ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 213

یوه ترکي شرکت په افغانستان کې د اوبو او برېښنا په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د کوتای انسات یوه ترکي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې، د یاد شرکت مسولینو د اوبو او برېښنا بندونو جوړولو په پروژو او همدارنګه د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د اوبو او انرژي وزیر د اوبو په سکتور کې د یاد شرکت د پانګونې لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې په موخه د ګمبیري اوبولګولو او برېښنا د تولید بند پروژه، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو پروژه او له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژه وړاندیز کړې ده.

ملا عبداللطیف منصور د دغو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په تړاو د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې لا چمتووالي د تر لاسه کولو په موخه دې د دواړو لوریو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي.

په ورته مهال، ترکي پانګوالو هم د تخنیکي څېړنو او د پانګونې د نورو پړاوونو د پرمخ وړلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او له اوبو او انرژۍ وزارت سره یې د همکاریو پر دوام ژمنه کړې ده.

د معیار او کیفیت ادارې ۱۰۳ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي بېرته صادروونکي هېواد ته وګرځول

د معیار او کیفیت ادارې د پروفیل (سي‌چینل) یوه محموله، چې ټولیز وزن یې ۱۰۳ ټنه و او له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، تر کره ارزونې او د کیفیت له کنټرول وروسته د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې بېرته صادروونکي هېواد ته وګرځوله.

یاده اداره وایي، دا بهیر په پرېکنده او منظم ډول پر مخ وړل کېږي، څو د هېواد بازارونو ته د بې‌کیفیته توکو له ننوتلو څخه په جدي توګه مخنیوی وشي.

د معیار او کیفیت اداره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې به کورني معیارونه په کلکه پلي کېږي او همدارنګه، د باکیفیته بازار رامنځته کول او د خلکو روغتیا او خوندیتوب د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.

د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیله تر اوسه څه‌باندې ۱۷ میلیونه پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیله تر اوسه ۱۷ میلیونه او ۶۸ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي، چې له ډلې یې ۱۰ میلیونه او ۶۲۱ زره نارینه او شپږ میلیونه او ۴۴۷ زره ښځینه وو ته وېشل شوې دي.

د ارقامو له مخې تر ټولو ډېرې برېښنایي پېژندپاڼې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوې دي او څه باندې ۱۱ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې یوازې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر اوسه وېشل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د اسان خدمت او برېښنایي پېژندپاڼو ۸۱ وېش څانګې او په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز فعال دی، چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د عدلیې وزیر د عمره کوونکو د ستونزو پر حل ټینګار کړی

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د اړونده ادارو او د حج او عمرې شرکتونو ټولنې له مسولینو سره په لیدنه کې عمرې حج ته د تلونکو افغانانو د ستونزو په ارزونه او حل باندې ټینګار کړی دی.

عدلیې وزارت وایي، دغه ناسته د وزیر په مشرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال، د حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو، د استخباراتو عمومي ریاست، د کابل نړیوال هوایي ډګر د ریاست د استازو، د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رییس او د عمرې حج شرکتونو د ټولنې د رییس په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو په موخه د حاجیانو د سفر اړوند ستونزې بررسي شوې او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر مخنیوي، عمرې حج ته د سفر د لګښتونو د کمولو او د ځینو کسانو د نه راستنېدو د حل موضوع او له سعودي عربستان څخه نورو هېوادونو ته د سفر د هڅو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه‌راز په دې ناسته کې د عدلیې وزیر ویلي، چې سعودي عربستان د نړۍ د مسلمانانو مرکز دی او افغان حاجیان باید هلته له افغانستان څخه غوره استازولي وکړي.

نوموړي  زیاته کړې، چې په دې برخه کې ستونزې کولای شي د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې اغېزمنې کړي او پر افغان حاجیانو قیودات هم زیات کړي.

دغه‌راز د اسلامي امارت د عدلیې وزیر ټینګار کړي، چې د نظام حیثیت باید وساتل شي او ټول مسولین باید په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د عمرې حج شرکتونو ټولنې او اړوندې ادارې دې په یاده برخه کې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

همدارنګه په دې ناسته کې مسولینو او د ادارو استازو هم د عمرې حج د سفر په برخه کې د ستونزو د حل په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال په مشرۍ او د نورو ادارو په غړیتوب یوه کمېټه رامنځته شي، ترڅو په دې برخه کې شته ننګونې او ستونزې بررسي کړي او حل لارې ورته ومومي.

د مالیه ورکوونکو د بانکي حسابونو تړل کېدو د ستونزو حل په اړه تازه پرېکړې شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په مشرۍ د مرکزي بانک استازو او مالیې وزارت ترمنځ د مالیه ورکوونکو د حساب تړل کېدو ستونزې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.

مرکزی بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د بانکي نظام د محرمیت اصل په مراعتولو سره مالیې وزارت د حسابونو غوښتنې پر ځای، مالیاتې معلومات په مستقیم ډول له مالیه ورکوونکو څخه ترلاسه کړي او همدا ډول سوداګریز مالیاتو پر عوایدو محاسبه له شرکتونو او سوداګرو سره ترسره کړي.

د اعلاميې پر اساس، د هر شرکت د باقيدارۍ اندازه د بانکي حساب بندېدو پر ځای، بانکې حسابونه د مرکزي بانک له لوري کنګل کېږي او د مالیاتي حسابونو د نه تصفيې په صورت کې به د شرکتونو مالیه د تېر کال مالیې پر اساس له ۱۰ سلنه زیاتوالي سره محاسبه او کنګل شي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه؛ تازه راستنو شویو هېوادوالو ته د مرستو پر وېش خبرې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر او د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یاد کمېسیون غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د سپارښتنو پر بنسټ تازه راستنو شویو ته د خوراکي توکو، غنمو او نغدي مرستو پر وېش خبرې وشوې او راستنو شویو کډوالو ته د ځمکې وېش لړۍ پر چټکتیا ټینګار شوی دی.

دغه راز دې غونډه کې د نویو پانګوالو د پانګونې او کارخونو جوړولو په برخه کې د مالیې د معافیت پر موضوع هم بحث وشو او د یوه میکانیزم پر جوړېدو پرېکړه وشوه، ترڅو کارخونې ډېرې شي او نویو راغلیو کډوالو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شي.

د رواني ناروغانو د درملنې په موخه ناسته وشوه

د  افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن په افغانستان کې د ډنمارک د سره صلیب مسول محمدالشمع او کډوالۍ نړیوالې ادارې مرستیال توماس سره د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې په برخه کې د همکاریو پراختیا په اړه ناسته وکړه.

افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په دې ناسته کې د یادې ټولنې مرستیال د رواني ناروغانو درملنې لپاره د نړیوالو او مرسته کوونکو بنسټونو مرستې مهمې وګڼلې او له ګډونوالو یې د دې ناروغانو د درملنې لپاره د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې مرستیال په دې ناسته کې ډاډ ورکړی، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې سره به د رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې اړینې مرستې او همکاري وکړي.

ایراني شرکتونه د افغانستان د اوبو پر پروژو پانګونه کوي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د ایراني شرکتونو له ګډ پلاوي سره په افغانستان کې د اوبو پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په دې لیدنه کې د ایراني شرکتونو رییس له پنجشېر ولایت څخه کابل ته د اوبو انتقال پر پروژې د پانګونې چمتووالی څرګند کړ.

د خبرپاڼې پراساس، ښاغلي منصور یاد پلاوي ته ویلي، چې د یاد وزارت له تخنیکي ټیم سره خبرې وکړي تر څو د هوکړه‌لیک د لاسلیک لپاره زمینه برابره شي او د هغې له مخې چارې پر مخ ولاړې شي.

۲۰۲۵ کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان امنيتي ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونی کال و

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو موسسې (PICSS) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۵ زېږدیز کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونی کال و. 

د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نښتو پر مهال، لږ تر لږه ۶۶۴ پاکستاني ځواکونه وژل شوي چې د تېر زېږدیز کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

په راپور کې دغه راز راغلي، چې له ۲۰۱۱ کال را پدیخوا په ۲۰۲۵ کال کې پاکستاني ځواکونو د تلفاتو تر ټولو لوړه کچه درلوده چې د دغو وژل شویو پاکستاني ځواکونو ترڅنګ یو زر او ۲۵ نور ټپیان شوي هم دي چې د ټپیانو کچه هم د تېر کال په پرتله ۶۲ سلنه لوړه شوې ده.

دغه راپور د وسله‌والو نښتو زیاتوالی د پاکستان د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي اصلي لامل یاد کړی او زیاته کړه یې ده، چې پاکستاني ځواکونو ته تر ټولو زیات تلفات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې اوښتي دي.

د کورنیو چارو وزیر د کابل ښاروال کړنې وستایلې

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ابادۍ او سمسورتیا برخه کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوچ کړنې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وستایلې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر تر څنګ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، د امارتي شرکتونو لوی رییس، د کورنیو چارو وزارت مرستیالانو، رییسانو، مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې دې غونډه کې ښاغلي حقاني د کابل ښاروال د کړنو ستاینې سربېره د امنیت ټینګښت، ښاري نظم او ابادۍ په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

دغه راز دې غونډه کې نوموړي د کابل امنیه قومندان، د استخباراتو رییس او د کابل مرکزي قول اردو د قومندان ښه همغږي او لاسته راوړنې هم وستایلې.

همداراز غونډه د چمتو شویو ډالیو په وېشلو سره پای ته ورسېده.