ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 212

اسلامي امارت حماس غورځنګ د ویاند او یو شمېر نورو قومندانانو پر شهادت خواشیني ښودلې

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د فلسطین د جهادي حرکت حماس د کتائب القسام پوځي څانګې ویاند حذیفه الکحلوت (ابوعبیده) او یو شمیر نور قومندانانو د شهادت له امله دغه غورځنګ سره خواخوږي ښودلې ده.

په اعلامیه کې راغلي: « موږ یاد شهیدان لکه د اسلام د لارې د نورو شهیدانو غوندې بریالي او خپل ستر هدف ته رسیدلي بولو او د شهادت له امله یې د حماس اسلامي غورځنګ، کورنیو او ټولو متعلقینو ته تسلیت وایو.»

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ حماس اسلامي غورځنګ د ابوعبیده او د یحیی سنوار د ورور او د حماس غورځنګ د پخواني رییس محمد سنوار شهادت تایید کړ.

د هند حکومت له لوري مرسته شوي امبولانسونه کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شول

د هند حکومت د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په موخه شپږ عرادې مجهز امبولانسونه د کورنیو چارو وزارت د روغتیايي چارو لوی ریاست اړوند د پولیسو ملي تخصصي روغتون ته وسپارل.

د مسوولینو په وینا، یاد امبولانسونه په عصري طبي وسایلو سمبال دي او د بېړنیو روغتیايي خدمتونو د چټکتیا او اغېزمنتیا په لوړولو کې به مهم رول ولوبوي، چې له دې لارې به د امنیتي ځواکونو او عامو هېوادوالو روغتیايي اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه اسانه شي.

د کورنیو چارو وزارت د دې بشردوستانه همکارۍ له امله د هند له حکومت څخه مننه کړې او دا مرسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي او بشري همکاریو د دوام نښه بللې ده.

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه؛ د ۱۳۰ ټوکه صادر شویو کتابونو په اړه اړینې پرېکړې وشوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د یاد معينيت د مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.

د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.

دغه‌راز په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه او همدارنګه د ۱۳۰ ټوکه صادر شویو کتابونو په اړه هم اړینې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۳۰ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي او همدارنګه د کتابونو د لېستونو د یوځاي کولو په اړه بحث او اړینې پریکړې وشوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۷هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۷هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره ټولې۲۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۵تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۴۴مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درېیو کورنیو سره ټولې۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۴۰۷تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۵۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۳تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۴۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۰تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۶۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸کورنیو سره ټولې۴۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۵۸۰خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۸عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۰۳کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۱۱۵تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۵۸۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱۴۴تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه،۵۱۹ زره او۱۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۳۲کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۲۵۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۶۳۲عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۴۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۰تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه ۳۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۵تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۲۰۱ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸کورنیو سره ټولې۲۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۷۰‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۸۹تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۸۴ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               ۵۴۳کورنۍ او ۲۸۲۷وګړي

لېږدول شـوي کډوال:               ۸۲۲کورنۍ او ۳۶۳۸وګړي

مرسته شوي کډوال:                 ۶۹۹کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:           ۶۷۳عــــدده

د پوهنې وزیر د دیني مدرسو د ازموینو څخه د لیدنې په موخه لوګر ته په رسمي سفر تللی

د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا نن په یوه ورځني رسمي سفر لوګر ولایت تللی دی.

 د پوهنې وزیر د لوګر ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو سره د یاد ولایت د تعلیمي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

مولوي حبیب الله اغا په لوګر کې د دیني مدرسو د ۳۵۳ طلبای کرامو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو د روانو ګډو ازموینو څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي د یادې ازموینې برخه والو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې له ټولو امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو د ښوونیزو بنسټونو زده‌کوونکو ته د لیلیې امکاناتو په لرلو سره د زده‌کړو ښه امکانات برابر کړي دي.

دغه‌راز د پوهنې وزیر د یادې ازموینې برخه وال، د هېواد راتلونکي دیني عالمان بللي او له دوی څخه یې غوښتي، چې ځانونه د دیني او عصري علومو په ګاڼه ښه سمبال کړي.

یوه ترکي شرکت په افغانستان کې د اوبو او برېښنا په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د کوتای انسات یوه ترکي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې، د یاد شرکت مسولینو د اوبو او برېښنا بندونو جوړولو په پروژو او همدارنګه د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د اوبو او انرژي وزیر د اوبو په سکتور کې د یاد شرکت د پانګونې لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې په موخه د ګمبیري اوبولګولو او برېښنا د تولید بند پروژه، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو پروژه او له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژه وړاندیز کړې ده.

ملا عبداللطیف منصور د دغو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په تړاو د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې لا چمتووالي د تر لاسه کولو په موخه دې د دواړو لوریو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي.

په ورته مهال، ترکي پانګوالو هم د تخنیکي څېړنو او د پانګونې د نورو پړاوونو د پرمخ وړلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او له اوبو او انرژۍ وزارت سره یې د همکاریو پر دوام ژمنه کړې ده.