د سیمهییزو همکاریو د پراختیا او د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د نویو تجربو د ترلاسه کولو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د یو رسمي پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه تهران ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د وزارت د مقام سلاکار شفیعالله مهمند، د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني او مفتي محمد ثابت ثاقب د هېواد د کرنې وزارت د مرستیال ملتیا کوله.
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي په تهران کې په هغه تخصصي نندارتون کې ګډون وکړ، چې د کرنیزې ماشینرۍ، د اوبو لګولو پر نویو سیستمونو، ځېرکه کرنه او د اوبو د سرچینو پر دوامدار مدیریت متمرکز و او د ایران د کرنې جهاد وزارت د اوبو او خاورې مرستیال په شتون کې یې د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال د څاڅکي، باراني او ځېرک اوبو لګولو پرمختللي سیستمونه معرفي شول، چې د موبایل اپلېکېشنونو او دقیقو سنسرونو په وسیله د نباتاتو د اوبو او سرې اړتیا ټاکي او د اوبو او انساني ځواک مصرف تر ټولو ټیټې کچې ته راکموي.
دغه ټکنالوژۍ د افغانستان له شرایطو سره د تطبیق وړ دي او کولی شي د کرنې د حاصلخېزۍ په لوړولو کې مرسته وکړي.
همدارنګه، د پلاوي غړو د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې له فعالو شرکتونو او بنسټونو سره په دوهاړخیزو سوداګریزو ناستو (B2B) کې ګډون وکړ، څو د همکارۍ زمینې، د تجربو لېږد او د کرنې په سکتور کې د پانګونې د جلب پر لارو چارو بحث وشي.
یاد سفر د کرنې وزارت د هغو پروګرامونو په لړ کې ترسره شو، چې موخه یې د کرنې میکانیزه کول، د اوبو لګولو سیستمونو ښه والی او په هېواد کې د ځیرکې کرنې پراختیا ده او دا به د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او د کرنیزو تولیداتو د حاصلخېزۍ د زیاتوالي لامل شي.

