د اوکراین ولسمشر ولاديمير زلنسکي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په فلوریډا کې تر لیدنې وروسته ویلي، چې دواړو لوریو د سولې د چوکاټ پر ټولو اړخونو هر اړخیزې خبرې کړې او د پام وړ پرمختګ ته رسېدلي دي.
نوموړي د امریکا او اوکراین د ټیمونو وروستۍ هڅې ستایلې او د امنیتي تضمینونو پر ارزښت یې ټینګار کړی دی.
د زلنسکي په وینا، د سولې د ۲۰ مادو له طرحې څخه شاوخوا ۹۰ سلنه پرې توافق شوی او د امریکا، اروپا او اوکراین ترمنځ د امنیتي تضمینونو پر عمومي چوکاټ هم نږدې بشپړ توافق رامنځته شوی دی.
دغهراز دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې به د ټیمونو ترمنځ بله ناسته ترسره شي، څو پاتې موضوعات وروستي شي.
همداراز ولسمشر ټرمپ منلې، چې د جنورۍ په میاشت کې به په واشنګټن کې د اوکراین او اروپايي هېوادونو د مشرانو کوربهتوب وکړي.
بل لور ته، ولسمشر ټرمپ ویلي، چې خبرې «وروستیو پړاوونو» ته رسېدلې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ولسمشر پوتین او همداراز زلنسکي سولې ته جدي دي او رامنځته کېدونکې هوکړه به د ټولو لپاره ګټوره وي.
ټرمپ زیاته کړې، چې د ځمکو موضوع له مهمو او ستونزمنو مسایلو څخه ده، خو د امنیتي ترتیباتو په برخه کې به اروپايي هېوادونه مهم رول ولوبوي.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، کېدای شي خبرې په څو اوونیو کې پای ته ورسېږي، خو که کوم ستونزمن خنډ راپیدا شي، نو بهیر به وغځېږي.







