د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستو او کار ادارې (UNRWA) ویلي، چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په شمال کې د صهیونیستي رژیم د روانو پوځي عملیاتو له امله، تر ۱۲ زره زیات فلسطیني ماشومان د جبري بېځایه کېدو تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۱مې نېټې راهیسې اسراییلي اشغالګرو د لوېدیځې غاړې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړي، چې لومړی یې د جنین د کډوالو کمپ په نښه کړ او وروسته یې دغه عملیات د نور شمس او طولکرم کمپونو ته هم وغځول.
اسراییلي اشغالګرو پر دغو درې واړو کمپونو کلابندي لګولې، چې له امله یې کورونه، دوکانونه او مهمې بنسټیزې اسانتیاوې په پراخه کچه ویجاړې شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د دغو عملیاتو له امله نږدې ۵۰ زره فلسطینیان بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستو او کار ادارې (UNRWA) د ټولنیزې شبکې «ایکس» له لارې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې «تر ۱۲ زره زیات ماشومان لا هم په اشغال شوې لوېدیځې غاړې کې په جبري ډول بېځایه پاتې دي».

