسولینو پخپلو خبرو کې وویل، د کوم هېواد توپچي ځواک چې قوي وي، هېڅ هیواد یې پر حریم تیري کولو ته زړه نه ښه کوي، دا چې نن تاسو کومې زده‌کړې وکړې دا ستاسو د لا مسلکيتوب په موخه وې.

دغه‌راز دوی زیاته کړه، چې خپل د هېواد له سرحداتو څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړئ، خپل مسولیت ته متوجې شئ، د بیت المال ساتنه ستاسو له مسولیتونو څخه دي هغوی ته اولویت ورکړئ او د خپلو امیرانو اطاعت په هر ډول شرعي امورو کې وکړئ.

د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پُل د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په نهمه نېټه د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د تګ او راتګ لپاره د هوايي پُل د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند د نفوس زیاتوالي، د اقتصادي فعالیتونو حجم او د کابل ښار اوسني وضعیت ته په کتو ښاري پراختیا، ترانسپورټي زېربنا او ښاري نظم اساسي اړتیا وبلله او ویې ویل، کابل ښار باید په معاصره توګه د یو منظم ښاري پلان له مخې پراختیا ومومي.

 نوموړي زیاته کړه، له نېکه مرغه کابل ښاروالۍ د همدې اړتیا په درک کولو سره په بې سارې توګه د کابل ښار د ترانسپورټي او ښاري نظم په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي، چې د ستاینې او قدر وړ دي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز له کابل ښاریانو وغوښتل څو د ښار په پاکوالي او نظم کې خپل مسوولیت ادا او د زېربنايي پروژو په برخه کې پوره همکاري وکړي.

په پای کې ښاغلي برادر د دې پروژې له انجنیرانو وغوښتل، چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره یې چارې په ښه ډول بشپړې کړي.

 د یادونې وړ ده، چې دغه هوايي پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري چې ۴۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځانګړې عملیاتي قطعې قومندانۍ څخه لسګونه مجاهدین او منسوبین فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ځانګړې عملیاتي قطعي قومندانۍ له نظامي مسلکي زده‌کړو څخه لسګونه مجاهدین او منسوبین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د دغه معینیت د ملکي چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي، د دفتر رییس مل پاسوال مولوي حسیب‌الله احمدي او یو شمېر نورو مسولینو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود.

ویناوالو د مسلکي زده‌کړو، د علم او عالم پر فضیلت ټینګار وکړ او له فارغ شویو منسوبینو یې وغوښتل، چې ترلاسه کړې پوهه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ولس د خدمت لپاره وکاروي او د علم او مهارت له پلوه له معاصرې نړۍ سره سیالي وکړي.

د افغانستان له هرات څخه د غزې خلکو سره د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو مرسته شوې

په هرات کې د غزې لپاره د ولسي مرستو د راټولولو مسولین وایي، چې تېر یو نیم کال کې له هرات څخه د ۴۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرستې راټولې شوې او د غزې خلکو ته لېږل شوې دي.

د دې بهیر مسول مفتي امیر محمد خادم ویلي، تر اوسه د هرات ښار او د لوېدیځ زون ولایتونو د اوسېدونکو له لوري ۱۱۴ مرستندویه محمولې چمتو او استول شوې دي.

د هغه په وینا، په هره محموله کې په منځني ډول له ۵ تر ۱۰ زره امریکايي ډالرو نغدي پيسو، سربېره د جامو، خوراکي توکو او د روژه‌ماتي بستو د پام وړ اندازه شامله وه.

نوموړي زیاته کړې، چې د مرستو د راټولولو لړۍ لا هم روانه ده او هڅه کېږي، څو هره اوونۍ نوې محمولې له هرات څخه غزې ته واستول شي.

همدارنګه ښاغلي خادم له هېوادوالو غوښتي، چې د بشردوستانه مرستو په دوام کې خپله همکاري روانه وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې د جګړې او پوځي بریدونو دوام د دې سیمې د خلکو بیړنۍ اړتیاوې زیاتې کړې او نړیوالو مرستندویه بنسټونو پرله‌پسې د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او سرپناه د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ټرمپ: د اوکراین د سولې خبرې وروستیو پړاوونو ته رسېدلي

د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلنسکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په فلوریډا کې تر لیدنې وروسته ویلي، چې دواړو لوریو د سولې د چوکاټ پر ټولو اړخونو هر اړخیزې خبرې کړې او د پام وړ پرمختګ ته رسېدلي دي.

نوموړي د امریکا او اوکراین د ټیمونو وروستۍ هڅې ستایلې او د امنیتي تضمینونو پر ارزښت یې ټینګار کړی دی.

د زلنسکي په وینا، د سولې د ۲۰ مادو له طرحې څخه شاوخوا ۹۰ سلنه پرې توافق شوی او د امریکا، اروپا او اوکراین ترمنځ د امنیتي تضمینونو پر عمومي چوکاټ هم نږدې بشپړ توافق رامنځته شوی دی.

دغه‌راز دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې به د ټیمونو ترمنځ بله ناسته ترسره شي، څو پاتې موضوعات وروستي شي.

همداراز ولسمشر ټرمپ منلې، چې د جنورۍ په میاشت کې به په واشنګټن کې د اوکراین او اروپايي هېوادونو د مشرانو کوربه‌توب وکړي.

بل لور ته، ولسمشر ټرمپ ویلي، چې خبرې «وروستیو پړاوونو» ته رسېدلې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ولسمشر پوتین او همداراز زلنسکي سولې ته جدي دي او رامنځته کېدونکې هوکړه به د ټولو لپاره ګټوره وي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د ځمکو موضوع له مهمو او ستونزمنو مسایلو څخه ده، خو د امنیتي ترتیباتو په برخه کې به اروپايي هېوادونه مهم رول ولوبوي.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، کېدای شي خبرې په څو اوونیو کې پای ته ورسېږي، خو که کوم ستونزمن خنډ راپیدا شي، نو بهیر به وغځېږي.

د لوړو زده‌کړو وزیر: د پوهنتون مسولین دې د محصلینو لپاره د عملي زده‌کړو زمینه برابره کړي

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم کندهار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو سره غونډه کې هغوی ته اړینې لارښوونې وکړې.

ښاغلي ندیم په یاده غونډه کې محصلینو ته د علم او محصل پر اهمیت، د فکر ساتنې، د محصل مکلفیتونو او د دښمن پېژندنې په اړه خبرې وکړې.

د لوړو زده‌کړو وزیر د قرانکریم او نبوي احادیثو له نظره د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل:” تر څو چې علم وي، دین به وي او چې دین وي، دا دنیا به اباده وي، نو له همدې امله علم او علما لوړ مقام لري او زیاته یې کړه، علم هغه هستي ده، چې د دنیا او اخرت خیر ورپورې تړلی دی.”

دغه‌راز شیخ نداء محمد ندیم محصلین خپلو درسونو، مطالعې، د خپل فکر او عقیدې ساتنې او د دښمن پېژندنې ته متوجې کړل او ورته ویې ویل: «په درسونو کې کوښښ وکړئ، د نا اهلو کسانو له ملګرتیا ډډه وکړئ، له خپل عمر او ځوانۍ څخه اعظمي ګټه واخلئ، له ځيرک مبایلونو سره ډېره اړیکه مه ساتئ؛ ځکه چې وخت مو ضایع کوي، استعداد، اخلاق او ان عقیده مو هم در خرابولی شي.»

همدارنګه نوموړي زیاته کړه؛ چې تاسو خپلې کورنۍ، ټولنې او نظام ته ډېر مهم یاست او د نظام ډېره بودیجه پر تاسو مصرفیږي.

د لوړو زده‌کړو وزیر محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې یوازې په نظري زده‌کړو بسنه ونه کړي او د پوهنتون مسولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د محصلینو لپاره د عملي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

همدارنګه ښاغلي وزیر د یاد پوهنتون د مسولینو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال پکتیکا ته سفر کړی

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونو پر اساس د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر، د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیکا ولایت ته تللی.

نوموړي د یاد ولایت په مقام کې د ولایتي مسولینو، د علماوو شورا غړو او د سیمې له مخورو سره په جوړه شوې غونډه کې د اسلامي امارت د زعیم لارښوونې، فرامین او سپارښتنې ګډونوالو ته ورسولې.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال د نشه‌یي توکو پر ضد د جدي مبارزې، د قانون د تطبیق، د هر ډول تعصب پرېښودو، د نظامي اصولو مراعت، د رسمي یونیفورم منظم کارونې او له ولس سره د متقابل احترام پر ارزښتونو خبرې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د امنیتي بنسټونو مسولیت د ولس خدمت او د خلکو د اعتماد ساتل دي.

همداراز ښاغلي صدر د ولس له دوامدارې همکارۍ مننه کړې او اړوندو مسولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د خلکو ستونزې په خپل وخت واوري او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.

دغه‌راز د پکتیکا ولایتي مسولینو په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت په اړه ښاغلي صدر ته ډاډ ورکړی او دغه وضعیت یې د پخوا په پرتله ښه ښودلی.

په ورته مهال سیمه‌ییزو مسولینو څرګنده کړې، چې په یاد ولایت کې جنايي پېښې کمې شوي او د دولتي ادارو ترمنځ همغږي شتون لري.

د کابینې دوولسمه غونډه؛ د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو او راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې شوي

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې دوولسمه غونډه کې د هېواد د مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو په اړه بحث او ځینې پریکړې وشوې.

په دې غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد کې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي او د نفتو کارخونو پانګه وال وهڅوي؛ ترڅو په معیاري توګه کارخونې جوړې او د اړتیا وړ ماشینري په کې نصب کړي.

دغه راز د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو سره ناسته وکړي او راستنو شویو کډوالو او نورو هېوادوالو ته د کورونو جوړولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

حماس د خپل ویاند ابو عبیده شهادت تایید کړ

حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د یوې ویډیو په خپرولو سره خپل نوی ویاند رسما معرفي او د پخواني ویاند ابو عبیده شهادت تایید کړ.

همدارنګه یاد غورځنګ د یحیی سنوار د ورور او د حماس غورځنګ پخواني رییس محمد سنوار شهادت هم تایید کړی دی.

احمد الشرع د سوریې نوې کرنسي نندارې ته وړاندې کړه

د سوریې ولسمشر احمد الشرع تېره ورځ (دوشنبه، د مرغومي ۸مه) په دمشق کې د دې هېواد نوې کرنسي نندارې ته وړاندې کړه.

د سانا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي الشرع د پولي واحد بدلون د یوې دورې پای او د نوې مرحلې پیل بللی او ویلي یې دي، چې نوي بانک‌نوټونه به په تدریجي توګه پر ډالرو د تکیې راکمولو لپاره وکارول شي.